له پنجابه د خلاصون کومه لار؟

اسماعیل یون

670

له پنجابه د خلاصون کومه لار؟

(د زغم او اوسېلې خاوندان دې ولولي )
پوره نیمه پېړۍ کېږي چې پاکستان د یوې مدونې او ژورې ستراتېژۍ له مخې افغانستان کې لاسوهنه کوي ، اسلام او جهاد یې تر ټولو مهمه وسیله ده ، چې زموږ د ساده زړي مسلمان ولس پر ضد یې په منظم ډول کارولې ده ؛ بېلابېلې مذهبي ډلې یې په افراطي بڼه روزلي او په نیمه پېړۍ کې یې دوه ځله پرې د افغانستان پوځ او نظامونه له بېخه ړنګ کړي دي . په هر مذهبي سیاسي جریان لومړی افغانستان ویجاړ کړي ، خو هغه چې کله خپلو تېروتنو ته متوجه شي ، بل ریزرف یې تیار ورته روزلی وي . اوس نو له پنجابه نه په ګیلو خلاصېږو ، نه په ساندو ، نه په زاریو ، نه په غندنو او نه هم د دغه او هغه شخص په ستاینو .
افغانستان کې که سیاسي ډلو او واکمنو متواترې تېروتنې نه وای کړې ، خبره د پاکستان د رزالت او وحشت دې وروستي برید ته نه رسېدله.اوسنې زمانه د کار ، عمل او تدبیر زمانه ده ، په تعویذونو ملک نه جوړېږي او نه د پاکستان الوتکې پرې ویشتل کېږي ، نو که غواړو چې د پنجاب پر وړاندې یوه دقیقه ستراتیژي ولرو ، پر دې څو شیانو باندې غور په کار دی:
۱-د نظام تدوام: یو نظام که هر څومره خراب هم شي ، تر (نه ) نظامه غنیمت دی. افغانستان کې باید نور د نظامونو د پرله پسې ړنګونې تجربه تکرار نه شي ، د هغې پر ځای باید نظامونه لومړی په بشپړ ډول اصلاح او ببا یې د پیاوړتېا لپاره کار وشي.
۲-اسلام او جهاد :افغانستان کې د دین د حاکمیت او د جهاد د تداوم پوره تجربه وشوه ، د نړۍ په هېڅ هېواد کې شریعت تر دې کچې نه دی پلی شوی ، لکه دلته چې پلی شوی او پلی کېږي ، ان د اسلام په صدر کې هم اسلامي شریعت تر دې کچې نه و پلی شوی ، نو ښه ده چې د شریعت وړانګې پنجاب ته هم ورسېږي ، لومړی په کې په بشپړ ډول کوراکور جهاد پیل شي او بیا په کې شریعت پلی شي.
۳- تعلیم او عصري علوم: لکه څنګه چې اسلام کې تعلیم پر ښځه او نر فرض دی ، همدا اصل دې په پوره ډول عملي شي او هغه هم د عصري علومو په برخه کې ، دیني علومو کې موږ تر شمېره وتي عالمان لرو، اوس پاکستان د الوتکو او توغندیو په زور زموږ پر هېواد یرغل کړی ، نو که ملایان یې جنګ ته راغلل ، ملایان یې باید مقابله وکړي او که پیلوټان یې جګړې ته راغلل باید پیلوټان یې مقابلې ته ووځي . عیني واقعیت خو دا دی چې په اذکارو باندې د دښمن د الوتکو مخه نه شي نیول کېدی.هغه څوک تر پنجابي یرغلګرو هم د دې هېواد لوی دښمن دی چې د دین په نامه د نجونو او هلکانو پر مخ د عصري تعلیم مخه نیسي .
۴- د اوبو مهارول: زموږ ګاونډیان (ډېرکم ابه )دي ، دوی چې تر هغو پورې په بشپړ ډول (بې ابه )نه شي ، د اصلاح وړ نه دي . له نېکه مرغه چې افغانستان د اوبو په سربند کې دی ، د اوبو اکثره سرچینې یې هم خپلې دي ، په هر ترتیب چې وي خپلې اوبه باید مهار کړي ، له وړو بندونو نیولې تر لویو بندونو پورې د جوړونې کار ته باید لومړیتوب ورکړل شي ، که حکومت دا کار نه شي کولی ، قوانین دې اسانه کړي او خصوصي پانګوالو ته دې په دې برخه کې د پانګونې لارې چارې برابرې کړي . هند په کشمیر کې د یو لوی بند د جوړونې له لارې د پاکستان ډېرې سیمې له جنګ پرته سقوط کړې.
۵-د پوځي ځواکونو انډول : افغانستان ته لا ډېر کار په مخکې دی چې له ګاونډیو ، په تېره بیا له پاکستان سره د پوځي ځواک انډول برابر کړي ، خو د لنډ وخت لپاره اوسنیو چارواکو ته په کار ده چې له خپلو هغو سرتېرو څخه کار واخلي چې همدا اوس جنت ته سترګې په لار دي ، دوی ورته (استشهادیان )وايي ، نو دې ډول حملو ته چې په افغانستان کې مفتیانو شرعي مجوز ورکاوه ، نو په پاکستان کې ، چې هم متجاوز دی او هم په کې د انګرېز قانون چلېږي، ولې هلته دا ډول بریدونه شرعي مجوز و نه لري ؟ په کابل کې پر ځینو علمي مرکزونو به دا ډول بریدونه ډېر ضروري وو ؟ که د لاهور پر هیرا منډیي به ضروري وي ؟ مفتي صاحبان څه وايي ؟ زه شخصاً سره له دې چې د هېڅ انسان د وژنې څه چې د ازارولو فکر هم نه لرم او ضمیر مې د چا ځورونه نه شي زغملی ، خو کله چې د ګاونډي ظلم تر حده زیات شي ، نو د هغه د مخنیوي په خاطر خو یوه دفاعیه په کار ده، هغه هم د همغه شریعت مطابق چې دوی په افغانستان کې جایز ګاڼه.
۵- د چارواکو استوګنځي: د تېر نظام اکثره چلوونکي ځکه په ولس کې بې اعتباره شول چې کورونه ، اولادونه او مالونه یې بهر کې او مقامونه یې دلته وو، له دې وطن سره یې د درد ، سختۍ او مینې هېڅ ډول پیوند نه درلود، کله چې نظام ړنګ شو هر یو خپل استوګنځي ته لاړ ، ان د جمهور ربیس په ملاتړ پسې هم چا یوه لس کسیزه مظاهره و نه ایستله ، د اوسنیو اکثرو چارواکو کورونه هم په پاکستان کې دي ، له دوی څخه هم دا هیله نه شي کېدی چې د پنجاب د مداخلو پرضد دې په زغره د خپل ولس تر څنګ ودرېږي. دوی سره له دې چې څوکۍ او مقامونه یې دلته دي ، خو کورونه ، مدرسې او اولادونه یې هلته دي ، نو چې اوس سل په سلو کې دلته یو شرعي او اسلامي نظام واکمن دی، نو څه کړي چې د انګرېزي قانون تر چتر او د پنجاب د واک تر سیوري لاندې د اسارت ژوند تېروي ؟ او که هغه ژوند تر دې ښه وي ، نو بیا خو به ځینو ته دا خبره دا مانا ورکړي چې شرعي او اسلامي حکومتونه د خلکو د ژوند جوګه نه دي که څنګه؟ نوي چارواکي باید د تېرو چارواکو له بې شرمه تېښتې څخه پوره عبرت واخلي!
۶-فکري وسعت: حکومت په تنګنظرۍ نه کېږي او نه یوازې یوه ډله ( ملایان ) د دې جوګه دي چې د دې نظام ټولې چارې سمبال کړي ، د پاکستان غټ هدف دا و چې افغانستان باید منظم پوځ و نه لري ، په نړۍ کې له سباسي پلوه منزوي وي، له اقتصادي فقر سره لاس او ګرېوان وي او د مدني ژوند له اسانتیاوو بې برخې وي ، دا ټول هدفونه یې تقریباً تر لاسه شوي دي ، نو که موږ غواړو د پنجاب له اسارته او رزالته ځان خلاص کړو ، دغه ټولې نیمګړتیاوې باید له منځه یوسو ؛ له نړۍ سره ښه اړیکي ولرو ، له سیاسي ، اقتصادي او کلتوري پلوه نه یوازې پر ځان بسیا شو ، بلکې په سیمه ییزه کچه تر نورو سیالانو وړاندې لاړ شو . دا او دې ورته نورې لارې چارې شته چې موږ د شریرو ګاونډیو ، په تېره بیا د پنجاب له ښکېلاک او زبېښاکه ژغورلی شي، ما یې یوازې یو څو برخو ته په لنډیز سره اشاره وکړه.
د کابل د ابادۍ تمه ترې مه کړه
چا چې لوستې وي لاهور کې مدرسه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.