بايدن پوتين ته او پوتين بايدن ته خبرداری ورکړ

446

د امريکا متحده آيالاتو او روسيې ولسمشرانو بيا تليفوني خبرې سره کړې دي. اوکراين ته په کتو دواړو لورو خپل دريځونه روښانه کړي. مسکو وايي چې لويديځ ښايي يوه «ستره اشتباه» وکړي.

د کريملين په حواله پوتين په خپل وار له دې څخه خبرداری ورکړ چې د روسيې پر وړاندې بنديزونه به يوه »ستره اشتباه« وي، دغه خبره د بهرنيو چارو سلاکار، يوري اوشاکوف د دواړو ولسمشرانو تر منځ له ۵۰ دقيقه يي خبرو وروسته وکړه.

US-Präsident Joe Biden spricht mit Russlands Präsident Wladimir Putinبايدن له پوتين سره د خبرو پر مهال

پر اوکراين د بريد پلانونه د کريملين له خوا په کلکه رديږي. خو د اوکراين د سرحد په اوږدو کې د روسي عسکرو راغونډېدو، په تېرو څو اوونيو کې اندېښنې راپارولې وې. له کلونو راهيسې د اوکراين مشران د دغه هيواد په ختيځ کې د روسي پلوو بېلتون غوښتونکو له وسله وال پاڅون سره مخامخ دي.

په جنورۍ کې پرمختګونه کيږي؟

بايدن او پوتين په خپل تليفوني تماس کې د جنورۍ له لسمې نېټې وروسته د دواړو هيوادونو تر منځ د لويديځ څخه غوښتل شوو امنيتي تضمينونو پر سر د پلان شوو مذاکراتو په هکله هم وغږېدل چې د ختيځ پر لور د ناټو د پراخوالي څخه تېرېدل يې يوه برخه ده.

اوشاکوف ټينګار وکړ چې په دغه غونډه کې بايد »پايلې« تر لاسه شي. د بايدن وياندې، جېن پساکي څرګنده کړه چې »په دغو ديالوګونو کې مهم پرمختګونه يوازې د ترینګلتيا د راکمولو، نه د ترينګلتيا د زياتېدو يوه محيط کې تر لاسه کېدای شي.«

په عين وخت کې دواړه اړخه خوشبينه هم دي چې د جنورۍ په مياشت کې ټاکل شوې خبرې اترې به د وضعيت د آرامېدو سبب وګرځي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.