د بايدن د پيسو ستنولو پرېکړې بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي

363

د متحده آيالاتو د ولسمشر جوبايدن پرېکړې افغانان ناراضه کړي دي. پخوانو سياسيونو، اکاډميکو شخصيتونو او د حاکمو طالبانو غړو دغه پرېکړه ناسمه بللې ده.

Taliban-Vorstoß erhöht die politische wirtschaftliche Unsicherheit in Afghanistanسپينې ماڼۍ د جمعې په ورځ اعلان کړی وو چې په امریکا متحده آيالاتو کې کنګل شوې د افغانستان پولي زېرمې چې تقريبا اووه مليارډه ډالره کیږي، به په دوو برخو ووېشل شي: تقريبا ۳،۵ مليارډه ډالره به د ۱۱ سپتمبر په څېر د بریدونو د قربانيانو د خپلوانو حقوقي دعوو ته وساتل شي. باقي برخه به يې په افغانستان کې د بشري مرستو له پاره په اختيار کې ورکول کيږي.

دغه رقم برسېره پر هغو جاري مرستو هم راځي چې متحده آيالات يې د بېړنيو مرستو په صفت ورته دوام ورکوي. خو داسې هم ويل شوي چې دغه پیسې بايد په هيڅ صورت په کابل کې د طالبانو حکومت ته ورنه کړل شي. د طالبانو لوړپوړي وياند محمد نعيم، د شنبې په ورځ د متحده آيالاتو دغه پلان په تويتر کې »غلا« وبلله. له افغانستان څخه نورو کسانو هم په ټولنيزو رسنيو کې پر ولسمشر جوبايدن دا تور ولګاوه چې دی هغه پيسې پټوي چې د افغانانو حق يې بولي. په دې ترڅ کې په افغانستان کې بشري وضعيت ناورين ته ورته دی.

د افغانستان د ماليې پخواني وزير، خالد پاينده په تويتر کې خبرداری ورکړ چې که د افغانستان پولي زېرمې مصرف کړل شي نو د افغانستان پولي واحد افغانۍ به خپل ارزښت له لاسه ورکړي. هغه دا هم وليکل چې »دا به افغان اقتصاد ته تر ټولو ستره او نه جبرانېدونکې ضربه وي.« د افغان سياستپوه محسن امين په خبره »دا صلا د دې معنی ورکوي چې افغانانو ته خپلې پيسې د بشري مرستو په توګه بېرته ورکول کيږي په داسې حال کې چې اقتصاد يې په ټپه درول کيږي.«

Afghanistan Kabul | Protest für Freigabe der eingefrorenen Geldmittelپه کابل کې د کنګل شويو پيسو د آزادولو په موخه لاریونونه شوي دي.

وسله والو طالبانو تېر کال په افغانستان کې خپله ولکه ټينګه کړې وه. د امريکا متحده آيالاتو او نړيوالو سازمانونو له دې وروسته پر افغانستان د پيسو جريانونه قطع کړل. د متحده آيالاتو د معلوماتو له مخې په دې وخت کې تقريبا نهه مليارډه ډالره پولي زېرمې په خارج کې وې، چې دوه مليارډه يې په اروپا کې دي، د نورو تر څنګ په آلمان او همداراز په متحده عربي اماراتو کې. خو جنجال د هغو اوو مليارډو ډالرو په سر راولاړ شوی دی چې د امريکا په متحده آيالاتو کې ساتل کيږي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.