غزل

دیاسنګهـ انجان

188
کرکه به نکــــوي خدمت د ټول خلقت به کوي
چي وي انسان نو بې له شکه انسانیت به کوي
مینه کــوي چې له وطـن او وطنوالــو ســــره
د بیلـــــتون نه هغه خبرې د وحـدت به کوي
چې په یوه باندې ایـمان لـري کامل او راسخ
څنگ نو عـمــــل به د تفـریق او ذلالت به کوي
هغه ته زه او ته مانـا نـــلـــــري یو دي واړه
هغه په هر چا بې له شک نظـر رحمت به کوي
رب مې رحمــان هم رحیم دی عداوت نلري
له توپیر پرته په هر چا خـــپل عنایت به کوي
کر د ګلونو راځه وکړو زه او ته په زړو کې
خاوري ئې ژوند شه چې له یو بله نفرت به کوي
ښه چې انجـان مینه ونکړي خلکو څه وکړي نو
خدای پیدا کــــــــړی محبت ته محبت به کوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.