امریکا ته د تازه رسېدلو افغانانو د مرکز پر سر جنجال

591

د امريکا حکومت په پام کې لري چې په ویرجنينا ایالت کې له افغانستان څخه د راايستل شويو له پاره يو مرکز جوړ کړي، خو په اړه يې د رسمي اعلان تر مخه جنجال رامنځته شوی دی. د سيمې د پوليسو مشر د دې پلان په اړه اندېښنې لري.

دا خبر له دې قضيې سره آشنا څلورو سرچینو ورکړی دی. دا مرکز په دې دليل پرانیستل کيږي چې د امريکا حکومت په پوځي اډو کې د مهاجرو د اتوو مرکزونه څخه یې وروستی هم تړي. په دغه مرکز کې هغه په لسونو زره افغانان ځای پر ځای کړل شوي ول چې له اګست مياشتې راهيسې له افغانستان څخه امريکا ته انتقال شوي ول.

يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي رويترز خبري آژانس ته وويل چې په دې مرکز کې به د امريکا بېلا بېلو ادارو کارمندان دخيل وي څو د دغه مهاجرو د بيرته ځای پر ځای کولو کارونه پر مخ يوسي. زياته شوې چې ښايي دا مرکز د فيبرورۍ په پای او يا مارچ په پېل کې فعاليت پيل کړي.

جنجال ولې راپورته شوی؟

دوو سرچينو چې د نوم نه ښوولو په شرط یې خبرې کولې، وويل چې تر غور لاندې دا مرکز د ویرجينيا ایالت په ليزبرګ کې دی خو د امريکا د « U.S. Department of Homeland Security» يا هيواد ساتنې وزارت له خوا رويترز ته په ليږدول شوې اعلاميه کې راغلي چې تر اوسه د مرکز موقعيت لا تائید شوی نه دی.

د لاودن ښاروالۍ شيرف يا پوليسو دفتر مشر مايکل چمپمن چېرې چې لیزبرګ هم پروت دی، د پنجشنبې په ورځ د يوې اعلامیې په جاري کولو سره ويلي چې د هيواد ساتنې وزارت ورسره شريکه کړې چې حکومت پلان لري کابو دوه زره افغانان چې زياتره یې له قطر څخه را انتقاليږي، د کنفرانسونو ملي مرکز «ان سي سي» کې ځای پر ځای شي.

نوموړي وویل په دې اړه «د تماس او معلوماتو او طرحه ريزۍ د نه شتون او ژبې په برخه کې د خنډونو« له کبله اندېښنه شته. په اعلاميه کې زياته شوې چې همدا راز «د استوګنې يوې سيمې او دوو دولتي ښوونځيو ته د دغه مرکز نزدې موقعيت چې ګټاره يا اغزن تار نه لري، هم اندېښنې پارولي دي.«

د هېواد ساتنې وزارت په سملاسي توګه د پوليسو د مشر د اندیښنو په اړه څه نه دي ويلي. چمپمن وويل چې هغه د ياد وزارت له مسئول الیخاندرو مايورکاس سره په دې اړه خبرې کړي دي.

Deutschland Masernimpfung für Afghanen auf US-Stützpunkt Ramsteinامريکا متحده ایالاتو «متحدينو ته د هرکلي عملياتو» د برخې په توګه کابو اتيا زره افغانان په دغه هيواد کې ځای پر ځای کړي دي

په پام کې ده چې پاته افغانان به چې دمګړۍ په نيوجرسي ايالت کې په يوه پوځي اډه کې ميشت دي، په راتلونکو ورځو کې په شا او خوا ښارګوټو کې ځای پر ځای شي.

مهم ګام

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته امريکا د تخلیې د عملیاتو په ترڅ کې په لسونو زره افغانان له کابله را وايستل چې ځيني یې لا په قطر او نورو هيوادونو کې امريکا ته د رسيدو په انتظار دي.

د امريکا د هيواد ساتنې وزارت په حواله دمګړۍ ۱۲۰۰ افغانان د فورت ديکس په نوم پوځي اډه کې دي. زياته شوې ده چې د نوي مرکز تر جوړيدو به دلته د ميشتو افغانانو د ځای پر ځای کولو هڅې روانې وي.

امريکا متحده ایالاتو «متحدينو ته د هرکلي عملياتو» د برخې په توګه کابو اتيا زره افغانان په دغه هيواد کې ځای پر ځای کړي دي چې دا د ويتنام تر جګړې وروسته د خپل ډول تر ټولو ستره د تخلیې هڅه ده.

په دغه مرکزونو کې افغانان د مهاجرت ځانګړې ویزې ته مراجعه کوي. دغه ویزې هغو له خطر سره مخامخ افغانانو ته ورکول کیږي چې د امريکا د حکومت سره یې کار کړی دی.

نور یې بيا په موقتي ډول په «بشري اساس» امريکا ته انتقال شوي چې د پناه غوښتنه کولی شي. د ولسمشر جو بایدن ادارې له کانګرس څخه غوښتي چې  افغانانو ته د تابعيت د ورکړې له پاره دې مستقمه لاره رامځته کړي.

دمګړۍ په زرونو له خطر سره مخ افغانان لا په بهر کې بند پاتي دي، ځکه چې د امريکا حکومت یې قضيې ارزوي او د هغوی د منلو په برخه کې له لوژيستکي ستونزو سره مخ دي.

خو د هغو افغانانو له پاره چې لا په افغانستان کې بند پاتي دي، د وتلو لارې محدودې دي. د فيبرورۍ مياشتې ارقام ښيي چې د امريکا حکومت تر اوسه د هغو ۴۳ زرو افغانانو چې په «بشري اساس» یې امريکا ته د تلو غوښتنه کړې ده،  يوازې د ۱۷۰ غوښتنليکونه منلي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.