!افغانستان ته د پاکستان د غنمو د پوستکو مرسته

اخترمحمد یوسفی

867

پاکستان پخپله دال نلری چی وخوری، نو د افغانستان سره څنګه مرسته کوی؟

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان  له قوله پاکستان له افغانستان سره په سختو شرایطو کې ولاړ دي. تردې دمه يې ۳۶۰۰  ټنه غنم دتورخم له لارې افغانستان ته لیږلي دي. دمرکزي سیلو مشر بیا ویلي دي چې پاکستاني مرسته شوي غنم داستفادې وړ نه دي. هغه زیاته کړې چې پاکستاني غنم ډيره ناپاکي لري، حشرو خوړلي دي او محض پوست يې پاتې دي. دسیلو مشر ویلي دي چې دپاکستان په نسبت بیا دهند له خوا مرسته شوي غنم ښه دي او دوی ترې دډوډۍ پخولو کې استفاده کوي. هند څو ورځې وړاندې دپاکستان له لارې ۲۵۰۰ ټنه غنم افغانستان ته رالیږلي دي.

په نولسم پیړی انګریزی استعمارچیان د هندوستان د آزادی غوښتونکو قوتونو په خاص ډول پښتنو د مبازر ولس تر سخت فشار لاندی وه. انګریزی استعمارچیانو ته بله لاره او چاره نه وه پاته تر څو د خپل مرستی لپاره هغسی مزدوره ډله د خپلو اهدافو د سرته رسیدو دپاره، وګماری تر څو د انګریزی استعمارچیانو ګټی وساتی. هندوانو او پښتانه د انګریزی استعمارچیانو و مزوری هیڅکله غاړه نه ایښودل. انګریزانو په ۱۹۳۴ میلادی کښی خپل خاص مزدورغلام محمد علی جناح یی هندوستان ته راستون کړ. انګریزی استعمارچیانو خپل مزدورغلام محمد علی جناح سم دلاسه د مسلم لیګ د ډلی مشر وټاکه.  

د ګاندی جی یوه په زړه پوری معنی داره خبره ده چی د علی جناح په هکله یی ویلی وه : محمد علی جناح تر انګریز لاهم بالا انګریز دی.

محمد علی جناح د انګریزی استعمارچیانو د بی ساری مرستو سره سره به د هندوستان په انتخاباتو کښی نه بریالی کیدی. د هندوستان پښتانه سره لدی چی رښتنی پاک مسلمان وه،  محمد علی جناح دا د انګریزی استعمارچیانو و غلام ته خپله رایه نه ورکول، علی جناح د پښتنو سره ډیری عقدی لرلی. محمد علی جناح او دده په شان د انګریزی غلامانو مزدوران تل د پښتنو او په خاص ډول د افغانان سره  لکه سوډر کریکیټ باز عمراخان تر انګریزانو هم بدتر هم خپل پاکستانی دښمنی دپښتنو او افغانان سره پالی. 

کله کله چی محمد علی جناح دا د انګریزی استعمارچیانو مزدور غلام به د هندوستان په انتخاباتو کښی د کوم د صوبی انتخابات ګټل، د هندوستان وضعیت لاپسی خرابیدل.           انګریزی استعمارچیانو نو د هندوستان د ویش د توطیی پلان یی محمد علی جناح او مسلم لیک ته وسپارل. د هندوستان ویښ د نړی د بشریت دپاره هغه بیساری ناورین ؤ، چی  تر اوسه لاهم د هغه ناورین د وینو تولو، شخړو او د غم کمبله نه ټولیږی.

كله چی د ۱۹۴۸ میلادی کال کښی د علی جناح انګریزی پلوه ډله د هندوستان په شمالی برخه کښی خپل اسلامی” مزدور پاکستان د انگریزانو د اهدافو سر ته رسولو لپاره سم جوړ کړ،  د هندوستان شمالی برخه او ختیځ بنګال دواړه د آسیا د براعظم تر ټولو غریبه سیمی وی چی خلک یی د لوږی څخه  مړ کیدل.

په ۱۹۷۰ میلادی کال څخه وروسته کله چی د نړیویوال  ستر قوتونو تر منځ رقابت او دښمنی چاری ګړندی شوی، نو غربی نړی واکداران او عرب شیخانو د پاکستان اجیر اردو یو تک تور مخی صاحبمنصب ضیاوالحق د اردون د تودو دښتو څخه پاکستان ته راوستل.  ضیاوالحق په لنډه موده کښی د کودتای له لاری د ذوالفقار علی بوټو څخه واګ تر لاسه کړ،  په افغانستان کښی د شورویانو د یرغل سره سم پاکستان او ایران ته افغان شیری غوا لنګه شوه، چی وږی پاکستان نه یواځی دا چی ژوندی پاته شو اټوم بم هم جوړ کړ.

د افغان په تش نامه جهادی لډران، او په پاکستان كښی د مدرسو بیسواده څخه   لوڅ-لغړ فارغ طالبان د پاکستان د استخباراتو د چلولو په جال کښی ګیر پاته دی، جهادی لډران او طالبان پاکستان هغه شیری غوا ده چی پنځه لسیزه کیږی چی د مرګ پر پوله پروت پاکستان یی د مرګ څخه ژغورلی دی. ویل کیږی چی طالبانو د  افغانستان دمرکزي سیلو مشر د پاکستانی  د بیکاره غنمو د افشا کولو پر خبره باندی له دندی څخه ګوښه کړیدی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.