په ځوان نسل د انټرنېټ منفي اغیزې

احسان مجاهد

937

په نن زمانه کې انټرنيټ يو بل ته د پيغام رسوني،معلوماتو ته دلاس رسي،او نورو اسانتياوو لپاره يوه مهمه وسيله ده،ددې سره انټرنټ ددعوت اود دين په خپراوی کي  هم ستره ونډه لري،په ډيره اسانۍ سره کولای شو چي خپلي ديني خپروني،غږيز درسونه،مقالې او نظرونه په لږ وخت کې دنړۍ له ډيرو خلکو سره شريک کړو.

خو دا هم ويلای شو چې له  مثبت اړخونو سره په څنګ کې ډير منفي اړخونه هم لري،په خاصه توګه دځوان نسل لپاره دګمراهۍ او بی لاريتوب يوه آسانه لاره ده.

پدې لیکنه کې مونږ غواړو دانټريټ منفي اړخونه، ناوړه پايلي او دحل لاري  بیان کړو،ترڅو موراوپلار بلکه هر مسؤل دخپل ماتحت داعمالو څارني او پوره اصلاح ته متوجه شي.

۱_ فحش تصويرونه او فلمونه:

داسلام مبارک دين ديوې پاکي ټولني غوښتونکی ده او دهر ډول بداخلاقي،فحشا او بي لاريتوب په وړاندي يي دمبارزې اوحل لاري حکم کړی ده.

په نن عصر کې دغربي مطبوعاتو له لوري چي کوم فاحش سريالونه،فلمونه،ډرامې او تصويران خپريږي دډيرو کسانو خصوصا دځوان نسل دبي لاريتوب،ديني احساساتو دکمزورۍ،رواني او فکري ناروغيو اوپه کفارو پسې دتقليد يوازينۍ ذريعې دي.

په قران کريم کې پردۍ ښځې او سړي ته له کتلو منع راغلې ده،لکه دامضمون دسورة نور په ۳۰,۳۱ اياتو کي بيان شوی ده او دبخاري حدیث ده چي سترګي هم زنا کوي او زنا يي کتل دي،پدې کي فرق نشته که دسړي عورت ته و کتل شي او که دښځي، بلکه معاصر فقهاوو ليکي دي چي تر اصلي نظر تصوير يا فلم ته کتل ډيره ګناه او لويه فتنه ده ځکه له تصوير او فلم ډيره استفاده کيږي.

۲_ دوخت ضياع

وخت دالله تعالی ستر نعمت ده،مونږ امرشوي يو چي ددنيا په داکوتاه ژوند کي له خپل لږ عمر ډيره ګټه پورته کړو او دابدي ژوند لپاره څه له ځان سره يوسو، خود اوسني ټولني مسلمان ځوانان هر یو په عبثیاتو لګيا دي،تر قلم او توري يي زیات سوچ فلم ،ګیم او سريال ته وي،تر شل کلنۍ پوري ځوانانو ته د ماشوم خطاب کیږي، خو حال دا چې په اسلامي تاریخ کې تر ډیره حده ستري کارنامې داسي ځوانانو کړي چې عمرونه یي له دوه ویشت کلنۍ کم وو. خو له هغوي سره د خپل دین او امت د عزت سوچ وو، هغه څه چې اوسني ځوانان تری محروم دي، سکرين ته په کتلو خلګ خپل قيمتي وخت ضائع کوي،داسي سريالونه،فلمونه جذابي او جادوګري خپروني او ګيمونه شته چي دسړي ډير وخت نيسي.

۳_ په روغتیا یې منفي اغیزې

کارپوهان وايي، چې د انټرنېټ ډېر استعمال د فشار او رواني ناروغیو لامل کېږي، چې د وینې لوړ فشار، شکرې، بې خوبۍ، د وزن زیاتېدل او چاقۍ او د زړه د نورو ناروغیو لامل کېږي، چې د سکرین مخې ته په داسې حالت کې ناست د ټولو ناروغیو لامل کېږي. . کله چې له مغز پرته نور ټول اعضاء ولاړ وي، نو په مغز ټول فشار راځي چې نشي زغملی او د فشار قرباني کېږي او پاتې اعضاء د ډېر وخت لپاره حرکت نه شي کولای، چې له امله يې د نورو ناروغيو ښکار کېږي!

زما یو نږدې ملګری حافظ ډاکټر محمد سمیر قریشي چې د کراچۍ د ډاو پوهنتون د ارواپوهنې استاد او پروفیسور دی وايي چې ځینې کارپوهان وايي چې د انټرنټ زیات استعمال د هغو ناروغیو لامل ګرځي چې د نشه يي توکو د استعمال له امله رامنځ ته کیږي، ځکه چې بدن ورته پیدا کوي. زیان رسونکي کیمیاوي توکي چې د مخدره توکو په کارولو سره تولیدیږي او هغه مادې چې یو څوک یې ډیر کارولو ته اړوي چې د مختلفو ناروغیو لامل کیږي.(۱)

۴_ څلورم

کورني اختلافات او شخړي

انټرنيټ دکورني شخړو او جنجالونو يو ستره ذريعه ګرځيدلي ده،دوالدينو او زامنو ،ميرمن او خاوند  او دنور خپلوانو تر مينځ کله دانټرنټ په وجه لوی اختلاف رامنځته شي،چي کله دوالدينو آزار او توهین او دزوجينو تر مينځ طلاق ته کيسه ورسيږي.

۵_ دفکرونو تخريب

په انټرنيټ کي نن سبا دملحدينو،سیکولرانو او مستشرقينو لخوا تنصير،يهوديت او نورو باطلو اديانو او افکارو ته پوره دعوت روان ده،مستقل سايټونه او ويب پاڼي پدي شفه ورځ کار کوي، غواړي چي مسلمانان په خپل دين بي باوره کړي،ديني احساسات يي کمزوري کړي،داسلام په اړه شبهات ورته پيداکړي او دباطل په وړاندې يي له مقاومت څخه وروسته کړي.

داهغه ستر زيانونه دي چي دانټرنټ ناسم استعمال يې په څنګ کې لري.

دحل لاري:

۱_هر مؤمن او مؤمنه باید ټولو اوامرو خصوصا لمانځه ته پوره پاملرنه وکړي او په سمه توګه ترسره شي،ځکه په عبادت سره الله تعالی ته انسان نږدې کيږي او بيادشيطان اونفس له دښمنۍ څخه په امان کې پاتې کيږي.

۲_دانټريټ هر کارکونکی بايد ځانته مشخص هدف وټاکي،ځکه بي هدفه دانټريټ استعمال دپورته ټولو زيانونو لامل ګرځي او غوره هدف دانټريټ له اسلامي ويب پاڼو،سايټونو ګروفانو څخه ديني او عقيدوي معلومات ترلاسه کول او نورو ته دنيکي دعوت او له منکراتو منع کول دي،غوره او دپلټني وړ سايټونه دادي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.