پوتین د اوکراین ختیځ ته د ځواکونو استولو امر کړی

578

د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو د دوو سیمو په رسمیت پيژندلو په اړه د پوتین تر حکومتي حکم وروسته اوس روسیه دغو سیمو ته ځواکونه استوي. سیمه ایزو سرچینو دونيڅک ښار ته د نظامي موټرو د ننوتلو خبر ورکړی دی.

Ukraine Spannungen an der Grenzeد روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه هیواد دفاع وزارت ته د اوکراین په ختیځ کې دونېڅک او لوهانسک سيمو ته د ځواکونو استولو امر کړی دی. دغه سیمې روسیې د دوشنبې په ورځ د آزاد یا مستقلو سیمو په توګه په رسمیت پيژندلو اعلان کړی و. لویدیځو هیوادونو دغه پریکړه غندلې او د نوو بندیزونو ګواښ یي کړی دی.

پوتین د دوشنبې (د فیبروۍ میاشتې ۲۱ نیټه) په ورځ د اوکراین په ختیځ کې دونېڅک او لوهانسک چې ځانونه دوه «خلق جمهوریتونه» بولي، په رسمیت و پيژندل او د همکارۍ تړون یې ورسره لاسلیک کړ. تر دې حکومتي حکم وروسته سیمه ایزو رسنیو دونېڅک ته د نظامي موټرو او ټانکونو د داخلیدو په اړه رپوټونه ورکړي دي.

د آلمان د «دویچلند فونک» راډیو او انټرنټي شبکې د رپوټ پر بنسټ، په دوو فرمانونو کې چې د روسیې د دفاع وزارت ته صادر شوي دي روسي ځواکونه باید هغه څه چې پوتین یي «په دونېڅک او لوهانسک کې د سولې ثبات» بولي، تضمین کړي.

د دغه هیواد پارلمان چې د «روسیې دوما» یي بولي، هم باید د سه شبنې (د فیبرورۍ میاشتې ۲۲ نیټه) ورځې په غونډه کې د دغو دوو بیلتون غوښتونکو سیمو چې ځانونه «خلق جمهوریتونه» بولي، د خپلواکۍ په رسمیت پيژندل کیدل تائید کړي.

سربیره پردې، د روسیې دوما باید د پوتین د حکومتي حکم په اساس د اوکراین په ختیځ کې له بېلتون غوښتونکو سره د روسیې د پوځي همکاریو تړونونه هم لاسلیک کړي.

دا چې په تیرو اونیو کې د روسیې دوما د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو د دوو سیمو په رسمیت پيژندلو په اړه شین څراغ ورکړی و، نو له دې امله د سیاسي ناظرینو په اند د دغو دوو سیمو د په رسمیت پيژندلو په اړه د پوتین پریکړه قطعي ده.

د اوکراین په ختیځ کې د روسیې له ملاتړ څخه برخمنو بیلتون غوښتونکو د دوشنبې په ورځ له کرملین څخه وغوښتل چې د دغو دوو سیمو خپلواکي دې په رسمیت وپيژني. په دې توګه دغو سیمو ته د روسیې ننوتلو ته لاره هواره شوه.

پوتین د دوشنبې ورځې تر غرمې وروسته د مینسک موافقه «شکست خوړلې بللې او ويې ویل چې مونږ دې نتیجې ته رسیدلي یو چې [دغه تړون] هیڅ امکان نه لري.»

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.