د نيوزيلند د وياړ مډال يوه افغان او يوه پاکستاني ته ورکول کيږي

502

نیوزیلند پتېيلې ده چي د دغه هیواد پر دوو جوماتونو د تروریستي بریدونو په ترڅ کي عبدالعزیز نومي افغان او پاکستاني نعیم راشد ته به د خلکو د ژغورني او برید کوونکي سره د مقابلې له پاره د دغه هیواد د ویاړ اعلی درجه نښان ورکړي.

دغه نښان به د نیوزیلند پر «کرايست چرچ» جومات باندي د هغه تروریستي بریدګر له برید سره د مقابلې په بدل کې ورکړل شي چي په نیوزیلند کي د سپین پوستو د برلاسي په موخه تر سره شوی وو. د نیوزیلند په تاریخ کي  دا دوهم ځل دی چي دغه نښان ورکول کیږي.

د نیوزیلند صدراعظمي جسیندآردرن ویلي دي چي د نیوزیلند کراس نښان چې د دغه هیواد تر ټولو لوړ نښان بلل کیږي او د «ویکتوریا کراس» په نوم له لوړ عسکري نښان سره پرتله کیږي، د نیوززیلند په تاریخ کي تر دې  دمخه یوازي دوه ځله ورکړل شوی دی.

اته تنه نور پولیس هم د نښانونو او مډالونو په ورکولو نازول شوي دي چي د دغه تروریستي برید د تر سره کوونکي «برینټن ټیرنټ» د نیولو له پاره يې هڅي کړي وې.

صدراعظمی اردرن ویلي دي چي د عبدالعزیز او نعیم راشد هڅو کولای شول چې په دغه پېښه کي د زیاتو خلکو د زیانمن کیدو مخه ونیسي. هغه وايي: «کومه زړه ورتیا چي د نیوزیلند دغو دوو اوسیدونکو ښودلې ده، یو ستر او زموږ له پاره نه هېریدونکی کار دی چي موږ يې د زړه له تله منندویه یوو.«

د نیوزیلند د کرايست چرچ ښار کي پر دوو جوماتونو د بریدونو په ترڅ کي ۵۰ کسان ووژل شول او ترهګر برید کوونکي «بریټن ټيرنټ» په مارچ میاشت کي محکمې ته حاضر کړای شو. هغه محکمې ته د حاضریدو پر مهال سپیني جامې اغوستي وې او چوپتیا يې غوره کړې وه.

د برید په دوران کي څه وشول؟

په نیمه اتوماتیکو وسلو سمبال بریټن ټیرنټ په پیل کي د النور په نامه جومات ته ورننووت او هلته يې پر لمونځ کوونکو برید وکړ. تر هغه وروسته په «لن ووډ» کي بل جومات ته ورننوت، په داسي حال کي چې د لاري په اوږدو کي يې د خپلي عام وژني فلم په ژوندۍ بڼه پر فیسبوک خپراوه. هغه په جومات کي پء شتوو مېرمنو، وړو او زړو باندي برید وکړ.

نعیم راشد چې هغه مهال په جومات کي وو او اوږه يې د بریدګر په ګولۍ ټپي شوې وه، هڅه وکړه چې برید ګر ونیسي خو برید کوونکي ورباندي بیا ډزي وکړې او نعیم راشد ووژل شو. ټیرنټ د هغه لور طلحه هم ووژله.

افغان عبدالعزیز هغه مهال د برید ګر تر مخ ودرید چې ټیرنټ «لن ووډ» جومات خوا ته روان وو. عبدالعزیز پر  برید ګر د کریدت کارد ماشین په وسیله ګوزار وکړ او هغه يې وهڅولی تر څو جومات خوا ته د ورتګ پر ځای په عبدالعزیز پسي د موټرو پارکینګ ته ورشي.

عبدالعزیز یوه خالي تومانچه چي د برید ګر له خوا ورغورځول شوی وه د هغه خوا ته ونیوله او برید ګر په وسله د کارتوس د شتون له ویري له سیمي وتښتید.

عبدالعزیز په افغانستان کې زیږیدلی دی خو د آسترالیا په سدني ښار کي ژوند کوي. محکمې د تیرنټ ترهګریز برید غیر انساني کار وباله او هغه يې د عمر قید په سزا محکوم کړ. ویل شوي دي چي دا لومړی ځل دی چې په نیوزیلند کي چاته د عمر قید سزا ورکړل کیږي.

د ویاړ دا نښان د هر امن خوښوونکي انسان له پاره دی

د نعیم راشد کونډي امبرین نعیم، رسنیو ته وویل چې د هغي خاوند ته نور انسانان له خپله ځانه زیات ګران ول او هغه یو ریښتنی مسلمان وو.

د هغې په وینا «د نیوزیلند کرایس» نښان د ترهګرو په مقابل کې د یوتن امن خوښوونکي انسان له پاره نه، بلکي د ترهګریزو بریدونو ټولو قربانیانو له پاره دی. عبدالعزیز افغان او نعیم راشد ته به د ویاړ دا نښان د راتلونکي کال په لومړیو کي ورکړل شي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.