پکه دا دې لا بله سپکه

اسماعیل یون

771
د یو ملک واکمنو چې اویا کاله په منافقت کې ژوند کړی وي او خپل ملک یې هم د منافقت پر بنسټ رامنځته شوی وي ، له هغو څخه د خیر طمع لرل سیاسي جهالت دی. اساساً ټولې هغه افغان سیاسي ډلې چې په پاکستان کې رامنځته شوي او د افغانستان په باب ټولې هغه غونډې چې په پاکستان کې جوړې شوي ، هېڅکله یې افغانستان ته خیر نه دی رسولی.د مذهب په جامه کې د افغانستان د ورانۍ یو سیاسي فورمول له اویاوو کلونو راهیسې را روان دی. اوس نو خبره د سپینسترګۍ وروستي حد ته رسېدلې ده. یو ځل مخکې د همدې پاکستان یو صدراعظم (لیاقت علي خان) هم د افغان مېرمنو او افغان کلتور پر وړاندې همداسې یوه سپوره او ترخه ژبه کارولې وه ، خو هغه وخت د یو افغان اتل ( ببرک خان ځدراڼ) یو زړور زوی (سیداکبرخان) په هغه غونډه کې حاضر و، کله چې یې په خپلې تومانچې لیاقت علي خان پر تندي وویشت، نو د درېیمې ترخې خبرې مجال یې ورته په ستوني کې وچ کړ.اوس نو هغه حال او احوال نه دی، افغانستان د خپلو سیاستوالو د سیاسي تېروتنو له امله دومره منزوی شوی چې په (۵۲) اسلامي هېوادونو کې یې هم څوک د یو غړي مسلمان هېواد او دولت په توګه په رسمیت نه پېژني. هغه هېواد چې د اسلام په نامه یې د هر کور له پنځو غړو درې قرباني شوي، بیا هم په اسلامي نړۍ کې د مسلمان په توګه خپل ځای نه لري.
کاشکې په دې غونډه کې د سیداکبرخان په څېر یو څوک وای چې عمران خان یې د لیاقت علي خان پر برخلیک اخته کړی وای. خو موږ د زمانې توپانونو دومره ومروړلو چې اوس نو د خپل وخت یو مدام الخمر هم زموږ پر کلتور خبرې کوي ، هغه شخص چې نه کلتوري مطالعه لري ، نه دیني او نه هم د افغاني ټولنې پر ټولنیز جوړښت ، مدني بهیر او تاریخي شالید خبر دی، هغه هم اوس غواړي د افغاني ټولنې د تصویر تعبیر نړۍ ته وړاندې کړي . عجیبه خبره ده هغه هېواد چې لا تر دې دمه د توغندیو لپاره د خپلو سړیو نومونه نه لري او د ښوونځیو لپاره د تاریخي مېرمنو، هغوی اوس نړۍ ته زموږ د تصویر انځور ګران دي .دا حالت زموږ د هېواد د تېرو شلکلنو او اوسنیو  واکمنو د متواترو تېروتنو د ګډ ترکیب نتیجه ده.
هغه نسلي پښتانه چې په لر کې د پنجاب او په بر کې د فارس د کلتور په بطن کې حل شوي او دل شوي دي، هغوی ټول عمر د خپل پښت پر لمن تور داغ وو او د پښتنو تر ټولو لوی دښمنان ګڼل کېږي، نصیرالله بابر او همدا عمران خان یې هلته یو دوه مثالونه دي او دلته یې هم د مثالونو کمی نه شته.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.