!طالبان د تېر حکومت مامورینو/چارواکو کورونو ته ورځي، د هغوي پلټنه کوي او د کورنیو غړي یې ګواښي

763

طالبان د تېر حکومت مامورینو/چارواکو کورونو ته ورځي, د هغوي پلټنه کوي او د کورنیو غړي یې ګواښي!

زموږ موندنې ښيې چې په تیرو نږدې څلورو میاشتو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د تېر حکومت په زرګونه نظامیان، ملکي مامورین او د هغوئ د کورنیو غړي شکنجه شوي ، وژل شوي او یا ګواښل شوي دي.

دا د هغې فرمان پر ضد عمل دی چې د طالبانو د مشرتابه له لوری د هېواد د بشپړ کنټرول وروسته خپور شوی و. دا چې دا پیښې د طالب جنګیالېو له لوری د پخواني حکومتي چارواکو په وړاندې د دوئ د مشرتابه سره په همغږۍ ترسره کیږي او کنه، بیله پوښتنه ده ولې د طالب چارواکو له غږیزو پیغامونو داسې څرګندیږي چې دوئ د خپلو سیمیزو قومندانانو او جنګیالېو له اعمالو خبر دي خو دوئ د رسنیو په وړاندې دا هر څه ردوي او په دې اړه له مالومات شریکولو ډډه کوي.

تازه په یو سند کې چې رسنیو ته رسیدلی، لیدل کیږي چې د ا.ا. کابل ولایت د استخباراتو ریاست د عبدالله صافی په نوم د یو مدني فعال او د پخواني حکومت یو چارواکي چې د دعوت رسنیز مرکز قلمي همکار هم دی په اړه یې له خپلو اړونده شبکو د پلټنې او د نوموړي د نیولو غوښتنه کوي.

د دې خبرونو په اورېدو د دعوت رسنیز مرکز په کابل کې د خپل قلمي همکار او مدنی فعال عبدالله صافي سره د اړیکو هڅه وکړه خو تر اوسه په دې بریالي شوي نه یو چې ښاغلی صافي چیرته او په څه حال کې دی.

نور حال په دې ویډیو کې:

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.