کونړ کې کونډې: د خېمو ګرمولو وس نه‌لرو، بچي مو لا څپلۍ او جامې هم نه‌لري

744

په کونړ کې جنګونو له زرګونو کورنیو د سر سیورۍ او د ګټې وټې سړي اخیستي او نن سبا د ژوند ډېرې سختې شپې او ورځې تېروي.

له دغو کسانو یوه هم مریم ده چې څلور کاله وړاندې يې د ژوند ملګری ترې جګړې اخیستی.

د مریم په خبره، د خاوند له مړینې وروسته يې د خسرګنۍ په کور کې هم د اوسېدو ځای ورک شو او اوس په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ګوزڼ وهلي پلار په یوه خېمه کې اوسېږي.

د هغې په وینا د نورو په خیر خیرات يې ژوند روان کړی دی: “دا درې ماشومان مې دي، پلار مې فلج دی. دا بوډۍ مور مې ده او خاوند مې مړ دی. دا يې څلورم کال دی. د یو بل خیرات ته ناست یو او په هغو ګذاره کوو. بچي مې جامې او څپلۍ نه لري. په دې یخ ژمې کې د خېمې ګرمولو ته خس نه لرو.”

ارشیف، بې ځایه شوي کورنۍ چې بېرته خپل کور ته د تګ لپاره په تمه دي
ارشیف، بې ځایه شوي کورنۍ چې بېرته خپل کور ته د تګ لپاره په تمه دي

جګړې یوازې د مریم بچې نه دي بې پلاره کړي بلکې په لسګونه زره نورې ښځې هم د جګړې له بد اغېز سره لاس او ګریوان شوې.

۳۵ کلنه سپوږمۍ یوه بله کونډه ده، دې هم جګړو کې خپل خاوند بایللی دی.

سپوږمۍ ته د کور سرپرستي او د کوچنیو بچو پالنه ورپه غاړه ده.

نوموړې وايي: “څلور مې لوڼې او دوه مې زامن دي. پوله پټی او د ګټې وټې څوک نه لرو. د نورو خیرات ته ناست یو.”

په یخ ژمي کې دا او دې ته ورته ډېرې بې سرپرسته او بې سرپناه کورنۍ د حکومت، مرستندویه ټولنو او بډایه کسانو د مرستو په تمه سختې شپې ورځې تېروي.

په کونړ کې طالب چارواکي وايي، دوی به دغه ډول بې کسه او بې وسه کورنیو ته د مرستو په وېش کې د لومړیتوب حق ورکړي.

افغانستان کې جګړو لسګونه زره ماشومان هم د جګړې له بد اغېز سره لاس او ګریوان شوي
افغانستان کې جګړو لسګونه زره ماشومان هم د جګړې له بد اغېز سره لاس او ګریوان شوي

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور لپاره د طالبانو سرپرست رئیس مولوي نجیب الله حنیف ازادي راډیو ته وویل: “د یتیمانو او کونډو رنډو په اړه الحمدلله د امارت پالېسې له پخوا ښکاره ده، هغوی دا ویلي چې د امارت څومره لاسته راوړنې دي هغه به ټولې ګډې وي. که هغه یتیمان د هر دور وي، موږ به يې پالنه کوو. موږ ورته ډاډ ورکوو چې امارت به ستاسو پوره خدمت کوي. څه يې چې له وسه پوره وي، هغه به له تاسو نه سپموي.”

په کونړ کې د جنګ کونډې او یتیمان په داسې حال کې د مرستو غوښتنه کوي چې په هېواد کې اقتصادي ستونزې له پخوا ډېرې شوي.

لوستې او نالوستې کسان ټول له بې کارۍ سرټکوي او کومو خلکو به چې له غریبو او یتیمانو سره مرستې کولې هغوی هم اکثره له دندو بې برخې شوي.

د خوړو نړیوال پروګرام مسولینو تازه ویلي چې ۹۸ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.