د ګردو کاڼي

ډاکټر دیدار یوسفزی

1,413

د ګردو يا پختورګو د ګيټو متعلق اکثر د خلکو دا سوچ وي – چې ګنې زمونږ د څښلو پۀ اوبو کښې نرۍ شږه وي – هغه پۀ ګردو کښې جمع‌ شي او ګيټۍ يا کاڼي ترې جوړ شي – داسې نۀ ده – د چا د څښلو پۀ اوبو کښې کۀ نرۍ شږه وي هم نو هغه کېلشيم کاربونېټ يا سيليکېټ شي – او هغه د معدې پۀ لار نېغ پۀ نېغه پۀ ډکو متيازو کښې بهر اوځي –

د ګردو کاڼي پۀ ګردو کښې جوړيږي – ګرده چې تشې متيازې جوړوي – پۀ دې کښې بلها فاضل مادې وي – چې د وجود نه ئې اوباسي – کله چې پۀ متيازو کښې د اوبو مقدار کم وي نو متيازې ټينګې شي او دغه فاضل مادې پۀ يو بل پورې ونخښلي – او بيا ورو رور دومره غټې شي چې د ګردې نري رګونه ئې نشي فلټر کولے – (عموماً پۀ ورځ کښې دولس ګلاسه اوبۀ څښل پکار وي – چې متيازې د تېزابي اثر لاندې نۀ راځي – او دغه مادې پۀ يو بل پورې نۀ نخښلي –

د ګردو کاڼي عموماً درې قسمه وي – کېشليم اکزيلېټ ، کېلشيم فاسفېټ او د يوريک اېسډ کاڼي – خو د ټولو نه زيات تقريباً ۷۰ فيصدي دا اولنے قسم وي – د کېلشيم خوراک د وجود له پاره ډېر مهم دے – مونږ چې کوم پۍ ، غوښه يا اګۍ وغېره استعمالوو پۀ دې ټولو کښې کېلشيم وي – عموماً وجود دا کېلشيم پۀ خپل استعمال کښې راولي – او زياتي کېلشيم د ګردو پۀ ذريعه پۀ تشو متيازو کښې خارجيږي – خو چې کله متيازې ټينګې وي – نو دا کېلشيم سره د نورو فاضل مادو پۀ ګرده کښې جمع کېدل شورو شي – او کله چې ورسره د متيازو د ټينګوالي پۀ وجه اکزيلېټ يو ځائے شي – نو د دې نه کلکه ګټه جوړه کړي –

اکزېليټ تقريباً پۀ ټولو شنو سبزيانو او ټماټرو کښې وي – له دې وجې د ګردو پۀ کاڼو کښې ډاکټران د سبزيانو ممانعت کوي – د ګردو کاڼي عموماً درد نۀ کوي – خو کله چې دا د خپل ځائے نه اوخوځي او د ګردې پائپ ته را روانې شي – او يا د تشو متيازو پائپ کښې د راوتو له پاره حرکت کوي – نو ډېر درد کوي او اکثر ورسره پۀ تشو متيازو کښې وينه هم راځي – د اکزيلېټ کاڼي اکثر ښکره ور وي – نو د دې درد ډېر سېوا وي – تشخيص ئې د وينې پۀ ټېسټ ، الټراساونډ يا سي ټي سکېن کيږي – او علاج ئې پۀ اوبو څښلو ، دوايانو ، د کاڼي ماتولو يا د اپرېشن پۀ ذريعه کيږي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.