د زم زم اوبه

ډاکټر حنیف تایب

1,455

د زم زم اوبه ډېر جالب او پټ رازونه لري د زم زم د اوبو د څاه (کوهي) ژوروالی یوازې 10.6 فوټه دی ،خو په یوه ثانیه کې 8,000 ليټره اوبه پمپ کوي ، چې په یوه دقیقه کې 4,80,000 ليټره او په یوه ساعت کې 28,8 میلیونه لېټره اوبه او په 24 ساعتونو کې 691.2 میلیونه لېټره کیږي.

جالبه دا ده چې د زم زم څاه ( کوهی ) یوازې په 11 دقیقو کې د 24 ساعتونو 691,2 میلیونه لېټره اوبه پوره کوي . د زم زم اوبه له دې سره نور ډير حیرانووکې رازونه هم لري.

مشهور جاپاني څېړونکي
*( Masaru Emoto )*
*د زم زم پر اوبو پراخې څېړني کړي . نوموړي ثابته کړه چې د زم زم د اوبو کیفیت په هیڅ نورو اوبو کې نشئ پیدا کولای ، او نه کومې اوبه دومره لوړ کیفیت لري . همدا رنګه جاپاني څېړونکي په یوه نوې ټېکنالوجیکي آلې ( NANo ) څېړنه وکړه چې وروسته یې ثابته کړه ، که چېري په 1000 لېټره اوبو کې یو څاڅکی د زم زم اوبه ګډې کړل شي ، نو ټولې اوبه د زم زم د اوبو کیفیت خپلوي . نوموړي ثابته کړه چې د زم زم یو څاڅکی اوبه داسې خاص ” مـنرال ” لري چې په نړۍ کې بېساری دی .*

د زم زم اوبه په هر حالت کې شفافې
پاکي وي ، خوند ذائقه یې هېڅڪله نه بدلیږي هغه داسې چې کله تاسو ( په یو ډبه او یا لوښي کې یو څه اوبه واچوئ نو له څو وروځو وروسته یو رنګه بوی کوي او خوند یې ډېر خرابیږي چې هیڅوک یې بیا څښلو ته زړه نه ښه کوي)
خو د زم زم اوبه چې په کلونو په یو سر پټي لوښي کې واچوئ،
نو هېڅکله به یې خوند او بوی خراب نشي . یوازې ټولې زم زم نه بلکې که په یو لوښي کې عامي اوبه واچوئ، نو لږ زم زم اوبه ورسره ګډي کړئ ، هم نه خرابیږي.

دا چې ولي نه خرابیږي … دې چاري ته د نړۍ ټول ساینس‌ پوهان ګوته په غاښ او بې ځوابه دي . د زم زم د اوبو څاه ( کوهی ) د ابراهیم “ع” په زمانه کې فعاله شوی دی . له هماغه راهیسې همداسې په جوش فعاله دی . دوه معجزې یې ډېري حیرانووکې دي . لومړی دا چې په دومره کوچنی څاه په 24 ساعته کې 691,2 میلیونه اوبه په 11 دقیقو کې څنګه پوره کوي ، او بل دا چې د زم زم اوبه ولي هیڅکله نه ضایع ( بېځایه ) کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.