کله کله په ډېرو غمجنو شېبو کې د خوښۍ یو خبر هم د دې سبب کرځي ، چې څو اوونۍ دې پام پر بله شي، غمونو ته دې شا شي او بوه پټه شان خوښي دې په زړه کې وغوړېږي. پر موږ خو د خوښۍ خبر ځکه ډېر ښه اغېز کوي، چې له غم پرته مو نور څه لیدلي نه دي. په پښتو کې یوه لنډۍ ده ، چې د خپل ولس د مظلومیت انځورنه کوي:
لستوڼي بډ وهئ ګډېږئ
د غریبانو ښادي کله کله وينه.
نن څخه درې کاله وړاندې مو د (کمال خان بند) د بشړېدو خبر واورېد، تر ننه پورې مو خوله پرې خوږه ده . دا دی نن مو د هېواد دسوو دښتو په رګونو کې د قوشتېپې کانال د لومړي فاز د بشپړېدو خبر واورېد او درڼو اوبو انځورونه مو وکتل ، یو ځل بیا مو زړه د خوښښو څپو ونیو، دې خبر مو هم زړه دومره باغ باغ کړ، چې د یو څه مودې لپاره پرې بیا د غمونو مقابله کولای شو. نن زما په شان ډېر هېوادوال د دې کانال د لومړۍ برخې پر بشړېدا خوشاله دي، خو له بده مرغه داسې وګړي هم شته چې له زړه یې وینې څاڅي.
څوک چې د هېواد د مالکیت رښتینی احساس لري، هغوی به د کمال خان پر بند هم ډېر خوشاله شوي وي او نن به د قوشتېپې پر کانال هم ډېر خوښ شوي وي او سبا به دېته ورته د نورو پروژو پر تکمیل هم همدومره خوشالېږي . د(۲۸۵)کیلو متره اوږد کانال جوړول ، چې نږدې( درې ملیونه) جریبه ځمکه خړوبوي، اسانه کار نه دی. دا تش د اوبو یو کانال نه دی ، دا د سرو زرو یوه ویاله ده، دې کې د یو ملت د صنعت ، زراعت او سیاسي متانت اتځور را ټول دی . دا چې داسې یو لاسی او هوډمن حکومت نه وای ، ډېره سخته به وای چې د شریرو او مفتخورو ګاونډیو او د هغوی د کورنیو څالیڅټو له خوا دې داسې یوه لویه ملي پروژه کار او بشړېدو ته پرېښودل شوې وای. ملي پروژې باید د حکومتونو د سیاسي او فکري تمایلاتو او نظریاتو په هنداره کې مطالعه نه کړو. د کمال خان بند چې د مرحوم داود خان د لویو پروژو له جملې څخه یوه پروژه وه، په هېواد کې د اوږده ناورین د پیل له امله وځنډېله ، خو د کرزي صیب په حاکمیت کې یې کارونه بشپړېدو ته نږدې شول او د ډاکتر صیب غني په واکمنۍ کې بشپړه او پرانیستل شوه، پر هغې پروژې زموږ اکثریت هېوادوال خوشاله ، خو ایران او د هغوی کورني تالیڅټي پرې سخت خفه شول ، ان چې چغې یې اسمان ته پورته شوې.د قوشتېپې کانال هم ورته یوه لویه پروژه ده ، مرحوم داودخان ډیزاین کړې وه ، د ډاکټر اشرف غني د حاکمیت په وروستیو کې یې کارونه پیلېدو ته نږدې شول ، خو د شمالي ګاونډیو د منفي اغېز او د سیمه ییزو جنګسالارانو د مخالفت او مزاحمت له امله یې کارونه عملاً پیل نه شول، خو د اوسني نظام په راتګ سره چې پر جنګسالارانو کومه دواپاشي وشوه او د ملاریا د ماشو په څېر یې ټول جارو کړل، د ګاونډیانو سلا او مشوره یې هم بلا ورپسې وګڼله ، له تنګو اقتصادي شرایطو سره سره پر دې پروژه یې داسې چټک کار پیل کړ ، په هېواد کې څه ، ان چې په سیمه کې یې هم ساری نه لیدل کېږي. هر څوک چې د سیاسي انګېزې له مخې د دې لویې پروژې مخالفت کوي ، هغوی د سیاسي حماقت پر نري رنځ اخته دي. د هر نظام له سباسي تکلارې څخه مخالفت د هر افغان حق دی ، خو له دې ډول ملي پروژو سره مخالفت له سیاسي بېناموسۍ پرته بله مانا نه لري، هغوی پرته له دې چې ځان وخوري ، نور یې هېڅ لاسته نه راځي . که اوسنی نظام غواړي خپل تښتېدلي او ملت رټلي سیاسي مخالفین لاپسې پیکه او ملت ته نوره خوشالي هم ور په برخه کړي ، نو د قوشتېپې کانال پاتې برخه دې هم ژر تر ژره بشپړه کړي ، د دې تر څنګ دې د قوشتېپې په شان یو ځو نورې پروژې هم پیل کړي ، د سالنګ اوسنۍ لاره دې هم ژر تر ژره ورغوي او شمال ولایتونو ته دې د یوې بلې بدیلې لارې پر جوړېدلو هم فکر وکړي. که د پیسو کمی وي ، خیر دی زموږ ملت له لوږې او سختیو سره روږدی شوی ، د دې ډول پروژو په تکمیل کې دې د ملت او د ملي پانګوالو مشوره او مرسته هم راجلب شي . د هېواد او اوسني نظام د ټوپکمارو مخالفینو بېړۍ به هغه وخت لا پسې غرقه شي جې اوسنی نظام د ښځو پر وړاندې د تعلیم بندې دروازې پرانیزي ، د هغوی مدني او کاري حقوق تضمین کړي ، ملي بیرغ بیا ورپوي او تر ټولو مهمه دا چې د یوې دودیزې رښتینې لویې جرګې له لارې اساسي قانون تصویب او خپل نظام په پوره مانا قانونمند کړي ، نړیوالو سره د تعامل او تفاهم ژبه پیدا کړي. بیا به نو شلکلنو غلو او ټوپکمارو ته ، چې په خپله د ښځو او بشري حقوقو مخالفین او ناقضین وو ، دا ډول پلمې برابرې نه شي چې له دې ډول شعارونو څخه ناوړه ګټه پورته کړي او یو ځل بیا د مظلوم ملت پر برخلیک واکمن شي.
د قوشتېپې کانال ټولو انجنیرانو او کارګرانو ته د دې لومړي فاز د بشپړېدو په پار (۹۵) نومرې او یو ښه شاباسی .
*************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.