ژوند

عبدالباري جهاني

648
ژوند دي له اوره په لمبه ویاړې
محفل ته خاندې پخپله ژاړې
شپه تر سهاره پر لمبو ګرځې
پتنګه وایه ته څشي غواړې
××××××
ژوندون که بد وي که ښه تیریږي
یوازي نوم دی چي پاته کیږي
اغزي که تخم د سروګلونو
چي دي کرلي درته رسیږي
×××××××
ډلي به راسي د توتکیو
زېری به راوړي د پسرلیو
زلمي به خاندي په شالمار کي
موسم به راسي د ګل غونډیو
×××××
ما هم درلوده ځواني رنګینه
ما هم لرله په زړه کي مینه
پر ملا دي کړوپ کړم زمانه خوار سې
په هیڅ کي نسته مزه شیرینه
××××××
زه په لحد کي او ته به ژاړې
څوک به دي ستايي په چا به ویاړې؟
په خوب په ویښه به دریادېږم
ټول به دي هېر وي او ما به غواړې
××××××
څومره طنازه څومره خوږه یې
له سر تر نوکه بس ګلدسته یې
کله دي زړه ته دا هم تیریږي؟
پر ملا به کړوپه بوډۍ زړه یې
عبدالباري جهاني

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.