د هیواد د آبادۍ عاشق عبدالقیوم کرزی

استاد زلمی هېوادمل

174

د کندهار د یوې نامدارې کورنی د غړۍ، د وطن او خلکو د صادق ملګری، له هر ډول منفی ګرایشونو پاک او بی الایشه افغان، د ملی ارادې خاوند او مستعد انسان عبدالقیوم کرزی غمجنه مړینه د هیواد او وطندوسته افغانانو لپاره یوه ستره ضایعه ګڼل کیږي.
د روان میلادی کال د مئ د میاشتې په ۳۰ مه نیټه می ننګرهار پوهنتون کې درس درلود، ماښام چې له درسه وزرګار شوم او تلفون می را خلاص کړ، اول می د پخوانی آشنای حبیب جان هوتکی پر فیسبوک پاڼه سترکې ولګیدې او د قیوم جان تصویر می پکی ولید او د پُست په لوستو پوه شوم چې له دې نړۍ یې سترګی پټی کړې دي. د کلونو خاطرات می یې په ذهن کې را وګرزیدل او په چورتونو کې ډوب شوم. سملاسی می تلفون را واخیست چې پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی ته زنګ وکړم له بیلابلو لارو می زیار و ایست خو په خبرو بریالی نه شوم د خواشینی پیام می لیکلی ور پریښود.
بیا مې نو د هیواد پیاوړی دپلومات او کلونه کلونه په بیلابیلو هیوادونو کې د افغانستان سفیر او له فرهنګ سره ډیر محشور شخص د قیوم جان تره، عزیز الله کرزی ته – چې کورنۍ یې شاه کاکا بولي – می زنګ وواهه له هغوی مې د قیوم جان د مړینی پر کوایفو ځان خبر کړ او زړونه مو سره تش کړل.
زه، ځکه دده نوم قیوم جان بولم چې په کورنۍ کې یې مرحوم پلار او مهربان شخصیت عبدالاحد خان کرزی، دی قیوم جان باله، د هغوی له خولی زما په ذهن کې هم دې نوم د (قیوم جان) په بڼه ځای نیولی دی.
د قیوم جان نوم ما اوریدلی و خو تر ۱۹۹۲ م کال پورې مې نه ؤ لیدلی. پر همدې کال د دوکتور نجیب الله له سقوط وروسته پیښور ته بی ځایه شوی وم او د استاد عبدالرسول امین په دفتر (د آزاد افغانستان د لیکوالو ټولنه) کې مې د وفا اخبار چلاوه.
د ۱۹۹۲ م کال د مئ میاشت وه، استاد امین د څه کار لپاره خپل دفتر ته وغوښتم چې دفتر ته ننوتم که ګورم چې استاد امین له دوو تنو د افغانستان پر وضع او په کابل کې پر روانو حالاتو پوهو او خبیرو شخصیتونو سره په خبرو بوخت دی.
استاد امین ما ته پر لاس د کښیناستو اشاره وکړه. تر خبرو وروسته استاد ما ته وویل: دوی دواړه پیژنې، پوهیږم چې له پلار سره یې آشنا یی.
ما ورته وویل: بدبختانه پخوا می له دوی سره لیدل نه دي شوي.
استاد امین راته وویل: دا یو قیوم خان کرزی دی په امریکا کې اوسی او دا بل حامد کرزی دی، اوس په کابل کې د خارجه وزارت سیاسی معین دی، دواړه د افغانستان پر مسایلو د ښو نظریاتو خاوندان دي. دوی دواړه د کندهار د مشر شخصیت عبدالاحد خان کرزی زامن دی چې ته یې پیژنې.
تر دې لیدنی وروسته بیا ما دی کلونه ونه لید اما په ځینو بحثونو کې به مې دده نوم اوریده.
د شلمی پیړۍ په نویمو کلونو کې به زه ډیر کوټی ته تلم، د اوسیدو ځای به می د معین صاحب عبدالاحد خان کرزی کور ؤ.
یوه شپه تر ډوډۍ وروسته د کندهار ځینی مشران ناست هم وو، یوه چی علی احمد خان آکا ؤ که کریم شاه خان اکا، له معین صاحب پوښتنه وکړه: هغه د ذاکر خلک چې د زمکې د خرڅلاو لپاره تاسی ته درغلی وو څه فیصله مو ترمنځ وشوه.
معین صاحب ورته وویل: هو! دوې درې شپې دلته وو، ما ته یې وویل چې زمکه خرڅوو خو په بل چا مو نه پیرزو کیږي نو ځکه تا ته درغلو.
ما ورته وویل: له تاسو مننه، خو زه یې د اخیستو پیسی نه لرم، قیوم جان ته به تلفون وکړم او ورته به ووایم چې که پیسی لري نو به یې رانیسی.
بل ځل می په پیښور کې په یو مجلس کې بیا دده نوم واورید، په مجلس کې د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه تر مشرۍ لاندې د روم پر جریان خبرې کیدې د هغو اشخاصو په جمله کې چې روم ته یې تګ و راتګ درلود، د قیوم جان نوم هم یاد شو، بل ځل زه په جرمنی کې وم چې د ۲۰۰۱ م کال د سمپتمبر تر یوولسمې وروسته می یوه شپه قیوم جان په غربی تلویزیونونو کې ولید.
له دې نیک او مهربان سړی سره زما اساسی روابط د ۲۰۰۲ م کال په مارچ کې پیل شول.
په دغه وخت کې نو زه کابو لس کاله وروسته بیا بیرته پر هیواد شوم.
یوه ورځ استاد امین – هغه وخت د معارف وزیر – راته وویل: نن مازیګر کرزی صاحب ( د مؤقتی ادارې رئیس) د څو هیوادونو له سفره کابل ته را رسیږي. میدان ته به ورځو.
مازیګر له استاد امین سره د کابل میدان هوایی ته ولاړو، دلته می پس له کلونو قیوم جان کرزی له نږدې بیا ولید او له دې کتنی وروسته مو لیدنی کتنی پرله پسی حتی روزمره شوې، خصوصاً د اضطراري لویی جرګی په شپو او ورځو کې به اکثر ملمستیاوو ته یو ځای تلو. یوه شپه د عارف خان نورزي د هغه وخت د خفیفه صنایعو وزیر، کورته ورغلو، همداسی د نورو دوستانو کورونو ته.
ډیر ښه مې په یاد دی چې کله تر اضطراري لویی جرګی وروسته د انتقالی حکومت په لومړیو شپو ورځو کې له څو میاشتو وروسته دی امریکا ته لاړ او غالباً د هماغه کال په مني کې بیا بیرته کابل ته راغی.
ما به تل له ده سره په ناسته کې دده په ذهن او خبرو کې د وطن د چارو د بهبود لپاره یوه نا قراري حس کوله، کله چې به سره برابر شوو، او لیده کاته به وشول د هیواد د بهبود او آبادۍ لپاره به یې ضرور یوه خبره درلوده.
ما دده په بحثونو کې د افغانستان د وضعی د بهبود لپاره درې مسألی حس کولې:
(۱) د افغانستان ملکی او نظامی اداره کې باید مسلکی او تعلیمیافته خلک خپل ځان وګوري.
(۲) د افغانستان د کلیوالو سیمو د آبادۍ او پرمختګ لپاره باید ممتد او دوامداره کار وشی که موږ دا توان پیدا کړ چې د ټول افغانستان د کلیوالو سیمو د ژوند بهبود ته ځان ورسوو ډیر ژر به افغانستان کې د پرمختګ، پر شهراه قدمونه پر مخ واخلو.
(۳) د نرو او ښځو د تعلیم د عامیدو تر څنګ د ځوانانو د تنویر لپاره باید آګاهانه کار وشی.
څه موده وروسته بیا یوه شپه دده په کور کې د شپې پر ډوډۍ سره ناست وو په خبرو کې یې را ته کړل: موږ د کارونو د بهبود او دهیواد د پیشرفت لپاره خبرې کوو، خو د عمل لپاره بل چاته سترګی پر لار یو.
دغه نن شپه تا ته وایم چې د هیواد د ځوان قشر د تنویر لپاره ، په پښتو او دری – پارسی ژبو دوه – هفته یې – اخبارونه وباسم. پر چلوونکیو به یې فکر وکړو او نور کارکوونکی به دوی ور پیدا کړی.
په لنډو ورځو کې د طلوع افغانستان په نامه اخبار د جناب رفیع صاحب په مشرۍ او دافغانستان په نامه اخبار د مبتکر لیکوال اسد الله غضنفر په مشرۍ را ووتل، لګښتونه یې قیوم جان ورکول. اسد جان هماغه وخت راته ویلی وو چې ده ته رسیدونکی لګښتونه د اخبار د ترتیب او چاپ په چارو، د کور کرایه او د کارکوونکیو په تنخواوو لګوی او دی افتخاری کار کوي.
تر اخبارونو وروسته قیوم جان د ځوان قشر د تنویر او ذهنی ارتقا لپاره د – هیواد – په نامه تلویزیونی شبکه فعاله کړه او ښایسته ډیر کلونه وچلید. یوه شپه دی او زه دواړه د جمهور رئیس (حامد کرزی) کورته د شپی ډوډۍ ته بلل شوي وو دواړه ماښام دننه کورته ولاړو. دا وخت نو دی د ولسی جرګی غړیتوب لپاره کاندید شوی ؤ ما ته یې وویل:
آغای ګل ( مقصد یې مرحوم عبدالاحد خان دده پلار) دې خدای وبخښی ما ته یې په ذاکر شریف کې زمکه را نیولې وه غواړم د کلیو د آبادۍ په بنسټ یوه لویه کلا، یوه عصری مهمانخانه او یو ستر باغ پکی جوړ کړم. که به په هره سویه لوی میلمانه هغه کلی ته ورسي د اوسیدو لپاره به یې مناسب ځای وي.
بیا یې وویل: که ته او یا زموږ نور ملګری غواړي ذاکر شریف کې باغ او کور جوړ کړي هر یوه ته په رسمی خط شپږ جریبه زمکه وړیا ورکوم، خو شرط به یې دا وي چې باغ او پوخ کور به پکې جوړوي.
ما مننه ترې وکړ او دا مې ورته وویل: زموږ د هیواد په کلیوالی جامعه کې پر یوه بسوه زمکه خلک مړي کوی او تاسې شپږ شپږ جریبه زمکه دوستانو ته وړیا ورکوئ. دا ستاسی د پراخ نیت او د هیواد د کلیوالی سیمو له آبادۍ سره د شدیدې علاقمندۍ ښکارندویی کوي.
د ۲۰۱۱ م کال په پسرلی کې موږ په کندهار کې یو سیمینار جوړ کړی ؤ، له کابله ډیر میلمانه سیمینار ته تللی وو. کله چې سیمینار پای ته ورسید، د – هیواد- تلویزیون مسوول احوال راکړ چې قیوم جان ورته هدایت کړی دی چې سبا غرمه به موږ تاسی په ذاکر شریف کې د قیوم جان له خوا میلمانه یو له امریکا یې تلفون کړی ؤ چې په ذاکر شریف کې به د قیوم جان کړي کارونه دی (د تلویزیون مسوول) زموږ هیئت ته ور ښیی.
موږ په سبا له کابله راغلیو میلمنو او د کندهار له ځینو فرهنګی دوستانو سره ذاکر شریف ته ورغلو که مو ولیدل هغه څه چې قیوم جان کلونه کلونه پخوا ویلي وو هماغسی شوي وو د کلیوالی سیمو د آبادۍ په سلسله کې یې هلته ستره کلا، باغ او یوه عصری خو ورسره ښکلی او مجهزه مهمانخانه هم جوړ کړې وو .
د هیواد د آبادۍ، پرمختګ او پیشرفت دا عاشق اوس پدې دنیا کې نشته. کاش موږ ډیر داسی کسان درلودي وای، خدای دی ښه ورسره وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.