خپلې لور(انا) ته د زیګمونډ فرویډ سپارښتنې

اوږۍ امانزۍ

652

خپلې لور(انا) ته د زیګمونډ فرویډ سپارښتنې

کله چې فرویډ(د نړۍ نامتو روان پېژندونکی) خپله شپاړلس کلنه لور انا په دې موخه پرېښوده تر څو د خپل ژوند استقلالیت لاسته راوړي نو هغې ته یې د ژوند په بېلابېلو برخو کې د څلویښتو ټکو د ترسره کولو سپارښتنه وکړه او ورته وې ویل چې ما(فرویډ) هم ددې ټکو په ترسره کولو وکولای شول په اته ویشت کلنۍ کې د خپل شخصیت نامتو روان پېژندونکی ووسم.هغه وویل:
ګرانې انا! ته کولای شې د خپلو خوبونو په څیر ښکلې ووسې یوازې باید دا باور ولرې چې اوس کولای شې ساده کارونه ترسره کړې.
هره ورځ دا څلویښت ټکي مراعت کوه او د خپل ژوند نه خوند واخله .
★د روغتیا په برخه کې:
1- اوبه پرېمانه څښه.
2- د یو پادشاه په څیر سهارنۍ، د یو شهزاده په څیر غرمنۍ او د یو ګدا په څیر ماښامنۍ خوره.
3-سبزیجات او ترکاري ډېره کاروه.
4- ژوند دې په دې دریو E وپوښوه:
Energy (انرژی)
Enthusiasm (شور او علاقه )
Empathy (مهربانه او با احساسه اوسېدل )
5-له سپورټ نه مرسته واخله.
6ډېرې لوبې کوه.
7- د تېر کال په پرتله سږ کال ډېره مطالعه وکړه او کتابونه ولوله.
8- هره ورځ لس دقیقې سکوت وکړه او په فکر کوله بوخته شه.
9اووه ساعته خوب وکړه.
10- هره ورځ د10 نه تر 30 دقیقو پورې پلي تګ کوه او د پیاده روۍ په وخت کې مسکا په شونډو ښوره وساته.
🔸شخصیت:
11- خپل ژوند له هیچا سره مه پرتله کوه ته نه پوهېږې چې د هغو ترمنځ څه تېرېږي.
12ـ منفي افکار لرې کړه او خپله ټوله انرژي په مثبتو آندونو او کارونو مصرف کړه.
13- د خپل توان په اندازه یو کار ترسره کوه او هغه څه مه ترسره کوه چې ستا له وسې پوره نه وي.
14- ځان ډېر جدي مه نیسه.
15- خپله انرژي د نورو په کارونو کې د مداخلې له امله مه ضایع کوه.
16- کله چې ویښه یې ډېره خیال پردازي کوه.
17- حسادت یعنې د وخت ضایع کول،ته هر څه چې باید ولرې هغه لرې.
18- تېر هېر کړه، د خپل ژوند تېروتنې هم مه یادوه،ځکه دا کار ستا اوسنی ارامښت له منځه وړي.
19- ژوند ډېر لنډ دی له چانه کرکه مه کوه .
20- د تېر وخت سره دښمني مه کوه بلکې یو ښه ملګرې یې ووسه تر څو خپل اوسنی حالت خراب نه کړې.
21 ـ پرته له ځان نه دې هیڅوک ستا د خوشاله کولو مسوولین نه دي .
22- ژوند ته د هغه مدرسې په سترګه وګوره چې هر څه په کې زده کړې . ستونزې ستا د درسي پروګرام یوه برخه ده او د یو جبري درسي ساعت په څیر دي.
23-ډېر وخانده او په شونډو تل مسکا ښوروه.
24- اړینه نه ده چې د هر بحث ګټوونکې ووسې.
🔹ټولنه :
25- کله کله خپلې کورنۍ او خپلوانو ته زنګ وهه.
26-هره ورځ یو ښه څیز نورو ته بښه!
27- د یو چا سهوې او غلطیانې وبښه.
28- خپل ډېر وخت کوچنیانو او هغه کسانو سره تېروه چې له اویاوو څخه لوړ عمر ولري.
29- .هڅه کوه که ډېر نه وي حد اقل هره ورځ له دریو کسانو سره یوځای وخانده.
30- دا چې نور ستا په اړه څه فکر کوي تا پورې اړه نه لري.
31- د ناروغتیا په وخت ستا دنده ستا مرستې ته نه درځي بلکې هغه کسان چې ستا لاسنیوی کوي ستا ملګري دي نو له هغو سره اړیکه ولره او بې خبره ترې مه ووسه .
🔸ژوند
32- مثبت کارونه ترسره کړه.
33- هغه څه چې دې نه خوښېږي ترې لرې ووسه.
34- مینه د هر څه تداوي کوي.
35- هر حالت که ښه وي یا بد تېرېږي.
36- مهمه نه ده څه احساس لرې، باید په خپلو پښو ودرېږې،خپلې جامې واغوندې او په ټولنه کې ګامونه واخلې .
37- ډاډه ووسه چې بهترین څیزونه دې هم لاسته راځي .
38-هره ورځ چې له خوبه پاڅېږي له خدای څخه منندویه ووسه.
39- ستا د وجود اساسي برخه خوشالي ده چې تاته ځواک درکوي نو خوشاله ووسه.
40- په نړۍکې د مثبتو پیغامونو په رسولو کې همکاري ولره او د هغو انعکاس په خپل ژوند کې وګوره.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.