په هرات کي د واکسين کمښت او د کرونا پيښو زياتېدل

377

د هرات ولایت اوسیدونکي وايي چې د کرونا مثبتي پيښي په داسې حال کي زیاتي شوي چې دا مهال د کرونا پر وړاندي واکسیناسیون دریدلی ځکه چې واکسین خلاص شوي.

Afghanistan Herat | Coronavirus | Krankenhaus & COVID-19 

خو د هرات د عامې روغتیا سرپرست وايي چې د واکیسن لړۍ له سره پیل شوې خو د هغه په خبره، نړیوال باید د افغانستان روغتیايې خدمات سیاسي نه کړي، خپلو مرستو ته په دې برخه کي لازمه پاملرنه وکړي. د هغه په خبره که مرستي دوام و نه کړي نو دوی به نه یوازي د کرونا، بلکي په نورو څانګو کي هم د روغتیايي تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ شي چې په دې صورت کي به بیا د ناروغانو او مړو شمیر ډیریږي.

د هرات د عامې روغتیا سرپرست ډاکترمحمد آصف کبیر وايي، د هوا په سړیدو سره په دې ولایت کي د کرونا له امله د ناروغانو شمیر زیات شوی چې د ډاکتر کبیر په خبره، هره اونۍ د شپږ تر اوه سوه داسې کسان د ټست له پاره روغتون ته ورځي چې کرونا ته ورته علایم لري نو هغه کسان چې په کرونا اخته وي هغوی په روغتون کي بستر کیږې.

ډاکتر آصف کبیر وايي، کرونا هغه ویروس دی چې په نړۍ کي یې ستونزي رامنځ ته کړي نو ځکه خو لازمه ده چي د یوې خوا خلک کرونا جدي وګڼي او له بلې خوا نړیواله ټولنه نه باید په افغانستان کي روغتیايي برخه سیاسي کړي، ځکه موږ »د یوې خوا ضرورت لرو چي لا ډیر واکسین او روغتیاېې توکي ترلاسه کړو او له بلې خوا زموږ د روغتیايي کارکوونکو د څو میاشتو معاشونه نه دې ورکړل شوي.« هغه هیله څرګنده کړې چې په دې برخه کې پاملرنه وشې، څو روغتیايي خدمات ټکني نه سي ځکه روان بهیر زموږ په زیان دی:

»له هغه وخت راهيسي چې په افغانستان کي سیاسي تحول رامنځته شوو موږ ډیرې هغه مرستي چي نړیوالو زموږ صحي برخي سره کولې له لاسه ورکړي، ورسره مالي مرستي دریدلې نه یوازې د کرونا بلکي په نورو صحي برخو کي هم داسې شوې، زموږ روغتیايي خدمات چې په نړیوالو مرستو پوري تړلې که ټکني وي ډیر ناروغان مو ژوند له لاسه ورکوي.«

که څه هم د هرات د عامې روغتیا ریاستا سرپرست ستونزي مني خو وايي چې د کرونا یوه اندازه واکسین برابر شوي خو د هرات ولایت اوسیدونکي بیا وايي چې روغتیايي خدمات د پخوا په پرتله تر ډیره ټکني شوې او د کرونا واکسین هم خلاص شوي دي.

محمد نسیم چې د هرات اوسیدونکی دی وايي: »زه نن د هرات حوزوي روغتون ته ولاړم تر څو د کرونا پر وړاندي ځان واکسین کړم خو هلته راته وویل شو چې د کرونا واکسین خلاص سوی، موږ د اسلامي امارت له مسؤلینو غوښتنه کوو چې هیواد ته واکسین را وارد کړي، څو د یاد ویروس د خپریدو مخنیوی وشي.«

بل لور د انتاني برخي متخصص ډاکتر غلام  داود هاشیمي، وايي چې که خلک صحي تدابیر ونه نیسې د کرونا د پیښو شمیرې به ډیرې شې او ممکن د کرونا اومیکرون نوې څپه هم د خلکو ترمنځ خپره شي چې هلته به بیا ډیر لوی سرخوږی جوړ کړي: »په ورستیو کي په روغتونونو کي د تبې او تنفسي نارغیو علایم ډیر لیدل کیږې چې تر معایناتو وروسته ډیرو کې یې د کرونا تشخیص کیږې، زه هغه ناروغانو ته چې تنفسي علایم لري وایم پر ځان دي ډیر پام وکړي که هغوی په کرونا اخته سي نو متاسفانه ځانونه به له لاسه ورکړي.«

د یادونې وړ ده چې هرات د افغانستان په لویدیځ کي پروت هغه ولایت دی چې د کرونا لومړنۍ څپه پکې ولیدل شوه او په افغانستان کې تر ټولو زیاته د کرونا مړینه او مثبتي پيښي په همدې ولایت کي ثبت سوي چې تر دمګړۍ ۱۶۸۰۰ تنه په کرونا اخته او ۷۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.