کرزی: د عمران خان څرګندونې افغانانو ته توهین دی؛ باید د افغانستان په استازیتوب خبرې ونکړي

423
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان پر لومړي وزیر عمران خان تور لګولی دی چې د افغانانو ترمنځ د تفرقې اچونې هڅه کوي.

ښاغلي کرزي په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي، اسلام اباد کې د افغانستان په اړه داسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د عمران خان څرګندونې د افغانستان خلکو ته توهین دی.

د پاکستان لومړي وزیر په دې غونډه کې ویلي وو چې د افغان طالبانو لویه برخه پښتانه دي.

نوموړي همدا راز تور لګولی و چې افغانستان کې د اوسني بحران یو لامل د تېرو حکومتونو څو کلن فساد او خرابه حکومتولي ده.

عمران خان همدا راز وویل، هره ټولنه د بشري حقونو په اړه خپل نظر لري او کله چې افغانستان کې د بشري حقونو یا د ښځو د حقونو په اړه خبره کېږي، باید ‘د پښتنو د کلتور په تناظر کې’ دې موضوع ته وکتل شي.

خو د ښاغلي کرزي لنډه اعلامیه کې راغلي: “پخوانی جمهور رئیس د پاکستان حکومت ته توصیه کوي چې د افغانستان پر خلاف له تبلیغ او زموږ په کورنیو چارو کې له لاس وهنې په کلکه ډډه وکړي، په بین المللي مجامعو کې د افغانستان په نمایندګۍ خبرې ونکړي او برعکس د یو نېک ګاونډي په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره کوښښ وکړي.”

داعش پاکستان کې دی که افغانستان کې؟

.

د عکس سرچینه،REUTERS

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پنجشنبه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د داعش لخوا رامنځته شوي امنیتي ګواښ په اړه هم وغږېد.

نوموړي وویل، که افغانستان کې یو پیاوړی حکومت او ثبات نه وي نو داعش ډله سیمې او ان امریکا ته ګواښ پېښولی شي.

نوموړي ادعا وکړه چې داعش وار د مخه د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه پاکستان کې بریدونه کړي دي.

خو پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، “دا چې گواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستان څخه پاکستان تهدیدوي د افغانستان خلاف ښکاره تبلیغ بولي”.

ښاغلی کرزی وایي، “په واقعیت کې موضوع کاملا برعکس ده او د داعش تهدید له اوله له پاکستان څخه افغانستان ته متوجه دی”.

په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو سازمان دې فوق العاده غونډه کې د دېرشو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او مرستیالانو، او همدا راز لسګونو نړیوالو پلاو ګډون کړی و.

د پاکسان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له غونډې وروسته خبري ناستې ته وویل، د افغان طالبانو او امریکا پلاو هم د غونډې په څنډو کې مخامخ خبرې وکړې او پر ګڼو موضوعاتو یې نظرونه سره شریک کړل.

هغه همدا راز وویل، “د کانفرانس ګډوالو هوکړه وکړه او دا غوښتنه وشوه چې د بشري مرستو یو صندوق رامنځته شي. دویم دا چې موږ ټولو هوکړه وکړه چې د افغانستان لپاره د خوړو یو پروګرام جوړ شي. دریېم دا چې مالي او بانکي چینلونه باید برانستل شي چې له دې پرته اقتصاد فعالیت نه کېږي او مرستې نه رسول کېږي. دغه راز هوکړه وشوه چې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره یو استازی وټاکي. پنځم دا چې د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ پر ګډ کار هوکړه وشوه. او وروستی داچې له نړۍوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه وشوه چې بندیزونه باید د بشري مرستنو پر وړاندې خنډ نه شي”.

نوموړي زياته کړه، “ټول دامني او په دې خبر دي چې افغانستان کې یو بشري ناورین د رامنځته کېدو په حال کې دی چې موږ یې باید په اړه لاس په کار شو. بله مسله دا ده چې که موږ سملاسي لاس په کار نه شو نو اقتصادي نړېدل حتما رامنځته کېږي. بل مهم پيغام چې لومړي وزیر هم ورته اشاره وکړه دا و چې د وخت مسله ډېره مهمه ده. بل مهم ټکی دا وو چې موږ ښايي د چارواکو په اړه بېلابېل نظرونه ولرو خو زموږ اصلي تمرکز پر ۳۸ میلیونه افغانانو دی”.

bbc/Pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.