د جلال الدین روښاني یا جلاله سر چیرې ښخ دی ؟

لیکوال: پروفیسور رشید د نهرو پوهنتون استاد

417

په روښاني څیړنو کې یوبل نوي څرک   

د جلال الدین روښاني یا جلاله سر

چیرې ښخ دی ؟

د حضرت جلال الدین روښانی ( جلاله) مزار د حضرت ارزني خویشکی رح د مزار په انګړ کې (د هند د بیهار ایالت – د پټنې ښار)

موده مخکې مې د بایزید روښان د نومیالي زوی جلال الدین روښانی یا روشاني او د هغه د نامه په اړه علمي مقاله ترپام تیره شوه، چې د پاملرنې وړوه. روښانیان د افغاني تاریخ، عرفان او پوهې په پراخ میدان کې داسې یو څپرکی دی چې د خپل علمي، سیاسی او فرهنګي ماهیت له مخې د پښتني – افغاني ټولنې د ټولنیزاو پوهنیزشعور د ودې یو ځانګړی او مهم پړاو زموږ په واک کې راکوي، داسې چې په رښتیاه م موږ باید اعتراف وکړو چې زموږ د اوسني وروسته پاتې حالت په ترڅ کې د هغوی د تعبیراو تفسیرځواک په موږ کې لاهم کمزوری او په نشت شمیره شي، او که لږ او ډیرشته هغه هم د بیسوادۍ او کم علمۍ په دموکراتیک او سکیولر بازارونو کې د نویو او شهرت غوښتونکو ادبي سوداګرودناپوهیوترسیوري لاندي لاهم پیکه پروت دي اوهغه د نومیالی شاعر پیرمحمد کاکرپه وینا « د ښو بدو تمیز نشته په کابل کې …» قانونمندي ورباندي تطبیق کیږي…

 په هرډول، خپل اصل بحث ته ورننوزواوترهرڅه دمخه باید یوه خبره په علمي لحاظ په پام کې ونیسواوهغه داچې هندوستان د تاریخ په اوږدو کې د پښتنو د هست وبود او شته والي له پاره، د هغوی د ژبې او کلتور له پاره د یوه مهم روزنیزعلمي اوفرهنګي مرکزبڼه درلوده اولایی هم لري، چې پخوانۍ خبره خویې تراسلام دمخه پیرونواودورونوته رسیږي. د یو شمیرغرض لرونکواو فرهنګی شوونیستانو د ضدیت چرګ چې تل د پښتو ژبې اوپښتنی فرهنګي وړتیاوو په وړاندې پریوه پښه بې وخته اونا سنجول شوي آذانونه کړي، خپله ناپوهي زموږ د بیسوادۍ اوله خپل فرهنګه زموږد ناخبرۍ ترشا پټوي، فکرکوي چې بس دنیا ددوی د دوو دریو درباري او مداحی شاعرانو پرآثارو ولاړه ده اوکه هغه نه وي، نورخونه دنیا شته اونه یې فرهنګ… موږ اوزموږ ژبه اوفرهنګی هستۍ په افغانستان کې تل د همدغو فرهنګی شوونیستانو ، د شوونستی افکارو او ترډیره حده زموږ د څرګندې بیسوادۍ او ناخبرئ قرباني شوې اوله نظره لویدلې دي، دوی پردې نه پوهیږي چې په ختیځ کې لومړنی ګرامرپښتوژبي اسپه زي پانیني ولیکه، دوی پردې نه پوهیږي چې پښتوژبه د پوهانوله خواپه هغو مطرح ژبوکې شمیرل شوې چې په هغې کې دویدونواوویدایی سرودونود وینګ احتمالي پیل شوی وي …

      په هرډول له دغوټولوستونزوسره سره اوس لویه هیله دا پیداشوې چې پښتوژبه اوفرهنګی هستۍ یې د رامنځ ته کیدواوغوړیدوپه حال کې دي، هم هغسې چې په هندکې  یو مهال فارسی او انګریزي ژبو واکمنانانو د دغه هیواد د اکثریت ژبه هندي توهینوله اودخپلوخلکوترپام یي بده کړې وه،همداکانه له پښتواوپښتنی فرهنګي هستیوسره داوږدې مودې له پاره وشوه، خو داسې ښکاري چې نوره د داسې فرهنګی استثمار او مطلق فرهنګي اپارتاید دوره پای ته رسیدلی، باید ځان اونوروته داخبره وکړوچې له خپلوفرهنګی هستیوسره یوځای دنوروهغوته هم درناوی سره وکړواوهم دهرچا اوهر فرهنګ فرهنګی اصالت په خپل ځای او عصر کې پرته له دې چې په سپکه سترګه ورته وګورو ومنو او د وخت نویوهڅو، څیړنواوبریاوو ته یې دیوه واقعیت په توګه سترګې په لاره شوو…

     راځو حضرت جلال الدین روښانی ته،هغه څوک چې په زیاترومتون وکې د جلاله په نامه د هغه د جلال اوعظمت له مخې اویا د پردیو له نظره د نوروغرضو له مخې یاد شوی دی، (په دغه اړه دمعصوم هوتک صاحب مقاله موږته ښه وضاحت راکوي). روښانیانود هندي مغلو پر دولت باندې د روښان له مرګه وروسته د ملي او وسله والې مبارزې په لړ کې سخت ناتار جوړ کړ، د بایزید دری زامن په دغه ډګرکې یو پربل پسې شهیدان شول، یوازنی زوی جلال الدین یې ژوندی پاتې شو: «اکبر چې کله اټک کلا ته راغی، نو ځایی خلکو ورته د مغلي حکومت د دښمنې کورنۍ وروستی کس، د جلاله په نوم یو نوی ځوان چې اصل نوم یې جلال الدین و، وړاندې کړ، په دې خاطرچې څه انعام ترلاسه کړي،خوداهلک ډیرزیات ښکلی وپاچا چې کله هغه وکوت،نورحم اومینه یې پرې راغله، د دې له پاره چې ښه پالنه او روزنه یې وکړي، نو له ځان سره یې واخیست، تر یوکال پورې یې د هغه هر ډول خدمت وکړ…»( پریشان خټک ، پښتانه څوک دي ؟  پښتوژباړه (۱) ټوک ۳۱۰مخ )

جلال الدین چې د اکبرله درباره راوتښتید او یا  راوایستل شو، پردغه مهال روښانیان بیا سره راټول شوي وو، دی یې خپل مشروټاکه، هغه هم د مغلي دربار پرضد سخت مقاومت پیل کړ، کابل او شاوخوا سیمې یې ټولې ترخپل نفوذلاندې راوستي، ترغزني پورې مخکې لاړ، ترڅو په غزني کې د پریشان خټک په وینا په غلطۍ سره ووژل شو:« د جلال الدین او مغلیه حکومت ترمنځ د کابل له یوه کنج څخه تربل کونجه پورې د جګړو بازارتود شو، چې په کې جلاله ډیرښه روان و، خوکله یې چې پرغزني بریالۍ حمله وکړه، د بیرته راتلو پرمهال په لاره کې له هزاره ګانوسره د یوه ټکر پرمهال جلاله ووژل شو، دا هر څه د یوې مغالطی پر بنسټ وشول، هزاره ګانوهغه پیژندلی نه و، هغوی فکر کاوه، چې ډاکوان دي، د همدې تیروتني له امله یې یوناڅاپي وواژه… »( پریشان خټک پورتنی اثر ۳۱۲ مخ )

په دغه اړه دومره بایدووایوچې په روښانیانو پسې په هره خواکې د مغلي دربار جاسوسان پراته وو، پرجلال الدین روښاني پسې چې اوس یې ځان نژدې د خراسان پاچا باله هم داسې خلک وو، دوی ته اکبرځانګړی وړتیاوې اوامتیازات ورکړي وو، ځکه نو دا باید ووایو چې جلال الدین روښانی په شعوري توګه وژل شوی دی، که خبره د مغالطې وای هغه به په درنښت سره خاورو ته سپارل شوی وای، نو بیا یی سرولي ترې پریکیده اوهغه ولې اکبرته لیږل کیده؟

جلال الدین په غزني شهید شو،په حالنامه کې هم دغه موضوع راغلې ده چې پاتې هډونه یې وروسته نومیالی مرید  قندهاری چې د فقیرۍ په جامه کې د غزنی دهک او رامک سیمې ته تللی اوله هغه ځایه یې دهغه هډونه تراحداد پورې راورسول. اوهغه بیاد بایزید د قبرپه څنګ کې خاوروته وسپارل داچې دبایزید قبرچیرې دئ، په دغه اړه لاهم موږ د نویو څیړنو په انتظار یو. خو اوس سوال دا دئ چې د جلال الدین روښانی نور هډونه له روښان پیرسره په څنګ کې خاوروته وسپارل شول، دهغه شهید سرڅه شو؟

زما د دغې لیکنې له مخې په تاریخي لحاظ د جلال الدین د سرپه اړه دغه نوې کیسه چې کیدای شي د روښاني څیړونکو له پاره جالبه وي دلته له تاسو درنو دوستانو سره شریکوم:

 داڅووم ځل دی چې کله دبیهارولایت مرکزپټنی ته ولاړشم، هلته خامخاد حضرت ارزاني خویشکی زیارت ځم، پروفیسورحسین احمد صاحب مې په ټول مزارګرزوي، د ده همیشنۍ مهرباني تل راسره وي، ما له ده سره د آشنایی په ترڅ کې دارزاني خویشکي مزارپه نویمه لسیزه کې وموند هغه چې تراوسه پورې هم موږ ناخبره لیکوال دهغه ژوند تر(۱۰۱۰هجري ) پورې بولو، په داسې حال کې چې دپښتوژبې دغه لوی عارف په (۱۰۲۸ هجری ) کال کې وفات شوي دی،په دغه اړه زما لیکنه د کابل مجلې په څوګڼوکې په پرله پسې توګه چاپ شوې،اوهلته مې دارزاني خویشکي مزار،تعلیمات اوسجاده ناستي ترننه پورې معرفی کړي دي. پروفیسورحسین احمد صاحب، دوه نیم کاله د مخه په ۲۰۱۷  کال کې یوسهارله لمانځه وروسته د حضرت ارزانی خویشکی دمزارپه انګړکي یوقبرته ودرولم اوویی ویل چې:« زموږ په روایت کې راغلي چې دا دجلاله قبردی، دا د لوی حضرت شاه ارزانی دمرشد زوی دی، د بدن دری برخې یې دلته خښې دي اوسریې بل ځای ښخ شوی دی …»دغې خبرې مې رښتیاهم احساس را وتوراوه او رایاد شوه چې، جلاله، جلال الدین هغه چې سریې له شهادته وروسته تر اکبرپورې راورسید ؟ یوڅه خبره راته روښانه شوه، چې ګواکي داخودجلال الدین روښاني سردی،هغه چې دغزنی له دهک څخه اکبرته استول شوی و،خوکوم څه چې په دغه اړه له دوی سره روایت دي،هغه دهغو اسنادوله مخې چې په روښاني آثاروکې دجلال الدین روښاني په اړه راغلي اولیکل شوي توپیرلري ،هغه اسناد ټول دا تاییدوي چې دجلال الدین روښانی یا جلاله سرترهندوستان پورې رارسیدلی دی، دا چې په څه ډول دغه سرغالبآ له مغلي پلازمينی ( اګرې ) څخه پټنې ته رارسیدلی په دغه اړه زما نیمګړی نظردادی چې، اکبرجلال الدین روښاني ښه پيژاند،دهغه له وروستیو فعالیتونوڅخه هم خبروچې پښتنونخوا ټوله ورسره یوشوې ده، د بیربل له وژنې او ورکې وروسته د پښتنو د آزادۍ غوښتنې روحیه خورا پیاوړې شوه، له اټک او سواته را نیولې بیا ترتیراه اوکابل پورې دمغلي واکمنۍ په وړاندې جدي مقاومت روان و،چې دغه پیاوړی مقاومت درښانیانواو په سرکې دجلال الدین روښانی له خوا لارښونه کیده. « په ۱۵۹۳م کال اکبر، مبارک خان اوجلال خان چې افغاني سرداران وو واستول چې سواد( سوات) ترکنترول لاندې وساتي،دي خپله د قاسم خان په مرسته تیراه ته ولاړ، تر څود تاریکیانو ( روښانیانو) تحریک وځپي، قاسم خان اپریدیوته ماتې ورکړه او زیات شمیر مشران یې ځینی ووژل …»( ریتا جوشي ،  افغاني سرداران اومغل ،  ۷۰ مخ )

  د اکبر په دربار کې د پښتنوپه وړاندې سره له دې چې نیتونه یوه بل ته سره سم نه وو،خو ظاهرآ نرمښت روان و، اکبرد  پښتنوپه وړاندې قهرجنه تګلاره نه درلوده، تل یې هڅه کوله چې خپله واکمني پر پښتنوباندې د سازش اوروغې جوړې په ترڅ کې ومني،خوداکارناشونی و،په پای کې همدا لامل شوچې پرله پسې پوځي یرغلونه یې پر پښتنونخوا اوافغانستان باندې ترسره کړل چې مهم او د پاملرنې وړ موخی یی د روښاني غورځنګ ځپل اوله منځه وړل وو او ګرد ټینګارپردې وچې د دغه غورځنګ جرړي په پښتنونخوا او یا دهغه وخت په نومونه ټوله کابل صوبه کې وچې کړي:«  په ۱۵۹۳م کال زین خان دجلاله له کورنۍ سره دربارته راستون شواودغړو په ډله کې د جلاله ورور وحدت (*) هم شامل و او له دوی سره نږدې څلورسوه کسان وو، د زین خان له تلو څخه لږه موده وروسته، وحدت علی شورش وکړ او د یوسفزیو په مرسته یې د کانشان کلا ونیوله او د کفارو د وطن یو برخه یی هم ترلاسه کړه …»( ریتا جوشی، افغانی سرداران اومغل ،۷۱ مخ )

مزار له بلي خوا ( دارزاني خویشکی د مزارپه لویدیزاړخ کې )

(د هند بیهار ایالت، د پټنې ښار)

جلال الدین روښاني په  (۱۰۱۲هجري قمري ) شهید شوی، په همدغه کال دده سراکبرته استول شوی، اوداهغه کال وچې تردغه مهاله حضرت شاه ارزانی په پټنه کې ځآی پرځای شوی و،هلته یې دطریقت روښانه شمعه بله کړې وه، مدرسه یې درلوده اوپه سلګونو ارادتمندان ورباندې راټولیدل،له همدې امله، لکه چې ما مخکې یاده کړه، داکبردربارتردغه مهاله هم له هغوپښتنومشرانواومخورینوچې په بیلابیلوقومونواوډلو پورې یې اړه درلوده خالي نه و، اکبر کیدای شي د جلال الدین سرلیدلی وي اویایی نه وي، خوداسې څه ددغې دورې په لیکنوکې نه دي یاد شوي چې اکبربه دجلال الدین سرته سپکاوی کړي وي. لکه چې یاده شوه چې د جلال الدین دکورنۍ او پلویانو څلورسوه تنه تر دربار پورې را وستل شوي

——————————————–

(* ) دغه نوم په یوشمیرسرچینوکې وحدت او وحدت علی راغلی اولیکل شوی اوهغه هم دجلال الدین ورورښودل شوی دی.

وو، څرګنده ده چې دوی به هم په دغه رازخبرووچې دجلال الدین روشانی سرداکبرتردرباره را رسیدلی دی، پردغه مهال اکبري دربارپه خورا مهمو اودرنو پښتنوسیاستوالوباندې ډګ و، په دغه ډله کې پر هغو لویو منصبدارانو برسیره دغه کسان لکه « شیخ خلیل افغان، ګاډي خان، الیاس خان افغان،ابراهیم خان کاکړ،شادي بي (دنظربی زوی)اوداسې نور..»(ریتا جوشي افغاني سرداران اومغل، ۷۵مخ ) یادشوي افغان سرداران هغه څوک وو چې دوی په دربار کي دننه ځانګړی صلاحیت اوباوردرلود، چې اکبراویانورودرباریانوکله هم داجرآت نه شوکولای چې د دوی په شته والی سره دې د داسې افغان مشرلکه جلال الدین د سرسپکاوی وکړي. څرګنده ده چې دده سره د دربارددغو مهمو او باوري کسانواوهغو روښانیانو چې دوی لاهم په دربارکې د جوړې اوسازش په خاطررا وستل شوي وو، اړیکي ول،اوپه دغه لړکې کیدای شي ارزاني خویشکی هم په حسابي کسانو کې راته اوکیدای شي چې دده په غوښتنه او سپارښتنه دروښانی غورځنګ دنومیالی لارښود جلاله سرترپټنی پورې رسیدلی اوهلته ددغه لوی عارف په سپارښتنه خاورو ته سپارل شوی وي. داچې اوس د ارزاني خویشکي سجاده ناستي وايی چې په دغه مزارکي دجلال الدین روښانی دتني دری برخې خاورې ته سپارل شوې، داخبره دوی سرچپه کوي، ځکه چې کله احداد ته دقندهاري په وسیله دجلال الدین هډونه راوړل شول، هغه یې دبایزید روښان دمزارترڅنګ چې هغه کله هم د هندوستان پټنه نه شي کیدای خاوروته سپارل شوی دی،ځکه خودغه مزارچې عکسونه یې تاسو دلته ګورئ داد جلال الدین جلاله د سرمزاردی چې تردغه ځایه را رسیدلی دی اواوسني سجاده ناستي یی د ارزاني خویشکي د مرشد (بایزید روښان ) زوی بولي …  دهندوستان اوسیمې له مهموتاریخونوڅخه یوهم تاریخ فرشته دی، هلته هم دجلال الدین دشهادت خبره شوې اولیکي چې: « درین سال جلاله باریکی (غالبآ تاریکی) که سالها فتنه انگیزبود درغزنی بدست شادمان هزاره رخمی شده بکوه رباط گریخت،مراد بیگ و چندی از ملا زمان شریف خان آنگه بدو رسیده کارش را تمام کردند» (فرشته ص ۷۵)

دا به جالبه خبره نه وي چې له یوه مبارزاوآزادي غوښتونکی سره دومره ناروا کیږي،ځکه چې داډول غیرانساني چلند په مغلي دورکې څه نادره خبره اوچاره نه وه، داسې بیلګې په مغلي درباروکې داکبرپه زمانه اویاهم له اکبره وروسته څه نوې خبره نه وه، داراشکوه چې دشاه جهان مشرزوی ودخپل وروراورنګ زیب له خوا په همداسې برخلیک مړشو،ځکه خویې نیم تن اوس هم په اګره کې اونیم نوریې په ډیلی (همایون قبر) کې ښخ دی.

په هر ډول دا چې اوس دارزاني په مزارکې دبایزید روښان د زوی نیم بدن ښځ دی اوددغې  تصوفي مرجع په اسنادو کې هم داخبره راغلې چې دلته بشپړجسد نه دی ښخ شوی نوسړی دا ویلای شي چې د جلال الدین روښاني له شهادته وروسته د هغه سراکبرته رسول شوی اودا له حقیقته لرې خبره نه ده چې ددغه روښاني مشراو مجاهد سردې حضرت ارزاني خویشکي اونورودرباري پښتنو چارواکواویاهم د روښاني کورنۍ د نورو اړوندانو په مشوره چې پردغه مهال په اکبري دربارکې اوپه پټنه کې په خپلو روحاني فعالیتو باندې بوخت ول په غوښتنه دلته خاورو ته سپارل شوی وي.

( لوی خدای پرهرڅه دانا اوبینا دی)

درناوی

رشید ، نهروپوهنتون – پښتوڅانګه

۲۰۲۴ کال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.