زموږ لاشعوري ایډیالونه

عبدالغفور لېوال

791

د ازادو وهلو ټکولو یا  free fighting د جګړمارو په اړه د رواني څېړنو یوه پوښتنه دا وه، چې دغه جګړمار د څه لپاره جګړه کوي؟

ځوابونه ډېر ول؛ شهرت، پیسې، د اتلولۍ غریزه، د ځان پیاوړي کولو تلوسه…

خو د دې پوښتنې ځواب پېچلی و، چې کتونکي ولې خوند ورڅخه اخلي؟

ایا موږ هر یو تر یوه بریده سادیست یو؟

یو ځواب دا و، چې موږ هر یو په خپل لاشعور کې له یوه دوښمن سره لاس و ګریوان یو. کله چې په فلمونو، یا ازادو وهلو ټکولو کې دوه لوري سره ونښلي، نو په یوه لاشعوري پروسه کې یو لوری په (موږ) او بل لوری زموږ په (دوښمن) بدلیږي، دلته نو ښکاره ده، چې تلوسه مو دا راپاریږي، چې (موږ) اتل شو، یا هغه چې (زموږ) په استازولۍ جنګیږي باید اتل شي. زموږ دوښمن دې ووهل شي، ان چې لا ودې وژل شي… په دغه ځای کې زموږ سادیستي ګرومونه سر راپورته کوي.

موږ افغانان تر نورو یوڅه ډېر له دې ګرومونو ځوریږو. د روسیې و یوکراین جګړه ده، په موږ کې نیمو ته پوتین او نیمو نورو ته یوکرایني ولسمشر اتلان شوي او مقابل لوری یې دوښمن دی. په دې نه پوهیږو، چې دا هر یو ولې؟ د کوم ارزښت لپاره، څنګه او په څه جګړه کوي؟ موږ ته مهمه دا ده، چې دوی جنګ کوي.

کاشکې مو له دې جګړې په کور دننه د ځان پیاوړي کولو او د انګریز په چاړه د خپل وطن د بېلو شویو برخو د بېرته پیوستون روحیه اخیستلای، کاشکې مو د ګاونډیو استخباراتو او نړیوالو ښکېلاکګرو پر چارچلند او سپیتوب شننې کولای. موږ خو بس همدې ته ګورو چې څنګه بنیادم بنیادم وژني او څنګه وطنونه ویجاړیږي.

ولې د جګړې خبرونه راکښونکي دي؟

خبرونه ډېر دي؛ د تکنولوژۍ د پرمختګ خبرونه، فرهنګي، هنري او ادبي خبرونه، له اوبو څخه د ښې ګټې اخیستنې خبرونه، د تولید، کرکیلې، بانکي سیستمونو، دولتي چارو، له فساد سره د مبارزې لپاره د سیستمونو فعالولو او … خبرونه، خو موږ افغانان ولې د یوې جګړې پرمهال راتاوده شو؟ او دا نور خبرونه نه ګورو؟

که پلمه دا وي، چې د نورو خبرونو لپاره انترنت و پیسې و برېښنا نه شته، نو د روسیې او یوکراین د جګړې لپاره ولې شته؟

په ګوګل او نورو معلوماتي سایټونو کې د چرګانو د روزلو، د سبو کرلو، د صابون جوړولو، له روانو اوبو د ګټې اخیستنې، د برېښنا د سیمه ییز تولید لارې چارې، د پایېدونکې اېنرژۍ د تولید کیسې… دا ولې نه لولو، نه اورو، پرې خبرې نه کوو او نه یې عملي کوو؟

موږ ولې یوازې د پردیو جګړو پرمهال راویښیږو؟

زموږ د اتلولۍ ایډیالونه ولې نه بدلیږي؟

دا په موږ څه شوي دي؟

شته څوک کارپوه ( متخصص) چې ځواب راولیکي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.