نهه نړیوال بنسټونه؛ افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې څاري

438

نهه نړیوال بنسټونه؛ افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې څاري.

د بښنې نړیوال سازمان د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د څار لپاره د نهو نړیوالو سازمانونو او بنسټونو یوه ډله جوړه کړې ده. دغه ائتلاف به د دوی په وینا افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت څاري، د بشري حقونو د خوندیتابه او د دې هڅه به کوي چې د دغو حقونو سرغړونکو سره حساب کتاب وشي. د افغانستان د بشري حقونو دغه ائتلاف کې د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو مدافع بنسټ، د ازادۍ کور، فریډم نو، د بشري حقونو د څار اداره، مډرې، د ربړونې مخنیوي سازمان او د بشري حقونو نړیوال فدراسیون او د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو نړیوال لیګ شامل دي. د راپور له مخې، دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، که څه هم په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې، خو دغه هېواد کې له بشري حقونو جدي سرغړونې دوام لري. د ا.ا تر اوسه د بښنې نړیوال سازمان لخوا افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت څارلو ته د دغه نوې جوړې شوې ډلې دې اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.