د پاکستان په يوه کوچني ښارګوټي کې د ډېرو ښځو د وژنو پېښې

553

د بلوچستان په يوه کوچني ښارګوټي کې په تېرو دوو اوونيو کې يو شمير انسانان د خپلو کورنيو له خوا وژل شوي دي. دغه کسان چې زياتره یې ښځې دي، د کورنۍ د عزت د ساتنې په پلمه وژل شوي دي چې په ټول هيواد کې یې د خطر زنګ غږولی دی.

د بلوچستان د پوليسو يوه چارواکي سنهرا خان د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې د په اصطلاح «ناموسي وژنو» يوه تازه لړۍ د دغه ايالت د ډيره مراد جمالي ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.

دغه چارواکي ويلي دي چې د دوشنبې په ورځ د يوې  ۱۸ کلنې واده شوې مېرمني وژنه د دغه لړۍ تازه پېښه ده. زياته شوې چې دغه ښځه احتمالاً د خپلې خسرګنۍ له خوا له کوم نارینه سره د اړيکو درلودو په شک وژل شوې ده.

خان وويل چې پوليسو شکمن عامل نيولی دی او هغه پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی. شکمن تن ويلي چې دغه ښځه او د هغې شکمن عاشق یې د کورنۍ د عزت د ساتنې په موخه وژلي دي.

ډېره مراد جمالي د بلوچستان ايالت يو وروسته پاتې کوچنی ښارګوتي دی چې له کلونو راهيسې د ښځو د وژنې له کبله بد نوم لري. خو د پوليسو د يوه بل چارواکي احمد علي په خبره په دې وروستيو کې د وژنو د قضيو ډېروالی پوليس او هم عادي خلک حیران کړي دي.Symbolbild Ehrenmorde Gewalt gegen Frauen

د ښځو د حقونو يوې مدني ټولنې «عورت فاونډيشن» د مشر عطاء الله خلجي په حواله په تېر يوه کال کې په بلوچستان کې په ټولیزه توګه د ښځو د وژنې د ۴۹ قضيو څخه یې لږ تر لږه ۲۷ په دې کوچني ښار کې رامنځته شوي دي.

خلجي د قتلونو دا نامتناسب شمير د بلوچستان په قبايلي ټولنه، د تحقيقاتو او پلټنو په کمښت او ناوړه عدلي سيسټم پورې منسوب کړ. د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون په حواله په دغه هيواد کې هر کال کابو زر تنه ښځې او نجونې د خپلو کورنيو له خوا وژل کيږي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.