د انیمیا (د وینې د کمښت) مخنیوی

لیکنه: شکېبا نادري

870

انیمیا (د وینې کمښت) چې ډېری خلک په ځانګړې توګه ښځې ورسره مخ دي.

انیمیا (د وینې کمښت) په انسانانو کې د بېلابېلو ستونزو او ناروغیو لامل کېږي، لکه په ښځینه وو کې د مخ د پوستکي د خرابوالی، د مخ لکه کېدل، د مخ پر پوستکي د تورو خالونو پیدا کېدل، د فشار د ټیټوالی،  د ګنګسوالي او داسې نورو ناروغیو لامل کېږي، نو اړینه ده چې د دغو ناروغیو مخنیوی وکړو.

ډېری خلک د وینې د کمښت مخنیوی د درملو په واسطه کوي، دا کړنه هېڅ سمه نه ده، ځکه د ویني د کمښت درمل نور زیانونه لري.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته د انیمیا(د وینې د کمښت) د مخنیوي په اړه معلومات درکوو، که تاسو هم غواړئ پوه شئ، چې څنګه کولای شئ د انیمیا(د وینې د کمښت) مخه ونیسئ، زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱. ستونزمن کارونه مه کوئ!

دا ډېره حیرانونکې خبره ده چې ستونزمن کارونه د انیمیا(د وینې د کمښت) لامل کېږي، که تاسو د وینې له کمښت سره مخ یئ، نو له ستونزمنو کارونو څخه ځان لرې وساتئ.

ستونزمن کارونه هغه وخت تاسو ته ډېر زیان لري، چې د وینې کمښت مو د اوسپنې د کموالي په خاطر وي، ځکه چې ستونزمن کارونه د دې لامل کېږي چې ستاسو په بدن کې وینه نوره هم کمه شي.

 

۲. د اوسپنې زیاتوالی

اللهﷻ د انسانانو بدن داسې جوړ کړی دی، چې په ټاکلې کچې وېټامینونو، اوسپنې او داسې نورو معدني موادو ته اړتیا لري، خو کله چې د انسان په بدن کې وېټامینونه او اوسپنه کمه شي، انسان د انیمیا(د وینې له کمښت) سره مخ کېږي، نو اړینه ده چې د اوسپنې کموالی د درملو او یا هغو خوړو په واسطه چې اوسپنه لري له منځه یوسو. هغه خواړه چې په جوړښت کې یې اوسپنه شته لکه، سره غوښه، د چرګ غوښه، د کبانو غوښه او نور خواړه  دي، د دغو خوړو په واسطه کولای شو چې په بدن کې مو د وینې د کمښت مخنیوی وکړو.

 

۳. د بي دوولس وېټامین زیاتوالی

کله چې د انسان په بدن کې بي دوولس وېټامین کم شي، نو انسان د وینې له کمښت سره مخ کېږي، نو د انیمیا د مخنیوي په پار باید هغه خواړه وخورو چې بي دوولس وېټامین لرونکي وي.

 

۴. د وېټامین سي زیاتوالی

ډېری وېټامینونه د ویني د کمښت لامل کېږي، چې د هغو له ډلې څخه یو هم وېټامین سي دی، کله چې وېټامین سي په بدن کې کم شي، د انسان د بدن وینه هم کمېږي، موږ کولای شو د خوړو په واسطه د خپل بدن وېټامین سي پوره کړو، هغه خواړه چې وېټامین سي لري لکه، مالټې، کینو، ځمکنی توت، دولمه مرچ او داسې نور. د دغې خوړو خوړل مو هم په بدن کې د وېټامین سي د پوره کېدو لامل کېږي، او هم مو د وینې د کمښت مخنیوی کوي.

 

۵. د انار خوړل 

هغه کسان چې د وینې له کمښت سره مخ دي، د وینې د کمښت د درملنې لپاره تر ټولو غوره حللاره د انارو خوړل دي، ځکه چې انار د اوسپنې او کلسیم تر ټولو غوره سرچینه ده او د ویني د زیاتوالي لامل کېږي.

 

۶. ځیګر وخورئ!

د ډېری خلکو ځیګر نه خوښېږي، خو د ځیګر خوړل مو په چټکۍ سره د وینې له کمښت څخه ژغوري، د بدن پینځه اتیا سلنه اوسپنه مو د ځیګر خوړلو په واسطه پوره کېدلای شي، ځیګر په خپل جوړښت کې سربېره پر اوسپنې، وېټامین بي دوولس او فاسفورس هم لري. او د وینې کمښت هم له منځه وړي.

د حبوباتو او مغزیاتو خوړل، مغزیات لکه، جوغزي، بادام، خستکې او داسې نور هم د دې لامل کېږي چې د وینې کمښت مو له منځه لاړ شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.