!همت مه باېله

لیکنه: محمدشفیق شرفزی

858
پدې ورځو کې ډېری افغانان د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي. ځینو خلکو دندې له لاسه ورکړي، ځینو کاروبار خراب شوی، ځینوخپلوان، ملګري او کرونه له لاسه ورکړي او په ټوله کې په یو ډول رواني او سرګومه حالت کې دي.
یو له دې افغانانو زه پخپله یم! که څه هم شکر دی دنده لرم، په خپل محبوب وطن کې اوسم، کلی کور، خپل او خپلوانو او ملګرو کې خوندي یم، خو بیاهم د یو ډول خپګان حالت پرمخ وړم. دې حالت ته په کتو مې د ځان او زما په څېر نورو افغانانو د تسکین لپاره یو څو کرښې ولیکلې پدې هیله چې یو څه ډاډ پرې ترلاسه کړو!
د ښه ژوند پرمخ بېولو لپاره زیار ته ضرورت دی. بېکاره او بې حرکته انسان منزل ته نه رسېږي. داسې نه ده، چې ته کوښښ کوې او هرو مرو دې بریالی شې، ځینې وخت سره د ښه هڅې سړی ناکامه شي خو داپدې مانا هم نه ده، چې ناهیلي شو، ژوند د یو اوږد مزل نوم دی که مایوسه شولو نو ددې اوږد مزل مزي نه شو رالنډولی.
د بریا په وخت کې باید خپل احساسات رب ته د شکر په ادا کولو سره وښایو.
له ناکامۍ څخه زده کړه وکړئ، همت له لاسه مه ورکوئ او دا فکر مه کوئ، چې ټول ژوند به ناکامه یم، بلکه دوباره میدان ته د بریا د امید سره راکوز شئ او د مخکېنۍ ناکامۍ علتونه پېدا او رفع یې کړئ. که ښه فکر وکړئ نو خپلو ستونزو ته پخپله ښه د حل لاره پېدا کولی شئ.
د وټس اپ ایجادوونکي (جین کوم)  او( براېن ایکټن) بې شمېره ازموینې ورکړې خو کومه دنده یې ترلاسه نه کړه، فېس بوک ته یې هم غوښتنلیک ولېږو خو هغوی هم قبول نه کړل. هغوی له دې ټولو ناکامیو سره سره ناامېده نه شول حوصله او همت یې له لاسه ورنکړ. د ملازمت او دندې اراده یې بدله کړه او خپله لاس په کار شول تردې، چې و توانېدل  (وټس اپ) ایجاد کړي، چې دادی اوس په ټوله نړۍ کې د هر شخص لخوا کارول کېږي. او د نړۍ د لویو پانګوالو په کتار کې راځي.
د بریا لپاره ذهني او فکري صلاحیتونو سره سره پر ځان پوره باور، قوي اراده او د مخکې تلو وړتیا ضروري ده. په ژوند کې، چې کله هم بریا ترلاسه کړې نو د الله (ج) لخوا د درکړل شوي ورځني ژوند یوه برخه یې وګرځوه. د ناکامیو په صورت کې خپل ځان یا نور خلک پړه مه ګڼه پر نورو د الزام لګولو څخه غوره داده، چې له زړه یې ومنې او خپلو غلطیو ته غاړه کېږدې. له خپلو غلطیو څخه درس نه اخستل به مو له هدف څخه لرې کړي. د ناکامۍ وروسته فکر وکړه، چې پدې کې ستا خپله برخه څومره وه او بیروني عناصر په کومه اندازه وو؟ بیا ترې سبق واخله او وړاندې ځه او خپل مزل مه دروه. هغه خلک چې د ناکامیو باوجود مسلسل کوښښ کوي، نو د ژوند د هیلو دغه بار کښتۍ به ضرور یوه ورځ د بریا تر سواحلو رسوي.
هیلو ته رسېدو لپاره له خپل ځان څخه بهتر او بریاليو خلکو ژوند مطالعه کړه. وګوره، چې دوی له کومه پېل وکړ او څنګه بریالي شول؟ په یاد ولرئ! چې د اوسپنې اصلیت پېژندل هغه وخت کېږي چې کله د اور له بټۍ ووځي!
پر ځپل ځان دومره اعتمادي اوسه، چې که ټوله نړۍ دې مخالفت وکړي بیاهم خپل درست موقف ته په پوره حوصلې سره ادامه ورکوه.
داهم ذهن نشین کړه، چې بغېر له محنت څخه یو دم څه په لاس نه راځي، د ترلاسه کولو لپاره یې محنت او مشقت ته ضرورت دی. د الله ج په رضا راضي اوسه. څوک چې په کوم حالت کې دي رخه پرې مه کوه د اسلام مبین دین هم همدا توصیه کوي. په خپله برخه قانع اوسه.  د ستونزو د له منځه وړلو ښه دوا الله ج ته رجوع کول دي.
د میږي له عزم څخه یې زده کړه هغه په خپل وړوکي جسم د اوږد ژمي لپاره خواري کوي او خوراک راټولوي، راتلونکي ته هیلي ساتي او هېڅ رنګه خنډونو ته تن نه ږدي. داچې د یو میږی داسې عظم لري نو بیا ولې یو ځوان سره د فکر، عقل او پوهې ناهیلی شي او د مایوسۍ پر ګدۍ کېني؟ ولې په لږ مشکل سره همت له لاسه ورکوي؟ که د بلندسوارۍ خوب وینې نو د آس ځغلولو چل به ضرور زده کوې. عزم او حوصله ساتل له ګړنګونو بریالي وتل او د طوفانونو مخ ګرځولی شي. په نړۍ کې هېڅ داسې څه نه شته، چې د ستونزو پرته په لاس راغلي وي، په هر حالت کې ستونزې پېدا کېدی شي.
بریا د هغه چا په برخه وي، چې په خپل بریالي کېدو باور ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.