زما عادت دی چې که زموږ د فرهنګیانو تلینونه او یا هم د زوکړې کالیزې د یونسکو له نورمونو سره سم پر ګِرد عدد برابر نه وي، یادونه او نمانځنه یې راته مناسب نه ښکاري.
اما سږ کال زموږ د روزونکی او هڅوونکی استاد له څلویستم تلینه، د محترمې ځلا نور له پیامه خبر شوم.
استاد روهی او زه دواړه د استاد کورته ورغلو، هغې کوټی ته یې رهنمایی کړو چې هلته د استاد میت ایښی ؤ. د استاد د میت په لیدو استاد روهی ورټ ورټ وژړل ما تر هغه وخته د روهی صاحب ژړا نه وه لیدلې.
د میت تر لیدو وروسته هغی خونی ته ورغلو چې استاد رشاد او نور استادان ناست وو.
زموږ له ناستی سره سم د حزب دموکراتیک خلق د ترویج او تبلیغ له څانګی عبدالله نایبی راغی او نیغ استاد رشاد ته ورغی او د خپلی څانګی د خدمت آماده ګی یې وښووه. استاد رشاد ترې مننه وکړه او ورته یې وویل: اوس څه ضرورت نشته.
په لږ وخت کې جنازې ته د پوهنتون، اکادمی استادان او اعضا را ورسیدل د استاد دوستان لا دمخه حاضر شوي وو. په ټاکلی مهال جنازه واخیستل شوه، د جنازې نمانځه لپاره جومات او د تدفین لپاره شهدای صالین تعین شوې وو د جنازې تر نمانځه وروسته جنازه شهدای صالحین ته انتقال شوه.
استاد روهی او زه د علومو اکادمی د هغه وختنی اداری رئیس دوکتور عبداللطیف جلالی په موتر کې په جنازې پسې روان وو. د استاد حبیبی په باب د دوکتور جلالی یوه خبره مې تر اوسه په غوږو کې انګازه کوي: ده وویل:
“نن افغانستان خپله یوه ستره هستی د علم او پوهې کان له لاسه ورکړ، بویه چې دا هیواد بل داسی حبیبی پیدا کا”.
جنازه په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شوه له رسمی خبرو او پیامونو وروسته زموږ استاد او د استاد حبیبی ډیر نزدې عزیز دوست پوهاند عبدالشکور رشاد خبرې وکړې، ددې خبرو کومې برخې چې زما حافظه کې پاتې دې: “دا لوی استاد او علمی شخصیت چې نن موږ خاورو ته وسپاره، د خپلو علمی هڅو، تلاښونو او د وطن د اولاد د روزنی او نورو علمی کارونو له امله چې یې کړي دي ددې ښکارندویی کوي چې دا شخص علامه ؤ” استاد حبیبی ته د علامه لقب هماغه ورځ دده پر قبر د وینا په ترڅ کې استاد رشاد ورکړ.
د استاد له مړینی څو محدودې ورځی وروسته استاد لایق د قومونو او قبایلو وزارت ته وغوښتم، استاد لایق سره د لیدو پر مهال ده د استاد حبیبی پر مړینه ډیر افسوس او خواشینی وښوول، بیا یې ما ته وویل: اکادمی باید د استاد کارونو او علمی مقام ته د درناوي په خاطر یو څه وکړي؟ پر دوه، درې کارونو خبرې وشوې، او فیصله وشوه چې زه (هیوادمل) به د استاد حبیبی په باب څه مقالی پیدا کړم او مقالې باید اول په کابل، خراسان او آریانا مجلو او زیرې اخبار کې نشر شی بیا به (هیوادمل) دا ټولې مقالی د یوې مجموعی په بڼه چاپ او اکادمی به یې نشر کړې.
د استاد لایق له هدایت سره هماغسی وشول، د استاد حبیبی له ځینو دوستانو او علاقمندانو می د استاد حبیبی د کارونو په باب مقالی را غونډې کړې په یادو موقوتو نشریو کې چاپ شوې او بیا مې ټولې مقالې په یوه مجموعه کې سره راټولې کړې او پر ۱۳۶۴ هـ ش کال (د استاد یاد) په نامه مجموعه کې چاپ شوې.
ددې مجموعی تر چاپ څه موده وروسته استاد رفیع له پیښوره (د استاد یاد) په نامه دوې جزوې راولیږلې دا دواړې جزوې یې د استاد حبیبی په باب او یاد لیکلې وی او ورسره یې د مهربانې له مخې یو لیک هم را استولی ؤ او په لیک کې یې لیکلی وو: د استاد په باب د دواړو فکرونه او نظرونه څومره سره ورته او نزدې دي دواړو د استاد حبیبی په باب پر خپلو کارونو یو نوم ایښی دی.
ما استاد حبیبی لومړی ځل پر ۱۳۴۸ هـ ش کال په انجمن تاریخ کې ولید. استاد د انجمن تاریخ رئیس ؤ زه د پوهنتون د اول کال محصل وم استاد به هغه وخت کله کله د ادبیاتو او بشری علومو د پوهنځی په ځینو دیپارتمنتونو کې درس هم ورکاوه.
زه په آریانا مجله کې د اشتراک لپاره یوه ورځ له کابل پوهنتون څخه انجمن تاریخ ته ورغلم، د مجلی په دفتر کې څوک نه وو، غالباً مطبعی ته تللی وو. د شعبی له مستخدم مې پوښتنه وکړه، غواړم مجله کې اشتراک وکړم، راته یې وویل:
در شعبه کسی نیست، منزل بالا پیش رئیس صاحب برو. ما د اشتراک درخواستی ولیکله، د استاد حبیبی دفتر ته ورغلم تر سلام وروسته مې درخواستی د دوی پر میز کیښوده. تر ملاحظی وروسته یې له ما پوښتنه وکړه. د ادبیاتو فاکولتې څووم صنف کې یې؟ ما ځواب ورکړ: اول صنف کې.
تر دې وروسته به چې کله راته ځینې درسي پوښتنې را پیدا شوې نو کوشش به مې کاوه چې له استاد سره یې شریکې کړم او خپل مشکلات ترې حل کړم. کله کله به یې کور ته هم ورتلم په پراخه ټنډه به یې زما پوښتنو ته جوابونه راکول.
له استاد حبیبی سره زما روابط د وږمې مجلې له لارې يوې بلی مرحلی ته داخل او ډیر ټینګ شول.
کله چې زه په وږمه (مجله) کې کار ته شامل شوم. د مجلې د هرې ګڼې لپاره د مقالو ټولول زما پر غاړه وو. له ممتازو استادانو به مې مقالې ټولولې، بیا به مقالې استاد زیار چې د مجلی مدیر ؤ کتلی. او په مقالو پسی د استادانو کورنو ته ورتلم کله کله به د ځینو استادانو دری – پارسی مقالې موږ ترجمه کولې دوکتور زیار به بیا کتلی. لکه د پوهاند مجددی، پوهاند هاله او د پوهاند مجروح د فلسفی تاریخچې په باب یوه دری پارسی رساله ما په پښتو ترجمه کول او په اقساطو به په مجله کې چاپیدل او دغو یادو استادانو چې خپلی دری – پارسی مقالې موږ ته را کولې هغه په پر اصلی ژبه نه وې چاپ شوې. پښتو ترجمې به یې چاپیدلی.
دا جریان ما ځکه وکیښ چې په مقاله پسی به موږ څومره زیار ایست له کوم وخته چې زه وږمې ته راغلم، د استاد حبیبی له مقالی پرته مو مجله نه چاپوله د استاد حبیبی مقاله د وږمې په هره ګڼه کې حتمی وه.
استاد که به په بل کار اړ و او یا څومره مصروف و، ما ته به یې مقاله را کوله پر ما یې د محصل نوم ایښی و. یوه ورځ یې په یو کورنی مجلس کې چې استاد حبیبی، استاد رشاد او عبدالهادې خان توخی پکې وو. چا د کوم کار پوښتنه ترې وکړه، استاد په جواب کې لاس ما ته ونیو او وې وویل: دا محصل مې کله پریږدې چې دده لپاره مقاله تکمیل کړم بیا بل کار ته وخت په لاس راځی.
د ۱۳۵۳ کال تر اواسطو به زه د استاد لیدو ته په هفته کې یو ځل یا دوه ځله یوازې د دوی کور ته ورتلم،. پدې دوران کې د ډیرو لویو شخصیتونو سره د استاد حبیبی په کور کې آشنا شوم لکه عبدالاحد خان کرزی چې دې هغه وخت د شاهی دورې تر پایه د ولسی جرکې معین ؤ. استاد الفت، استاد مایل هروي، فیض محمد انګار، سلیمی کنندهاری، عبدالاحد خان عارض او نور.
د مرحوم انګار د لیدو یوه نه هیریدونکی خاطره، یوه ورځ چې زه د استاد لیدو ته ورغلم، انګار صاحب له استاد سره ناست و. استاد راته وویل دی مشهور انګار صاحب دی او انګار صاحب ته یې وویل: دې زلمی نومیږی زما زیارکښ شاګرد دی. کله چې انګار صاحب رخصتیده ما ته یې وویل: زلمیه! زما سترګې کمزورې دی که مو بیا چیرې ولیدل او ما ته ونه پیژندلی نو دا نه پیژندنه به زما په بې اعتنایی نه تحمیلوې. د ده دې خبرې د دوی د نهایی عالی اخلاقو ښکارندوی کوله. پر ۱۳۵۳ کال کې چې زه پښتو ټولنی ته ورغلم، جناب رفیع صاحب هم هلته مقرر شوی و. د دواړو آشنایی له مطبعې پیل شوې وه، دلته نوره هم کلکه او خوږه شوه، په همدې ۱۳۵۳ هـ ش کال کې به چې د استاد حبیبی لیدو ته ورتلو نو به یوځای ورتلو. کله چې رفیع صاحب پیښور ته ولاړ بیا به زه یوازې د استاد حبیبی لیدو ته ورتلم تر هغه چې وقات شو.
د استاد حبیبی سره زموږ (رفیع – هیوادمل) ناستی ولاړې ددې زمینه مساعده کړې وه چې له امیر عبدالرحمن نه تر حزب دموکراتیک خلق پورې د حکومتونو او شخصیتونو په باب خپل لیدلی کتلی او یا د خپلې کورنې له لویو شخصیتونو څخه اکثر اول لاس اوریدلی خبرې له موږ سره شریکی کړی.
استاد حبیبی چې چا له نزدې نه ؤ لیدلی، ناسته ولاړه یې ورسره نه درلوده زیاترو ته استاد یو مغرور او په خپل ځان کې ننوتی سړی معلومیده، اما چا چې ورسره ناسته ولاړه درلوده هغه به پوهیده چې استاد یو مجلسی او خوش طبع شخص ؤ.
استاد حبیبی سره هره ناسته انسان ته یو درس ؤ. دومره څه به دې ترې زده کول چې په کتابونو کې نه وو راغلی. له استاد سره هره ناسته موږ دواړو (رفیع – هیوادمل) ته یوه خاطره وه.
د استاد غوندې مهربانه، زړه سواند او بی کبره او وسیع النظر شخص ما بل ډیر لږ لیدی ؤ، یو بل هم استاد کامل مومند.
دواړو لویو علماوو اروا دې ښاد وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 Account for international payments: NO15 0530 2294 668 Vipps: #557320
Comments are closed.