د ماشومانو ملاتړ صندوق

473

پنځه میلیونه افغان ماشومان له لوږې سره مخ دي. 

د ماشومانو د ساتنې صندوق په خپل یو تازه راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي. سیمه کې د ماشومانو د ساتنې دغه نړیوال صندوق د رسنیو مسوولې شارلوټ روز ویلي، چې په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېره دوه چنده زیات شوی دی. مېرمن روز وویل، د امریکا له خوا د افغانستان د پیسو کنګل کېدل د دې هېواد اقتصادي ستونزې ډېرې کړي دي. هغې وویل، افغانستان کې د طا لبانو د حاکمیت له پیل وروسته، یو شمېر کلینیکونه او روغتونونه د مالي ستونزو او امکاناتو د نشتون له کبله تړل شوي دي. د مېرمن روز په خبره دا یوه لویه ستونزه ده ځکه ماشومان د اړتیا وړ روغتیايي توکو ته لاس رسۍ نه لري او یو شمېر ماشومان هم د ډاکټرانو او د درملو د نشتون له امله له درمنلې وړاندې له روغتونه کور ته لېږل کېږي. هغې ټینګار وکړ، د دغه کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي لپاره باید لودیځ هېوادونه پیسې کنګلې نه کړي او پریږدي چې نغدې پیسې افغانستان ته راشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.