دا تخمونه د اغزیو

غلام نبي ګل

480

دا تخمونه د اغزیو

د ساړه ژمي اوږده شپه د یلدا ده

موږ رڼه کړه په مورچل کې اوس سبا ده

منت باره د کافر مسلمان نه یو

سر لوړی مو د ملت د سر سودا ده

خوبولی ملتونه اسیران شي

د خوب لوی تاوان له ټولو نه همدا ده

دا د لر او بر خیرات به مو نس درد کړي

په  ظاهره معلومیږي چې حلوا ده

شاعر نه وم د وطن مینې شاعر کړم

تور بورا یې را ته ښکلی تر عنقا ده

دا تخمونه د اغزیو دا د ګلو

چې هر یو کرې واکداره خوښه ستا ده

ګله شپه او ورځ درود ور باندی وایه

د نړۍ ویاړ او رحمت چې دې پیشوا ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.