ولې مو گوتې او پندي تر لندېدلو وروسته گونجي كيږي؟

676

ولې مو گوتې او پندي تر لندېدلو وروسته گونجي كيږي؟

په اوايلو كښې بيالوژيسټانو (ژوندپوهانو) گمان كاوه چې تر اوبو لاندې د گوتو او پندو د گونجي كېدلو لامل يو اسموټيك بايوكيمياوي عكس العمل دى، په كوم كښې چې اوبه د پوست څخه يو شمېر مركبات ټولوي او په نتيجه كښې يو وچ شانته گونجيلك پوست راته پريږدي.  خو پېړۍ مخكې جراحي ډاكټرانو كشف كړل چې كله چې بعضې د گوتو عصبي رگونه پرې كيدل، نوموړې گونجې نورې تر لندېدلو وروسته نه رامېنځ ته كيدلې.  له دې څخه ژوندپوهانو نتيجه واخيستل چې د لندو گوتو گونجې كېدل بايد د عصبي سيسټم سره تړاو ولري، كوم چې تنفس، د زړه ضربان او خولې هم كنټرولوي.  په بل عبارت پوست ته د سربېره څخه اوبه نه، بلكه د لاندې څخه د عصبي سيسټم په واسطه د رگونو تنگېدل گونجي وركوي.  په ٢٠١١ كښې نظر وركړل شو چې نوموړى تاثير ممكن كوم تكاملي لامل ولري.  په تكامل كښې عموما د ځانگړو بيالوژيكي صفاتو تر شا پايښتي يا بقايي گټې نغښتې وي، خو د لندو گوتو د گونجېدلو تر شا كومه ځانگړې بقايي گټه نه په گوته كېدل.  هغه وو چې په ٢٠١٣ كښې ساينسپوهانو يوه نامتو تجربه ترسره كړل، په كوم كښې چې نيم برخوالو په وچو گوتو او نيمو په لندو گونجو گوتو بېلابېل وچ او لانده شيان پورته او نقل كړل.  څرگند شول چې د لندو گوتو برخوالو د وچو گوتو د برخوالو په نسبت په ډېر دقت او گړنديتوب سره لانده شيان نیولای او نقلولاى شواى.  البته د وچو شيانو په نقل كښې كوم توپير ښكاره نه شو.  د نوموړې تجربې پايله د ”بيالوژي لېټرز” په ساينسي ژورنال كښې ثبت شول.  د بريتانيې د نيوكاسل د پوهنتون ژوندپوه ټام سملډرز وويل چى:  موږ څرگند كړل چې گونجې گوتې په لندو حالاتو كښې د كلكې نيونې سره مرسته كوي او داسې كار وركوي لكه د موټر د ټير نخښونه.  گونجو گوتو ممكن زموږ د نيكونو سره د لندو نباتاتو او چينو څخه د خواړو په ټولولو كښې مرسته كړې وي.  همدارنگه گونجې پندې هم پر لندې سطحې باندي د ښوېدلو چانس لږوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.