د طنز موخې

لیکوال: همایون بهادري

1,219

طنز په ټولنه کې د سمون او مثبت بدلون تر څنګ د وګړو پر شونډو د مسکا خورولو ته کار ویلی دی او همدا یې کار دی.
طنز لیکونکی له نورو وګړو څه چې ان له نور لیکوالو هم بېل او خاص دي. دوی هر څه ته په خورا نازک انداز ګوري. له هرې پېښې سره خپل درد شریکوي او هغه باندې د لطافت او خندا مالګه شیندي. طنز لیکونکی هغه څه ویني، چې د عامو وګړو له سترګو پناه وي یا یې ویني، مګر د ویلو جراعت یې نه لري. طنز لیکونکی هغه ښه په ډاګه ویلی شي، تر ویلو وروسته هم خطر نه حس کوي. د طنز اساسي او بنسټیزه موخه د ټولنو او وګړو هغه ناوړه کړنې چې د نورو په خیر نه وي او په ټولنه کې شر خپروي یا نورې داسې کړنې چې ان انسانیت ته زیان رسوي؛ له دغه کړنو پرده پورته کوي او مسخره کوي یې تر څو خلک ور پورې وخاندي.
طنز نه یوازې دا چې په ټولنه کې خلک د ناوړو کارونو څخه را ګرځوي او دې ته یې اړ کوي چې د سمون لپاره یې لستوڼي را بډوهي؛ د دې ترڅنګ یې خندوي هم چې دا یو ښه تفریح هم ده. د طنز یوه موخه د ټولنې د وګړو خندا او هغوی ته د تفریح زمینه هم برابر وي. د دې هر څه تر څنګ یو بل څه هم شته چې د طنز موخه ده، هغه دا چې طنز هغه وګړو ته چې د ظلم او ستم په مقابل کې غږ نه شي پورته کولای. طنز لیکونکی دا هم ور زده کوي چې د یو چا په وړاندې څنګه غږ پورته کړو. طنز ورته وایي چې د هر چا په وړاندې غږ پورته کولای شو، خو یوازې د خبرو انداز او طرز باید له عادي حالت څخه طنزي هنري کړو. تر څو له سوټي او ټوپکه بچ او د خبرو خواته را وګرځو.
عبدالنافع همت وایي: د اجتماعي ناخوالو او مفسدینو مشخص کول، مسخره کول او رسوا کول، اجتماعي ناخوالو ته د خلکو پام اړول، د عامو افکارو تنظیمول، خلکو ته تعلیم ورکول او له حق څخه دفاع کول، د ټولو اصلاح غوښتنه ده، په دې مانا چې د طنز لیکلو اساسي هدف د اجتماعي ناخوالو اصلاح ده، خو طنز د دې تر څنګ دوه نور فرعي هدفونه هم لري چې یو ښکلا او بل تفریح ده.(د طنز لیکلو هنر، ۴۳ مخ)
ښاغلي همت د طنز موخې د ټولنې د ناخوالو له منځه وړل اساسي او دوې فرعي برخې یادې کړي دي چې خندا(تفریح) او بله ښکلا ده. دا چې ښکلا د هر چا لپاره توپیر کوي خو ځينې څیزونه بیا یوه سیمه کې د یو وخت لپاره د ښکلا معیار شي، مثال: غټې سترګې دلته د یو چا د ښکلا نخښه کېدای شي مګر که دا غټ سترګي چین ته لاړ شي ښایي هلته تر ټولو بدرنګ شي. په طنز کې بیا ښکلا په دې مانا ده چې یو څه د خلکو د خوښې وړ او د ټولنې په خیر شي دې ښکلا ویلی شو، دا بیا د هنر موخه ده چې ښکلا ستایي او خلکو ته یې په اړه مالومات ورکوي. نظم او ترتیب د ټولنې ښکلا زیاتوي، طنز د نظم او ترتیب راویستل د طنز تر ټولو ستره او مهمه موخه ده.
ښاغلي څېړنوال محمدآصف احمدزی د ارتور پولارد قول په خپل کتاب (طنز په پښتو ادب کې)  کې داسې راخلي: طنز لیکوال دوه هدفه تعقیبوي، چې یو یې کم ارزښت لري، ځکه چې یواځې خصوصي رضایت او د مولیف لذت په پام کې لري، بل هدف عمومي روحیه ده او هغه دا چې هوښیاران هڅوي نړۍ دا امکان ترحده اصلاح کړي. (طنز په پښتو ادب کې ۶۳ مخ)
د ښاغلي همت او پولارد د خبرو توپیر یوازې په دې کې دی چې د همت صاحب د ښکلا خبره هم کوي. دواړه په دې عقیده دي، چې په ټولنه کې د ناخوالو او نادودو له منځه وړل د طنز اساسي او بنسټيز هدف او خندا یې فرعي هدف دی. خو دغه خندا او د سمون لپاره نیوکه د طنز لېچه او وزر دي، چې له دوی پرته طنز نیمګړی دی.
ښاغلی سرمحقیق سیدمحی الدین هاشمي وایي: د طنز موخه ټولنیزه اصلاح او سمون دی، خو لیکوال د دې پرځای چې دغه ټولنیزې ناوړتیاوې او بدمرغۍ دردونه او رنځونه د ګیلې یا پند او نصحت په ژبه مطرح او نورو ته ووایي د ټوکو ټکالو په قالب کې یې ټولنې او خلکو ته وړاندې کوي او هغو پام ورګرځوي. (د نثري ادب ډولونه ۲۷۹ مخ)
طنز د طنز لیکوال په ذهن کې له هغې نادودې یا ناخوالې څخه زیږېدلی چې په ټولنه کې د ټولنې د وګړو په شر وي، د طنز لیکوال په ذهن کې پړسېدلې وي او خلکو ته یې په داسې توګه وړاندې کوي چې د نادودو او ناخوالو مخنیوی وکړي.
مشهور ترکی طنز لیکوال عزیزنسین وایي:  ډېر خلک له ما څخه دا پوښتنه کوي، چې څرنګه دا دومره کتابونه لیکم؟ ځینې په دې عقیده دي، چې هنرمندان د یو ځانګړي تخیل خاوندان دي. چې له پریښتو څخه الهام اخلي. خو زه د الهام کومه پریښته نه لرم، ښایي چې زما الهام د بدبختیو له دیو څخه وي. پریښتې د انسان په اوږو کښیني، خو زما د الهام دیو په  مغزو ناست دی. زما د الهام دیو نیم الوتونکی او نیم نور یې پریښته نه دی، هغه له لسو څخه یوه برخه انسان او نور ټول یې ښامار دی.(خرمړی، سریزه)
عزیزنسین په سمبولیکه ژبه موږ ته د طنز موخه او هدف وړاندې کړ، چې طنز له بدبختو زیږېدلی دی او د بدبختیو د منځه وړلو لپاره ټولنې ته وړاندې کېږي.
طنز په ورځنیو چارو کې په ناوړه کړنو او نادودو باندې له وخت سره سمه نیوکه کوي او تر څنګ یې د خلکو خندول او هغوی ته تفریح جوړول یې هم موخه دي.
د طنز موخې او اهدافو که هر څومره د ادبپوهانو نظریات راټول کړو او ویې ګورو بیا به هم همدا څو اهداف زموږ تر سترګو کېږي چې اساسي یې په ټولنه کې د مثبت بدلون راوستل دي او ټولنې وګړو ته تفریح جوړونه یې یو بل هدف دی. په ټولنه کې د هرې ناخوالې، ظلم، ستم، زیاتي، ځورونې، بدمرغیو او… مخنیوی او له منځه وړل یې ستر هدف دی چې ټولنه د سمون خواته بیایي؛ خو تر څنګ یې د وګړو خوښ ساتل او خوشاله کول هم یو هدف دی.

اخځلیکونه

۱- احمدزی، محمدآصف. ۱۳۹۷. طنز په پښتو ادب کې. د افغانستان د علومو اکاډمي، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

۲- نسین، عزیز. ۱۳۷۹. خرمړی (د سیاسي او ټولنیزو طنزونو ټولګه). ژباړن ډاکټر محمدفرید بزګر. د کور د خپرونو څانګه

۳- هاشمي، سیدمحی الدین. ۱۳۸۹. د نثري ادب ډولونه (ادبي ژانرونه). ننګرهار: وحدت خپرندویه ټولنه

۴- همت، عبدالنافع. ۱۳۹۵. د طنز لیکلو هنر. کابل: اکسوس کتابپلورنځی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.