د نړۍ لومړۍ ښځه چې دکتورا یې لرله

386

د نړۍ لومړۍ ښځه چې دوکتورا یې لرله. 

له ننه بشپړه څلور سوه کاله مخکې الینا لوکريزيا زېږېدلې وه. لوکريزیا لومړۍ هغه ښځه وه چې د دوکتورا تر کچې يې زده کړې کړي وې. دې خپله پي ايچ ډي په 1678م کال کې له پادوا پوهنتون څخه واخیسته.

الينا لوکریزیا څلور سوه کاله مخکې په وینس ښار کې په یوه شتمنه کورنۍ کې زېږېدلې وه. دې له اووه کلنۍ په لاتین او یوناني ژبو زده کړې پیل کړې. کله چې دوه ویشت کلنه شوه، د يوناني، فلسفې او ديني علومو زده کړې يې پیل کړې او هبري ژبه یې زده کړه. دې په موسيقي کې هم ځانګړی استعداد درلود، ګڼ د موسيقي الې يې ږغولې او موزیک یې هم کمپوز کړی.

د دې پلار دا وهڅوله چې پوهنتون ته لاړه شي. په هغو وختو کې ښځو ته په پوهنتون کې د زده کړو اجازه نه وه خو د الينا غوښتنلیک ومنل شو او دې په فلسفه او دیني علومو کې دوکتورا واخیسته. د پوهنتون ریس الينا لوکریزیا ته د ډاکټرې د لقب ورکولو پر ضد رایې ورکړه ځکه که دې دا لقب خپل کړی وای، کولای يې شو په پوهنتون کې استاده شي او په هغو وختونو کې ښځو ته په پوهنتون کې د استادۍ اجازه نه وه. الينا ته وروسته له هغه د ډاکټرې لقب ورکړل شو چې د ارسطو د علمي کار پر موضوع یې ازموينه ورکړه.

الینا لوکریزیا په 38 کلنۍ کې د توبرکلوز له ناروغۍ مړه شوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.