کله چې سترې کولمې خپله دنده په سمه توګه ترسره نکړي او په مخصوصو حرکاتو کې یې بدلون راشي لاندې علایم او بدلونه د کولمو په عادتونو کې منځ ته راځي.
۱-له خوړو وروسته د نس د پورتنۍ حصې دروندوالی او د بوج احساس.
ډیری وخت ورته علایم د معدې په ناروغۍ gastroperesis کې منځ نه راځي.
۲-د ډکو بولو نظام ګډوډ کیږي یعني کله ناروغ قبض وي کله اسهالات لري په دواړو حالاتو کې نس باد لري او بادونه یې ګړګړ اوزونه کوي.
۳-ډیری ناروغان له خوړو وروسته په چټکۍ سره د قضا حاجت لپاره ځي.
۴-دغه ناروغان سره له دي چې ډیر وخت په قضا حاجت لپاره تیروي مګر بیاهم د تخلیې احساس نکوي ددې ترڅنګ په IBS مبتلا ناروغان زموږ په څیر ټولنه لو جامعه کې د نس د بادونو او غیرمنظم نظام له وجه پر خپل تګ راتګونه بندیز لګوي او د اوږدې مودې په ترڅ کې د رواني ناروغۍ سبب ګرځي.
علتونه:
هرهغه حالت یا ناروغي چې د کولمو حرکات غیر منظمه کړې ای بی اس ناروغي منځ ته راولي.زموږ په ټولنه کې یې سترعلت د رواني او روحي مشکلاتو او ناروغیو شتون ستر علت ده.
تشخیص: د شکمنو علایمو په شتون کې بهتره ده چې segmoidoscopy یا colonoscopy وشي ترڅو مطمین شو چې د کولمو داخلي structure ولیدل شي.
درملنه:
هغه درمل چې د کولمو حرکات تنظیم کړې ګټور ثابتیږي لکه drutaverin او mebeverin ترڅنګ یې د تکلیف د دوام علت باید په نښه او درملنه یې وکړو.
پرهیز:
خامې منابع په ټوله کې باید پرهیز کړو لکه خامه ترکاري او که میوه وژول شي او اوبه یې وزبیښل شي نو ډیره ښه ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.