پر ډیورند کرښي تازه جنجالونه

محمد سمیع صادق

845
له تېرو څو اوونیو راهیسي د ډیورنډ کرښي کړکېچني ستونزي په خواله رسنیو کي بیا ناندرۍ را پورته کړي دي. د اغزن تار د لګولو د مخنیوي او د مزو  د ماتولو ويډیوګاني د افغانانو له تاوده هرکلي سره بدرګه سوې. د افغانانو دې تاوده هرکلي ته د پاکستان بېلا بېلو لیکوالو او شنوونکو د کرکي ډک غبرګونونه ښوولي دي. و ما ته تر ټولو جالبه په دوی کي د ښاغلي آصف دراني (؟) ، په افغانستان کي د پخواني سفیرد پخواني مرستیال، څرګندوني وې چي د طلوع تلویزون د تودو خبرو په بحث کي يې مطرح کړې. ښاغلی درانی چي ځان پښتون معرفي کوي خو پښتو ژبه يې د پنجاب په پوځي بېرکو کي په جي سر جي ویلو سره دومره ورانه کړې ده چي د مونث او مذکر توپیر خو لیري پرېږدئ د ساده پښتو ټکو په ویلو کي لا ګوډ او ړوند کېدی. توصیه مو ورته دا ده چي که ځان پښتون بولي نو دي د پښتو زده کړي ته پر سیاسي بحثونو ترجیح ورکړي. دراني صاحب دومره په تمسخر او تفخر د کوربه د پوښتونو جوابونه ورکول چي د مرکې په جریان کي به ئې کله کله له ځان سره خندل او کله کله به یې پر کوربه ښه په ډک نس قهقهه لګول. د مرکې و جزیاتو ته نه ځم اما لوستونکو ته د تودو خبرو د دې قسط د کتلو سپارښتنه کوم تر څو نور هم پوه سي چي د افغان حیثیت او د افغانستان مقام د پاکستاني چارواکو له نظره څومره او څه شی دئ. د بحث لینک دغه دئ

د افغانانو پر وړاندي دا متکبرانه چلند يواځي د د دې موصوف له خوا نه بلکه اوس خو د افغانستان په چارو کي مداخله کول او موږ خپل  تر ځان حقیر بلل اکثره پاکستانیان خپل مسلم حق ګڼي، که مو باور نه کېږي نو د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کي د افغانستان په اړه د خبرونو، لیکنو یا هم انټرنېټي پیوندونو لاندي تبصرې ولولئ چی له نمک حرامه نېولې بیا نو د ناموس تر ښکنځلو غوندي خرافات به مو تر سترګو سي.

د چاپی رسنیو خبرنګارانو چي زموږ طالبان ئې دا میاشت دمخه لا پر باڼوګانو کښېنولي وه او د فتحي قصېدې ئې ورته لیکلې اوس ئې خورا په جدیدو القاباتو او سپکو سپورو نازولي دي. د دوی دا لوستې طبقه په دې نظر ده چي د اشرف غني حکومت د هند د استخباراتو په ملګرتیا دومره زړه ورتیا نه درلوده چي د دې سیم خاردار د غځولو مخه ونیسي نو بیا دا زموږ روزل سوي ډلي دا جرات له کومه کړ چي دا تار له بېخه وباسي. د سپېڅلي قلم و خاوندانو ته اوس د مقدس رسالت دنده ور په یاد سوه چی د طالبانو پر وړاندي باید حقیقت ولیکي نو ئې له خپلو واکدارانو څخه سوالونه پېل کړي دي چي په پاکستان کی د افغانستان و طالبانو ته ولي بسپني ټولېږي. دوی له خپلو «منتخبو» مشرانو څخه پوښتنه کوي چی ولي د امارت مشرانو ته اجازه ورکول کېږي چي په پاکستان کي د رسمي سفر په ترڅ کي له خپلو هم نظره ډلو سره لیده کاته وکړي (اشاره ئې د امیر خان متقي او او مولانا فضل الرحمن ملاقات ته ده) او څنګه پرېښول کېږي چي خپل د خوښي له ژورنالستانو سره ناسته او ولاړه وکړي (موخه ئې د سلیم صافي او طالب مشرانو څخه ده).

عجیبه خبره خو دا ده چي ژور ریاست یا پټ دولت یعني د نظامي ځواک دا درباري لیکوال د سرحد د تقدس جارونه وهي او افغان لوري ته د توصیه کوي چي د «تعیین» سوي سرحد احترام وکړي اما بیا هم دغه واعظان هلته ړانده سي کله چي ئې بادارن عیني تر نا منل سوي کرښي هم په لسګونه کلومتره د موقع په استفادې سره زموږ و خاوري ته را واوړي.

دا سپین سترګي لیکوال خپل د اولس په سترګو کي هم خاوري پاشي او لګیا دي په خپلو بې منطقه شننو کي هم دغه درواغ ورته قطاروي چي دا کرښه د افغانستان ټولو پخوانیو نظامونو د رسمي سرحد په توګه منلې ده نو اوس  طالبان ولي دا مسئله را پورته کوي. تر اوسه دوی د افغانستان د هپڅ کوم پاچا، مشر یا اولسمشرسره امضا کړی داسي کوم سند یا تړون نه دئ ښوولی  چي و دې کرښي ته دي ئې د دواړو هېوادونو تر منځ د پولي رسمیت ورکړی وي او بیا دا د کوم حکمران یا ډلي تصمم نه سي کېدای، د دې کرښي د برخلیک پرېکړه د دواړو غاړو د اولسونو مشترکه فریضه ده.

په اوسنیو شرایطو کي د پاکستان تله په ترازو کي زموږ تر خوا درنه ده، لکه څرنګه چي د دوی وزیر خارجه شاه محمود قریشي ویلي دي دا شخړه به له ډيپلوماټیکو لارو حل کړي او پر پوله به د اغزن تار د غځولو دا لړۍ ادامه ومومي، واقعاً به هم داسي وسي ځکه چي د طالبانو له لوري شخړه پر ډیورنډ لاین نه ده بلکه جنجال پر دې دئ چي نور مه را وړاندي کېږئ، را پاته خاوره مو مه لاندي کوئ.

دا اغزیو ډک دا دیوال به د پښتون وطن پر پراخي ۲۶۷۰ کلومتري سینې پورته کېږي او ډېر ژر په بشپړیږي. کار ۹۰ سلنه خلاص دئ. چی په دا ۹۰ فیصده کي ئې چا لاسونه ور تم نه کړل نو په پاته ۱۰ فیصده کي به څوک د دې تور دېب و  مخ ته ودریږي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.