په هلمند او کندهار کې د وروستيو اورښتونو له امله مالي زیانونه اوښتي

546

له تیرو دوو کلونو راهیسې اوږدي وچکالۍ خلک خورا سخت ځپلې وو خو د تیرو دریو ورځو اورښتونو په هلمند، کندهار او زابل ولایتونو کې خلکو ته مالي زيانونه اړولي دي.

آرشيف انځور

یو شمیر سیمه ایزو اوسيدونکو رسنیو ته ویلې چې د وروستیو اورښتونو له امله د هلمند، کندهار او هرات لویه لاره تړل سوي. زياته شوې چې پر دې اوږده لویه لاره کې پلچکونه تخریب سوي او خلک تګ راتګ نه سې کولای.

د هلمند ولایت د نادعلې ولسوالۍ اوسیدونکې برکت الله سرشار دویچه ویله (المان ږغ) ته وویل چې د وروستیو اورښتونو له امله د هلمند د شمالي ولسوالیو اوبه ددی ولایت نادعلي ولسوالۍ ته راغلي چې له امله یې لسګونه جریبه د کروندګرو ځمکې سیلابونو وړی او د شاوخوا ۲۰ کسانو کورونه هم تخریب سوي دي.

سرشار وایې د هلمند کندهار لویه لاره چې له وړاندی د جګړی پر مهال د پلچکونو له ویجاړیدو وروسته وسلوالو طالبانو یواځې خامه رغولې وه، اوس په بشپړه توګه له منځه تللې او خلک په ډیری سختۍ پري تګ راتګ کوي.

سرشار زياتوي: «له اوږدي وچکالۍ وروسته ناڅاپه سیلابونه راغلل چې له کبله یې د خلکو کرهنیزې ځمکې ویجاړې سوي او کرونده ګرو ته زیانونه هم اوښتې دي. همدا راز د خلکو کورونه هم ویجاړ سوي او تر اوسه هیچا ورسره مرسته نه ده کړې.»

د کندهار یو تن اوسیدونکی وحیدالله وایي چې د کندهار په میوند او ژیړۍ ولسواليو کې د خلکو کورونو ته اوبه رسیدلي او د کورونو د احاطي دیوالونه یې هم چپه سوي دي.

وحید الله که څه هم اورښتونو ته خوشحاله دی خو وایي دومره اوبه راغلې چې خلک اوس تری بیزاره سوي دي.

ده وویل چې په ارغنداب ولسوالۍ کې لسګونه کورنۍ کوچیان غرونو ته ختلې دي او اوس د خوراک څښاک څه نه لري.

هغه وویل که دولت مرسته وکړي نو د خلکو سر او مال به په امن کې سي. هغه زياته کړه: «تیره ورځ د کندهار په میوند ولسوالۍ کې هم اوبه راغلې وې، لویه لاره تړل سوې او یوځای موټر اوبو لاندي کړي وو چې  طالبانو د هلیکوپټرو په واسطه خلک وژغورل.»

Afghanistan - Hochwasser nach Regenfällen in Kandahar Stadtآرشيف انځور

د کندهار د طبعې پیښو پر وړاندی د چمتوالي ادارې مشر سردار محمد باراني دویچه ویله ته وویل چې په کندهار کې وروستیو اورښتونو ته که څه هم خلک خوشحاله دي خو نیږدي دوه سوه کورنیو ته څه نا څه مالې زیانونه رسیدلې دي.

بارانې وویل چې څلور کورنۍ په بشپړه توګه ویجاړی سوي دي.

ده وویل چې دوی بشپړچمتوالې لري او ورسره مرسته کوونکو ادارو هم ټټر وهلې چې د وروستیو اورښتونو له امله زیان رسیدونکو کسانو سره پر وخت مرسته وکړي. نوموړي زياته کړه: «په کندهار کې دوه سوه کورنۍ لږ زیانمنې سوي دي او زموږ سره مرسته کوونکې موسسې همکارې دي. اوس مو سروې پیل کړې او ځینو کورنیو ته مو مرسته رسولې او د ځینو نورو سروی پیل سوې ده.»

په هلمند او کندهار کې وروستيو اورښتونو داسی مهال خلکو ته مالې زیانونه اړولي چې ویل کیږي تیرو دوو کلونو کې وچکالۍ د دې دواړو ولایتونو کرونده ګر له سخت مالي زیان سره مخ کړل او په کندهار او هلمند کې د ځینو باغ لرونکو باغونه د اوبو د نه شتون له امله وچ سوي ول .

هلمند او کندهار سږکال ۲۰۰ ملې متره باران ته اړتیا لرله چې د هلمند د کرنې ریاست په حواله دې ولایت کې ۲۰۰ ملې متره باران سوی دی. کندهار کې هم تر اوسه ۱۵۶ میلې متره باران سوی دی. دا په داسی حال کې ده چې د هیواد شمالې ولایتونو کې د زیاتو واورو اوريدو له امله هم خلکو ته مالې او ځانې زیانونه اوښتي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.