پريکړه او پايلې

قدرت الله هېوادپال

916

خو د پریکړې او پايلو تر منځ توپير وي، پريکړه په اساسي ډول د بديلونو تر منځ د يوه ټاکل وي او د دې بديلونو ارزول او ټاکل له خپلې پروسې تيريږي. ښې پريکړې خپله پروسه لري، چې په اکثره حالاتو کې يې پريکړه کوونکی تعقيبوي. پايلې يوازې د پریکړو نتيجه نه وي، هغه څو اړخيزه پديده وي.

که چيرې تاسې په احساساتو کې پریکړه کوئ، او د دې پريکړې پايلې ښې راووځي، نو دلته پريکړه غلطه وه، ځکه هیڅکله بايد څوک د لنډو احساساتو په رڼا کې د اوږدمهالې اغيزې پريکړه ونه کړي، خو پايلې يې ممکن ښې وی.

يا يو څوک د خپل تير ژوند ځينې پريکړې تر ارزونې لاندې نيسي، او پر ځينو پریکړو پښيماني ښيي، چې کاشکی داسې شوی وای، پر کاشکی ژوند نه کيږي، هر څوک هره ورځ نوي څه تجربه کوي، او هره ورځ که هوښياريږي نه خو بدليږي، نو د خپل تير کال ځان د نن کال په تله مه تلئ.

هیڅوک خپل بد نه غواړي، هر څوک پريکړه د شتو معلوماتو او وسايلو په رڼا کې کوي، دا پدې معنا نه ده چې هره پریکړه دې بده وي، لکه يو څوک مالي مشکلاتو سره مخ کيږي او خپله ځمکه پلوري، خپله ستونزه حلوي، خو کال دوه وروسته د ځمکې بيې لوړيږي يا يو څو کاله وروسته د هغه شخص اولادونه راپاڅيږي او خپل مشران ملامتوي چې ګوره که ځمکه دې نه وای خرڅه کړی نن به مالداره وو.

يو آمر د خپل دفتر کوم همکار ته اخطاريه ورکوي يا يې معاش کموي يا يې له کاره شړي، يعنې د خپل همکار په تاوان يوه پريکړه کوي، خو هغه همکار راځي او خپل آمر ته دلايل وايي، يا ورته پړينګ شي ژاړي چې والله دومره ستونزې لرم، دا ده او هغه ده، دومره دلايل ورته ووايي چې د آمر زړه شي دا خپله چوکۍ ورته پريږدي، خو آمر په احساساتو کې راځي او همکار ته وايي چې ځه دا ځل خير دی، خو بل ځل داسې ونه کړی.

brown metal train rail between bare trees during daytime

په عمومي ډول موږ احساسات ښه ګڼو، هر چا ته ښودل کيږي چې بايد زړه سوی ولري، مهربانه اوسی، د بل خير وغواړی، بل پسې بد مه واياست، او داسې نور ډير ښه شته، احساسات په عموم کې بد نه دي، خو کله چې بل څوک ستاسې د همدې احساساتو پر کارولو تاسې خپلې ګټې لپاره وکاروي، نو بيا دا کار ښه نه دی.

نوی څيړنې وايي چې انسان پريکړې پر احساساتو کړي، او بيا د منطقي دلايلو پر برابرولو هغې پريکړو ته ګڼدی کړي، ورسره د هر چا منطق فرق کړي، په اکثره مواردو کې کله چې موږ د چا د قانع کولو لپاره بحث کړو، نو هلته له منطقه زيات پر احساساتو اتکا کړو.

ښه نو اوس ښې پريکړې بايد څه مشخصات ولري؟

هر څوک د پريکړې کولو خپل اصول لري، او دا اصول يې د خپلو تجربو په رڼا کې ټاکلي وي، او اکثراً کار کړي، ځکه په انساني تجربه کې چې څه ښه پايله ولري يا کار وکړي، عموماً له خلکو سره پاتې کيږي، چې همدا د عادتونو د جوړيدو اساس ټاکي، خو کله کله انسان د خپلو احساساتو له کبله د خپلو پريکړو پر دې اصولو سترګې پټوي.

هر کله چې پريکړه کړو، بايد دې ټکو ته پام وکړو:

ولې: ولې دا پريکړه کړو، سبب يې څه دی، او که چيرې دا پريکړه ونه کړم نو تاوان يې څه دی؟

نتيجه: د پريکړې له کبله کومه نتيجه غواړم؟ آیا دغې نتيجې ته رسيدو لپاره دا پريکړه تر ټولو مناسبه ده، يا هغې نتيجې ته رسيدو لپاره دا تر ټولو لنډه او ښه لار ده؟

نيمګړتياوی: که چيرې پريکړه په غلطه لاړه شي نو څه خرابيو او نيمګړتياوو سره مخ کيدای شم، آیا د نه پريکړې او پريکړې نيمګړتياوې سره برابرې دي، څرنګه کولای شم د پريکړې نيمګړتياوې کمې کړم؟ هیڅ پريکړه بې نيمګړتياوو نه وي؟ هر څه خپلې ستونزې لري، مهمه دا ده چې تاسې د دې نيمګړتياوو د زغملو توان ولرئ؟

اوږدمهاله اغيزې: د پريکړې اوږدمهاله اغيزې به څه وي؟ يو عام تمرين چې عموماً په پريکړو کې کيږي هغه دا دی، چې ځان له نن څخه يو، درې، پنځه يا لس کاله وروسته فکر وکړئ او وانګيرئ چې دا پریکړه به مو په هغه عمر څه اغيزه ولري؟ يا آیا دا پريکړه به ستاسې راتلونکی ژوند ښه کړي؟ که فکر کوئ چې دا پريکړه ښايي په هغه وخت کې مهمه نه وي نو ممکن نن هم همدومره مهمه نه وي.

له پریکړې اخوا د پايلو ارزونه بيا دومره پریکړو پورې اړه نه لري لکه څومره چې خلک فکر کوي، د بحرانونو مديريت يو اصل دی، چې وايي څه چې ورانيدلی شي هغه هسې نه هم ورانيږي، نو اکثره وختونه پريکړې بايد د حالاتو بهترولو لپاره وشي، خو لدې سره بايد دا فکر ونه شي چې هر څه ستاسې پر پريکړه متکي دي، داسې ډير څه دي چې که تاسې هر ډول پریکړه وکړئ هغه هماغه لور ته ځي په کوم چې روان دي.

د پريکړې او پايلو تر منځ بايد توپير وشي، دواړه يو نه دي، موږ هره ورځ سلګونه پریکړې کړو، خو ځينې يې مهمې وي، يا ځينې يې د خپلو پايلو له کبله مهميږي، اکثره وختونه موږ د يوې بدې پريکړې په رڼا کې ټول ژوند تيروو، لکه تاسې له يوه چا سره بد سلوک کوئ، ملګرتوب مو خرابيږي، ځينو ته له بښنې يا هغې پريکړې سمولو زیات خپله انا او کبر مهم وي، او د همدې بدې پريکړې اغېزې په رڼا کې ټول عمر تيروي او يو ښه ملګری له لاسه ورکوي.

white and gray floor tiles

تاسې پریکړې بدلولای شئ، د هغې اغيزې کمولای شۍ، حتی د ښو پریکړو چم هم زده کولای شئ، مهمه دا ده چې څوک بايد دا فکر ونه کړي چې پريکړې اغيزې نه لري يا بدې اغيزې يې نه کميږي، خپلو پريکړو ته پام وکړئ، يو وخت به پوه شئ چې پریکړو لپاره يوه پروسه او فکر تعقيبوئ خو پام مو ورته نه دی، همدا پروسه بهتره کړئ پریکړې به مو ښې شي.

په پای کې ځينې وختونه خلک له پريکړو سره خرافات تړي، لکه سهار د چا په مخ راپاڅيدلی يم، يا نن دا ورځ ده او بايد دا چاره ونه کړم، که چيرې د خپلو پريکړو شعوري اړخ ته پام ونه کړئ، نو ښايي پر ډيرو خرافاتو به سر شئ چې پر هغې به بيا بل وخت وغږيږو.

hiwadpal.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.