(ځوانیمرګه (لومړۍ برخه

فرزانه زیار

975

چیغې یې شوې، له کوچني ورور سره یې د نانځکو په سر جنګ شو.

مور یې په جګ غږ ورنارې  کړې

ملالې، و ملالې !

راشه درس ته دې، تا د  نن قاعده کله لوستې

ملالې نانځکې پريښودې د مور په طرف یې په کوچنیو قدمونو ورمڼډه کړه د چوبي المارۍ خانه یې راخلاصه کړه خپله قاعده یې راواخيسته اوله پاڼه یې راواړوله،لا درې کلنه نه وه شوې چې الفبا یې تر(ک) پورې زده کړې وه د الفبا پر زده کولو یې څو میاشتې تیرې کړې ښه ډېر وهل یې هم وخوړل، په ډېرو سخیو یې الفبا زده کړه او بلاخره الف زر عه ته ورسیده.

ملاله ډېره خوشحاله وه د وره له دروازې څخه یې چې خپلې مور ته نارې وهلې

مورې مورې نن  مې الفبا خلاصه کړه، د مور یې هم دواړه سترګې له اوښکو راډکې شوې په دواړو کوچنیو اننګیو يې ښکل کړه، ویل یې:

آفرین لورکۍ بیګاه ته د پلار راشي سوجي راوړي بیا به حلوا پخه کړم او دې نږدې کورونو ته به یې ورکوم.

ملاله د وخت په تیریدو سره لږ رالویه شوه خو لا شپږ کلنه نه وه شوې چې مور او پلار یې غوښتل چې مکتب کې یې شامله کړي…

مور یې د ملالې کالي وربدل کړه  ویښتان یې ورته ږمنځ کړه او ډېره زیاته خوشحاله وه ځکه نن یي په ښوونځي کې شاملوله.

د ملالې پلار توریالي ملاله په ډېره مینه له لاس نه ونیوه او د ښوونځي په لور رهي شوه په لار کې یې له خپلې لورکۍ ملالې سره ټوکې هم پيل کړې په خندا خندا یې ورته ویل:

ګوره لورکۍ اول ځل چې څوک ښوونځي ته ځي نو پلار د ښوونځي له دیوال څخه هاخوا ورواروي، که چیرته نفر جوړ پاتې شه نو بیا تر هغو مکتب خلاصوي هملته په ښوونځي کې اوسیږي.

کوچنۍ ورخطا شوه

اوهو پلارجانه داسې به نه وي

دا به څنګه شي

خی ما مکتب کې مه شاملوه

پلار یې ورته ویل: نو چې مکتب کې دشامله نه کړم څنګه به ډاکټره شې!

هو کنه پلار جانه زه خو ډېېېېېېېېېېېېېر غواړم چې ډاکټره شم نو دا به څنګه شي!؟

پر همدې کیسو کې وو چې د مکتب دیوال ورښکاره شو.

کوچنۍ له ډېرې خوشحالۍ په ټوپکو شوه پلارجانه پلارجانه مکتب ګوره، هاغه ده مکتب راورسیده مکتب…

پلار یې پر تندي لاس راتیر کړه پرې راغبرګه یې کړه…

هو د ما ښايسته نانځکې راورسیده لخیره، اوس د نو ځان آماده کړه.

خو بیا کوچنۍ غلې شوه، ځان سره په فکرشوه خپلو ګوتو ته یې کتل او په لار روانه وه، خو څومره چې مکتب ته نږدې کیدل هومره کوچنۍ ویریدل رنګ یې الوته،له ځان سره یې دا فکر کاوه چې څنګه به یې اوس پلار د مکتب له دیوال نه ورواوري او بیا به څنګه پرته له مور او پلار څخه هلته ژوند کوي.

په همدې چورتونو کې وه خپلو ګوتو ته یې کتل او په لار راوانه وه ، پلار یې ورغږ کړ؛ملالۍ!  لور جان لږ ژر ژر راځه، ملالۍ پاس وکتل او د ښوونځي په دروازې یې سترګې ولګیدلې  په لوړ غږ یې وخندل په خندا خندا یې وویل: پلاره مکتب خو دروازه لري کنه…

د پلار یې هم پر خولې نرۍ مسکا خپره شوه، ګوري چې د ښوونځي سرښوونکی صاحب لښته پر لاس څو زده کوونکو ته سخت په قهر دی.

پلار یې ملالۍ له لاسه ونیوه او د ښوونځي د ادارې په لور روان شول، د ښوونځي د مدیر صاحب چې پرې سترګې ولګیدې له خپلې څوکۍ ولاړ شو لاس په نامه ودریده…

پرې ور غږ یې کړ اووووو ګل خانه

ستړی مشې جوړ تازه

څنګه چې موږ د راپه ياد شوو

خیروسې مدير صاحب بې تاسو د نه شم

راغلی یم چې دا کوچنۍ لورکۍ مې ښوونځي کې لخیره سره شامله کړم.

ملالۍ د ادارې هرې خواته ښه په زير زير کتل، خو له دې سره یې د پلار او مدير خبرو ته هم پام وو

د مکتب مدير د ملالۍ پلار ته وویل: چې مکتب کې یې ښامله کړې خو ښه ده مګر دا لا کوچنۍ ده ښایي ونه شي کولای درسونه زده کړي…

ملالۍ د خپل کاږه ټیکري ژۍ راتاو کړ په خوږه اووړه لهجه یې مدیر ته وویل: نه نه کاکا زه درسونه ویلی شم ما مې کور کې مورجانې الفبا سيپاره ټوله زده کړې،ټول شيان مې زده دي ما هم مکتب کې ومنئ زه بیا ډاکټره کیږم…

مدير صاحب هم له ځان سره وویل چې داسې ده بیا نو سمه ده پر لرګين میز ایښی آبي قلم یې  راواخیسته او د ملالۍ نوم یې پر حاضري کې ولیکه.

د وخت په تیريدو سره ملالۍ لوړو ټولکيو ته ورسیده، د لږړ مقام خیالونو او په تیره بیا د خپلې کورنیو هڅونولا درسونو ته ډېره هڅوله .

تل به په خپلو درسونو کې ډېره بوخته وه، له چا سره به یې ډېرې خبرې نه کولې ،میلمانیو او محفلونو ته به ډېره نه تله ، تل به یې د ځان لپاره يو ارامه او هوسا ځای لټاوه څو وکولای شي خپل درسونه ولولي،د کور کارونه به یې په تیزۍ سره ترسره  کول نو ځکه مور به یې تل ورته ویل؛ ملالۍ لورې ته له کار څخه ځان پټوې او يا راته پاک کار نه کوي، خو ملالۍ به خپل زړه کې ویل: که ډېر وخت په کار تیر کړم، نو بیا زه خپل درسونه څه وخت ووایم.

ملالۍ به د خپل وخت له ګړۍ ګړۍ څخه استفاده کوله، د جارو، مینځلو،صافي، پخولو؛ خلاصه له هر کار سره به یې کتاب پر لاس وو .

کله به یې چې خپلې ملګرې يا خپلوانې ولیدې نو هغوی سره به یې هم د درس به هکله خبرې کولې.

غوښتل یې ځان تر یوه مقامه ورسوي او پر همدې هيله یې خپل ژوند تیراوه، پر همدې هیلو او زحمتونو سره تر دولسم ټولګي ورسیده دا کال هم د نورو کلونو په څیر په ټولګي کې اولنمره وه، خو پر دې وخت کې له ملالۍ او  هغې له کورنۍ سره يو نوی فکر پیدا شوی وو چې آیا وبه کولای شي لوړې زده کړې وکړي او کنه، تل به چوپ وه، خپل درسونه به یې لوستل او په فکرونو کې به غرقه وه.

کله  به یې چې د لوړو زده کړو په اړه فکر کاوه نو خوشحاله به شوه ځان سره به مسکۍ شوه خو دا خوشحالۍ به ډېره لڼډ مهاله وه ژر به ورسره د تللو او راتلوو، دومره ډېرو لګښتونو او په تیره بیا د خلکو د خلکو د خبرو ویره په زړه کې پيدا شوه، یو ځل بیا به خاموشي اختیار کړه.

ټوله کورنۍ یې پر دسترخوان راټوله شوې، کوچنۍ خور یې ملالۍ ته ورغږ کړ

ملالۍ و ملالۍ ډوډۍ تیاره ده راځه ډوډۍ نه خورې!

د ملالۍ چې د ازموينو شپې او ورځې وي زړه یې نه غوښتل خپل وخت په ډوډۍ خوړلو مصرف کړۍ خو بیا یې فکر وکړ که ولاړه نه شم ښایي پلار به مې په  قهر شي او په ټولو به ډوډۍ زهر کړي، کتابچه پر لاس د دسترخوان سرته ورغله، کله چې یې د ډوډۍ پر خوړلو پیل وکړ نو خپل درسونه یې هم له ځان سره تکراروله،مور یې ورته وویل: ملالې دا څه له ځان سره بونګیږې

ملالې ویل: موجانې خپل درسونه تکراروم، پلار یې د اوبو له پیالې غړپ وکړ، ستونی یې تازه کړ او ورته یې وویل:

ملالې لورې ډېر زړه پکې مه خوره لږ لږ یې وایه چې مقصد دا دولسم پخیرسره خلاص کړې نور پوهنتون ته د موږ کله وسه رسیږي چيرته موږ په داسې سم ځای کې ژوند کوو دا چیرته داسې خلک دي.

د ملالۍ هم سترګې راډکې شوې شاوخوا یې د تويي شوو وریجو په راټولو ځان بوخت کړ، هیڅ یې هم ونه ویل: لاس یې پاک کړه او بیا خپلې خونې ته ولاړه.
مکتب ته د کانکور فورمې راغلې وې نو ملالۍ سل زړونه یو زړه کړ او خپل پلار ته ورغی؛پلاره پر دې خو پوهیږو چې پوهنتون نه شم ویلای خو راځه دا د کانکور ازموینه به ورکړم هسې هم ما خو د کانکور آماده ګي نه ده لوستې چيرته به کامیابه شم او که چیرته بریالۍ هم شوم بیا به یې نه وایم، خپل ځان به ارزیابي کړم چې کوم څه مې زده دي او کنه.
پلار یې د خپل واسکټ جیب ته لاس کړ درې سوه افغانۍ ورکړې او ورته یې ویل: ځه ته دا امتحان خو ورکړه.
ملالۍ هم ډېره ډېره خوشحاله شوه پیسې یې واخیستې اود خيلې بکسې په شاتیني جیب کې یې کیښودلې.
کله یې چې د کانکور ازموینه تیره شوه نوووو ډېېېره خپلو پایلو ته په تلوسه وه هره ورځ به یې حسابوله هره ورځ به چې تیره شوه نو په جنترۍ کې به یې پر هغې ورځې کرښه راایستله..
د نوي کال شپه وه هره خوا اوازه شوه چې د کانکور پايلې اعلان شوي خو دوی خو انترنت نه درلوده چې خپلې پایلې وګوري، هره دقه به یې خدای ته دعا کولې،ټوله شپه ورته خوب ورنغی، پر همدې چورتونو کې سهار رڼا خوره شوه د کلي مسجد کې هم آذان شو، وروسته له لمانځه د کور ټول غړي راویښ شول، دسترخوان یې هوار کړ او د چای په خوړلو لګیا شول، چې دروازه وټکیده، د ملالې کوچنۍ خور آمنې د دروازې په لور ورمڼډه کړه پلار یې ملالې ته وویل چې هله لور ته وګوره چې څوک دي آمنه وړه ده څوک یې ونه تښتوي چې د کاکا لور یې د دروازې له شاه ولاړه ده او آمنې ته وايي: ورشه ملالې ته ورغږ کړه، ملالې ورته ویل:
سمیې، ولې دروازه کې ولاړه یې راځه کنه کورته چای به څښې
سميي په خندا ځواب ورکړ چای څه کوې مبارک مبارک پوهنتون ته کامیابه یې
ملالې حیرانه لکه بت ودریدهپه بنده بنده ژبه یې وویل: څه څه کوم پوهنځي ته ؟
ملالې، ته د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي ته بریالۍ یې.

نور بیا…… .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.