ویرګول

بختیار تلاش

814

لیک نښې د متني ښکلا ترڅنګ له موږ سره د متن په سم لوستلو کې مرسته کوي.
ویرګول بیا هغه لیک نښه ده چې نسبت نورو هغو ته یې کارول یو څه سخت دي؛ خو ما یې دلته له ځېنو اسانه قاعدو سره بېلګې هم راوړې دي:

۱- په لاندې جمله کې درې فاعله او درې مفعوله راغلي چې په ویرګول سره یې جلا کول اړین دي.
بېلګه:
احمد، محمود او شریف؛ نصیر، وحید او وفا سره خبرې وکړې.

که په جمله کې د ویرګول پرځای کامه وکارول شي؛ مانا یې بدلېږي.

۲- ویرګول داسې ځای هم کارېږي چې یوه جمله په خپله بشپړه وي؛ خو په هغې پسې بله راغلې جمله یې لا بشپړه کړي.
بېلګه:
نن د کار بوج ډېر و؛ دومره ډېر چې د درېدلو توان مې نه لرلو.

۳- کله چې یوه جمله بشپړه شي؛ خو توضیحي عبارتونو یا هم اړیک ویکو ته اړتیا ولري؛ نو ویرګول کاروو:

ډوډۍ خورو؛ یانې سخت وږي یو.

۴- کله چې یوه جمله په مشروط ډول په ورپسې جمله بشپړه شي:

که زه له کوره نه وځم؛ ته به هم نه وځې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.