د پخواني حکومت د امنيتي ځواکونو د نیولو او شکنجې ادعا

755

د افغانستان د پخواني امنيتي ځواک يوه غړي له دویچه ويله سره په اړيکه کې وويل چې د طالبانو عمومي عفوه «درواغ» ده. د هغه په خبره طالبان پخواني امنيتي ځواکونه نیسي، شکنجه کوي ېې او په ځینو مواردو کې يې په قتل رسوي.

Afghanistan Taliban Kämpfer im Vergnügungspark in Qarghah, nah Kabulد ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته، د افغانستان د امنيتي ځواکونو په زرونو غړي د هیواد پریښودو ته اړ شول. هغه چې اوس هم په هیواد کې پاتې دي، له ډلې يې يو شمیر اندېښمن دي چې طالبان يې ونه نیسي او وې نه وژني.

د جمال مستعار په نوم د افغانستان د پخواني امنيتي ځواکونو يو منصبدار، دویچه ویله ته وويل له کله نه چې طالبان قدرت ته رسيدلي، اړ شوي دي چې له خپل يو زوی سره له کوره ووځي او په یو نامعلوم ځای کې پټ ژوند وکړي.

هغه وايي: «حتی له ويري له خپلې کورنۍ سره هم ارتباط نه شم نیولی. کور ته تللی نه شم او له هغوی نه هيڅ احوال نه لرم. یوه ورځ يو ځای او بله ورځ بل ځای ژوند کوم.»

د امنيتي ځواکونو دغه پخواني منصبدار وويل، څو همکاران يې چې پخوا د امنيتي ارګانونو غړي ول، د طالبانو له خوا نیول شوي او شکنجه شوي دي. هغه د خپل مخ انځور استولی چې د سترګو په اطرافو کې ېې ټپونه لیدل کيږي.

جمال دویچه ویله ته انځورونه استولي او ويلي يې دي چې یو شمیر دوستان يې چې د افغانستان په پخواني حکومت کې د امنيتي ځواکونو غړي ول، د طالبانو له خوا نیول شوي او شکنجه شوي دي چې د شکنجو داغونه يې پر سر، مخ او پښو کې لیدل کيږي.

Afghanistan | afghanische Soldaten in der Panjshir Provinz

په پنجشیر کې افغان امنيتي ځواکونه د پخواني حکومت تر سقوط وروسته – د ۲۰۲۱م کال د اګست ۲۱مه – د آرشیف انځور

د افغانستان د پخوانيو امنيتي ځواکونو دغه غړی ټينګار کوي چې عمومي عفوه هسې په نوم ده: «عمومي عفوه نمایشي ده. هغوی د خلکو سترګو ته خاورې ورشیندي او هيڅ شي ته پابنده نه دي. عمومي عفوه واقعیت نه لري.» دی وايي چې کوم خدمت او کار يې چې د افغانستان پخواني حکومت له پاره کړی، ورباندې پښيمانه دی او اوس د خپل ژوند د نجات له پاره هيڅ لار نه لري.

د جمال په خبره، د پخواني حکومت داسې سرتيري او افسران پيژني چې طالبانو له خوا نیول شوي او شکنجه شوي دي.

خو طالبان بیا د افغانستان د پخواني حکومت د امنيتي ارګانونو د پرسونل د نیولو خبره ردوي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند، بلال کریمي دویچه ویله ته وویل: «د اسلامي امارت د مجاهدینو له خوا هيچا ته کوم زیان متوجه نه دی. که د کوم کس له خوا سرغړونه کیږي، قانوني برخورد ورسره کيږي او تعقیب کیږي.»

د بشر حقونو د مدافعانو اندېښنې

د بشر حقونو فعالان وايي طالبان چې اوس یې قدرت په لاس او پر افغانستان حاکم دي، نو باید ټولو نړیوالو قوانینو او د بشر حقونو ارزښتونو ته پابنده اوسي.

Taliban control at checkpoints in Kabul

د طالبانو یو سرتيری په کابل کې – آرشیف

د افغانستان د پخواني حکومت د کورنيو چارو وزارت د بشر حقونو د څانګې مرستیال، عبدالواحد فرزام دویچه ویله ته وویل چې طالبان نه یوازې د بشر حقونو د نړيوالې اعلاميې د ارزښتونو مطابق عمل نه کوي، بلکې کومې ژمنې چې دوی د پخواني حکومت د کارمندانو په اړه کړي هغې ته هم ژمن نه دي: «موثق رپوټونه موجود دي چې طالبان سربیره پر دې چې د بشر حقونو په برخه کې نړیوال تعهدات تر پښو لاندې کړي، له بده مرغه خپل عهد ته چې هغه زموږ د ديني ارزښتونو او اصولو څخه یو دی، هم وفا نه ده کړې.»

د بشر حقونو د څار په څير يو شمیر نړیوالو سازمانونو هم د پخواني حکومت د کارمندانو د شکنجې او وژنو په اړه رپوټونه خپاره کړي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د جنوري میاشتې په وروستيو کې يو رپوټ خپور کړ چې پکې ويل شوي، د افغانستان د پخواني حکومت تر سلو ډیر امنيتي ځواکونه او کارمندان د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

که څه هم طالبانو دغه ادعا رد کړه خو په رپوټ کې راغلي دي چې ملګري ملتونو د قتلونو او د اجباري لادرکه کولو په تړاو دقیق رپوټونه ترلاسه کړي دي.

د دغو رپوټونو پر اساس، د دغو قتلونو څه باندې دوه پر دريمه برخه یې د «محکمې له دخالت پرته» د طالبانو او یا هم هغوی پورې د اړوندو افرادو له خوا ترسره شوي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.