بیلیونونه ډالر ګټل

طارق تسل

1,012

لیکنه اوږده ده، خو لوستل یې بې ګټې نه دي.
“هغه سړی چې په ۶۵ کلنۍ کې یې په بیلیونونو ډالر وګټل”
دا د یوه بشپړ بد بخته انسان کیسه ده. کله چې د پنځو کالو شو، پلار یې مړ شو او په دې توګه یې مور مجبوره شوه، چې د نفقې پیدا کولو لپاره د خلکو کالي وګڼدي، خو دا چې مور ته یې له دې لارې د اړتیا وړ پیسې لاس ته نه ورتللې، نو ورسره په خوا کې یې په یوې کمپنۍ کې د صفاکارې دنده هم واخیستله. نوموړې به د ورځې له خوا په کمپنۍ کې دنده اجرا کوله او د شپې لخوا به چې کور ته راغلله، بیا به یې د خلکو کالي ګنډل. دې بدبخته انسان یوه کوچنۍ خور او کوچنی ورور هم لرلو، کله به یې چې مور کمپنۍ ته لاړله، دې به د خپلې خور او ورور سره په کور کې پاتې شو او له هغوي څخه به یې ساتنه کوله. د هغوي سره به یې لوبې کولې، د هغوي جامې به یې هم وربدلولې او آن تر دې، چې هغوي ته به یې خواړه هم پخول. هغه شپږ کلن و ، چې خپلې کوچنۍ خور او ورور ته یې ځانګړی کیک او ډوډۍ پخوله او بیا به یې هغوي ته ورکوله، خو کله به یې چې خپله په خوړلو پیل وکړ، مور به په زړه ور وګرځېده، ژر ژر به یې خواړه په لوښي کې واچول او د مور د دندې ځای ته چې له کوره یې ۴ کیلومتره لرې و، د خپلې کوچنۍ خور او ورور سره یو ځای لاړل. هلته به یې له ډیرو لټون وروسته خپله مور پیدا کړه او ټول به یو ځای پر ځمکه کیناستل او د ده له لوري جوړ شوی کیک او ځانګړې ډوډۍ به یې په ګډه خوړله. کله به یې چې مور د ده کوچني لاسونه ولیدل، چې خواړه یې پرې اماده کړي دي، په ژړا به شوه او دې سره به د ټولو په سترګو کې اوښکې راغللې. مور به یې خواړه وخوړل او نوموړي ته به يې دعا وکړه. د مور له دعا پرته د نوموړي په ژوند کې نور هېڅ ښه نه وو.
هغه یو نالایقه شاګرد و، تقریبا په هره ازموینه کې به ناکامیدلو. په کروندو کې یې کار پېل کړ، بریالی نه شو. د کورونو رنګمالي یې پیل کړه په هغې کې هم ناکام شو. په ریل ګاډي کې یې د صفاکار دنده واخیسته هلته هم ونه چلیدلو. په فوځ کې یې دنده واخیستله، ترې وشړل شو. وروسته یې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی ولوست او مدافع وکیل شو، خو دې کار یې هم سر ونه نیوه. د دې پرلپسې ناکامیو سره سره، نوموړي په اتلس کلنۍ کې واده وکړ، څو کاله وروسته د دریو کوچنیو پلار شو، خو د پرلپسې ناکامیو له وجې ترې مېرمن هم طلاق واخیستل. په ۳۰ کلنۍ کې یې په سمندري بېړیو کې دنده واخیسته، په هغې کې هم ناکام شو.
تر ۱۹۲۵ کاله پورې په امریکا کې د رڼا لپاره (لاټینونه) استعمالیدل، نوموړي د لاټین جوړولو فابریکه پرانیستله او دا فابریکه یو څه وچلیدله، تقریبا د امریکا له هر کونجه ترې د لاټینونو غوښتنې پیل شوې. خو په ناڅاپې توګه د (ډیلکو) په نامه یوې کمپنۍ د بریښنايي څراغونو په جوړولو پیل وکړ او په دې توګه د لاټینونو ټول مارکیټ ختم شو. دا او کمپني یې دواړه د سختې اقتصادي ضربې سره مخ شول. له دې وروسته یې د موټر وینځلو کار پیل کړ هغه یې هم لږ وخت وروسته له ناکامۍ سره مخ شو. په ۴۰ کلنۍ کې یې یو کوچنی هوټل جوړ کړ، لږ وخت وروسته په هغه کې اور ولګید او ټول له منځه لاړ. له دې وروسته یې یو رسټورانټ خلاص کړ او په دې رسټورانټ کې یې ځانګړي خواړه هغه وو، کوم چې به نوموړي په کوچنیوالي کې خپلې کوچنۍ خور او ورور ته جوړول. رسټورانټ په ښه توګه وچلیده او په لږ وخت کې یې زیات پرمختګ وکړ، نوموړي ایله د ارام ساه واخیستله خو بدبختي ګوره، چې پر رسټورانټ یې د حکومت لخوا د عمومي سرک نقشه راغلله او ویجاړ شو. د دې وخته پورې د نوموړي عمر ۶۳ کاله و، چې په دې ټول عمر کې یې هیڅ یو کار په سم شکل مخته نه و تللی او نوموړی پکې نه و بریالی شوی. خو د دې ټولو ناکامیو څخه نوموړي همدا یوه خبره زده کړې وه، چې ((هېڅکله مه تسلېمیږه!))
دلته باید یوه یادونه وکړم او هغه دا چې د نوموړي په کامیاب رسټورانټ کې له ۱۱ ډوله مسالو، د چرګ غوښې او نورو ذایقه لرونکو توکو څخه نوموړي، داسې یو ډول خواړه تیاره کړي وو، چې نوم یې ورته (Secret Recipe) ایښی و او دا ډیر خوندور ډول خواړه وو. د نوموړي دا فکر و، چې له دې خوړو څخه په ټولې نړۍ کې خوندور او ښه خواړه نه شته. کله یې چې رسټورانټ بند شو، نوموړي د خپلو دې ځانګړو خوړو په اړه له بېلابېلو رسټورانټونو سره اړیکه ونیوله، تر څو دا خواړه د رسټورانټونو د خوړو په ځانګړي لست (مینو) کې شامل کړي. نوموړی دوه کاله پرلپسې بېلابېلو رسټورانټونو باندې وګرځېده، په سرکونو یې شپې وکړلې خو په دې لړ کې نوموړی په ۱۰۰۹ رسټورانټونو باندې وګرځېد خو یو هم دې ته تیار نه شو چې د ده له لوري ځانګړي جوړ شوي خواړه د خپل رسټورانټ د خوړو په لست (مینو) کې شامل کړي. هغه په دې لړ کې ۱۰۰۹ ځله ناکام شو، خو بیا یې هم ماته ونه منله او همت یې ونه بایله.
په همدې کال نوموړی یو بل ښار ته لاړ او هلته یې د یوه کوچني رسټورانټ څښتن ( پیټر هارمن) او د هغه د میرمن سره وکتل او د خپلو ځانګړو جوړو شویو خوړو په هکله یې مالومات ورکړل، پیټر هارمن او د هغه میرمن دې ته تیار شول، چې د نوموړي دا خواړه د خپل رسټورانټ په لست (مینو) کې شامل کړي. پیټر هارمن د خپل رسټورانت د خوړو په لست کې د نوموړي د خوړو لپاره (Kentucky Fried Chicken) نوم کېښود. دا د نوموړي د ځانګړو خوړو لومړی ځل و چې د یوه رسټورانټ په مینو کې راځي او دا نېټه ۱۹۵۲ کال د اګست د میاشتې ۳ مه وه. بس په مینو کې د ده د خوړو د نوم راتلل وو او د ده بدقسمتي په خوش قسمتۍ بدلیدل وو.
پورته کیسه د KFC د څښتن (Colonel Harland Sanders) وه. تاسې به د KFC خوړو په هرې قطۍ باندې د یوه زاړه سړي انځور ضرور لیدلی وي (انځور کې ښکاري) همدا بوډا سړی (Colonel Harland Sanders) دی، چا چې تر ۶۵ کلنۍ پورې د بریا یو څرک هم نه و لیدلی.
کله چې نوموړی په ۱۹۸۰ کال کې د ۹۰ کالو په عمر مړ شو، نو د نړۍ په ۴۸ هیوادونو کې د نوموړي ۶۰۰۰ رسټورانټونه وو. د نوموړي ځانګړی نښه یا برینډ په کال کې ۲۳ بیلیونه ډالر عاید لري. په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ په ۱۳۶ هیوادونو کې د KFC څانګو شمېر ۲۲۱۲۶ ته رسیدلو او تر ۵۰ بیلیون ډالرو زیات عاید یې لرلو.
Never Give up

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.