امریکا؛ لومړی ځل یوه انسان ته د خنزیر زړه پیوند شوی

942

ډیویډ بینیټ ښي لور ته له جراح ډاکتر بارټلي ب. ګرفیفس

د عکس سرچینه،UNIVERSITY OF MARYLAND SCHOOL OF MEDICINE

د عکس تشریح،ډیویډ بینیټ ښي لور ته له جراح ډاکتر بارټلي ب. ګرفیفس

یوه امریکايي سړي ته د زړه پیوندکاري جراحي عملیاتو له لارې په جنټیک ډول د خنزیر یا خوګ بدل شوی زړه پیوند شوی دی.

د میریلنډ پوهنتون طب پوهنځي مسوولینو په خبره د زړه بدلون له دې جراحي عمیاتو وروسته ۵۷ کلن کلن ډیویډ بینیټ په نړۍ کې لومړنی انسان دی، چې د خنزیر زړه یې په سینه کې پیوند شوی دی.

د ډاکترانو په وینا د زړه پیوند اووه ساعته تجرباتي عملیاتو پر درېیمه ورځ د ډیویډ بینیت روغتیايي وضعیت ښه دی.

د زړه بدلون دغه جراحي عملیات د امریکا بالټیمور ایالت کې شوي.

له عملیاتو یوه ورځ مخکې ښاغلي بینیټ وویل، ”یا به مړ کېدم او یا به مې د زړه پیوندکاري عملیاتو ته غاړه کېښوده.”

نوموړی زیاتوي: ”دا په تیاره کې د غشي وېشو غوندې ده، خو زما لپاره همدا وروستی حل دی. ”

د امریکا میریلنډ پوهنتون مسوولینو د امریکا د طبي چارو له همغږې کوونکې ادارې له هغه وروسته د دې جراحي عملیاتو اجازه ترلاسه کړه، چې که دا عملیات و نه شي، ښاغلی بینیټ ښايي ومري.

مخکې د ښاغلي بینیټ روغتیايي وضعیت ته په کتو سره د هغه زړه د پیوندکارۍ لپاره نامناسب بلل شوی و.

ماهرین وايي، د زړه پیوند دا جراحي عملیات د کلونو څېړنو او تحقیق لاسته راوړنه ده او بریالیتوب یې په راتلونکي کې د ډېرو پر ژوند مهم اغېز کولای شي.

پاکستانی ډاکتر منصور محی الدین هم د ډاکترانو په هغه ډله کې شامل و، چې دا عملیات یې کړي.

د عکس سرچینه،UNIVERSITY OF MARYLAND SCHOOL OF MEDICINE

د عکس تشریح،پاکستانی ډاکتر منصور محی الدین هم د ډاکترانو په هغه ډله کې شامل و، چې دا عملیات یې کړي.

د روغتیا پالانو هغه ډله کې چې دغه جراحي عملیات یې کړي، یو پاکستانی ډاکتر منصور محی الدین هم شامل دی.

د پاکستان له خصوصي ټلویزیوني شبکې ‘جیو ‘ سره خبرو کې نوموړي په دې هکله وویل، لومړیو تجرباتو کې انسانانو ته د بیزوګانو زړه پیوند کېده، خو د بیزو په هکله اوسنۍ تجربه ناکامه ده. ”

نوموړی زیاتوي، ”موږ د ډېرو حیواناتو په هکله تجربه وکړه، د بیزوګانو زړه تجربه ناکامه ثابته شوه، د څو میاشتنی عمر لرونکي خنزیز زړه د یوه بالغ انسان د زړه برابر وي، له دې پرته هم ځینې لاملونه شته، چې موږ پر خنزیر تجربې وکړي. ”

نوموړی وايي، ”موږ د خنزیز د زړه پر جنیاتي کوډونو ډېر ښه پوه شوي وو، او په دې کې هر ډول جینیاتي بدلون راوستل شوني دي. ډاکتر منصور وايي، په لویدیځ کې د خنزیز غوښه د ډېرو خلکو د خوراک برخه ده او دا کوم ناوړه عمل نه بلل کېږي. ”

د یادونې ده، چې په اسلام دین کې د خنزیر غوښه خوړل حرام عمل بلل شوی.

ډاکتر منصور وايي، ”دا عملیات لومړني هغه وه، او ځکه یې لګښت ډېر و، چې دې کې ‘د خنزیر په زړه کې ‘ لس ډوله جینیاتي بدلونونه راوستل شوي. ”

بي بي سي /پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.