د ذوالحجې میاشتې د لسو ورځو فضیلت

حنیف

923

بختور انسان هغه ده چي د الله تعالى د ورکړل شوو خصوصي وختونو نه فائده واخلي.

د دي بهتره وختو او موسمو له جملې نه يو بهتره موسم د ذوالحجي لس ورځي خصوصا نهمه ورځ ده.

په قران او حديث کې د دي ورځو خاص فضائل بيان شوي،

پدي ورځو الله تعالى قسم کړی:

الله تعالى د ذوالحجي په اولو لسو شپو قسم کړي، الله تعالى چي په کوم شي قسم وکړي هغه ډير لوي او د عزت شى وي

وَالْفَجْرِ (1) وَلَيَالٍ عَشْرٍ )په دي ايتونو کي د جمهورو مفسرينو په نزد د ( وليال عشر) نه همدغه د ذوالحجي لس شپي مراد دي.

علامه ابن کثير رحمه الله ويلي:

( وهو الصحيح )د( ليال عشر)په مصداق کې د ذوالحجي لس شپي اخستل صحيح او غوره مصداق ده.

په دي ورځو کې په ذکر باندي ( خصوصي ) امر راغلى:

( ويذكروا اسم الله في أيام معلومات على ما رزقهم من بهيمة الأنعام )

د ( ايام معلومات) نه د عامو مفسرينو په نزد همدغه د ذوالحجي اولنۍ لس ورځي مراد دي.

په احاديثو کې هم د دي ورځو خاص فضیلت ذکر شوي:

عن جابر( رضي الله عنه) عن النبي( صلى الله عليه وسلم) قال :

(فضل أيام الدنيا أيام العشر ـ يعني عشر ذي الحجة ـ قيل:

ولا مثلهن في سبيل الله؟ قال :

ولا مثلهن في سبيل الله إلا رجل عفر وجهه بالتراب.

(رواه البزار)

 رسول الله(صلی الله عليه وسلم )فرمايلي:

د دنيا بهتريني ورځي ( همدغه ) لس يعني د ذوالحجي ورځي دي، چا ورنه پوښتنه وکړه د دي په شان غوره ورځي د الله تعالی د لاري د جهاد ورځي هم نه دي؟

رسول الله( صلي الله عليه وسلم)ورته وفرمايل د الله د لاري د جهاد ورځي هم له دي نه بهتره نه دي!!

مګر که څوک خپل مخ په خاور خړ کړي ( يعني ځان شهيد کړي)

عن ابن عباس(رضي الله عنهما)قال: قال رسول الله (صلى الله عليه وسلم) (ما من أيام العمل الصالح فيها أحب إلى الله من هذه الأيام ـ يعني أيام العشر ـ قالوا: يا رسول الله، ولا الجهاد في سبيل الله؟ قال: ولا الجهاد في سبيل الله، إلا رجل خرج بنفسه وماله ثم لم يرجع من ذلك بشيء)

(رواه البخاري)

په د نيا کې د دي ورځو ( د ذوالحجي د اولو لسو ورځو) په شان نوري ورځي نشته چې الله تعالى ته په کې نيک عمل ډير خوښ وي، صحابه کرامو پوښتنه وکړه يارسول الله ! د جهاد في سبيل الله نه هم ( په دي ورځو کي عمل کول ) ډير غوره ده، هغه ورته وفرمايل:

جهاد في سبيل الله هم د دي ( ورځو نيک عمل ته )) نه شي رسيدلى ، مګر هغه مجاهد چي  جهاد ته له خپل ځان او مال سره لاړ شي او يو هم بيرته را نوړي ( يعني ځان او مال قربان کړي)

عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو( رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا)قَالَ: كُنْتُ عِنْدَ النَّبِيِّ( صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ) فَذَكَرْتُ الْأَعْمَالَ , فَقَالَ: ” مَا مِنْ أَيَّامٍ أَفْضَلَ فِيهِنَّ الْعَمَلُ مِنْ هَذِهِ الْعَشْرِ ” قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ , وَلَا الْجِهَادُ ؟ فَأَكْبَرَهُ , وَقَالَ: ” وَلَا الْجِهَادُ إِلَّا أَنْ يَخْرُجَ الرَّجُلُ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فِي سَبِيلِ اللهِ , ثُمَّ تَكُونُ مُهْجَةُ نَفْسِهِ فِيهِ

[أخرجه الطبرانى كما فى مجمع الزوائد (4/16.

ابن عمر( رضي الله عنهما) وايي زه د رسول الله( صلي الله عليه وسلم) سره وم چې د هغه په حضور کې بعضې عملونه ياد شول، نو رسول الله (صلي الله عليه وسلم )وفرمايل د دي يعني د ذوالحجي د اولو لسو په شان بل هيڅ داسي بهترين وخت نشته چې په هغه کې دي نيک عمل دومره ډير ثواب لري!!

صحابه کرامو ورته وويل اې د الله رسوله! جهاد هم د دي په شان ثواب نه لري؟ نو رسول الله د دي بهتره والى ډير زيات کړ؛ وې فرمايل د جهاد کولو نه هم په دي ورځو کې نيک اعمال غوره دي، مګر که څوک جهاد ته له خپل مال او ځان سره لاړ شي او خپله ساه ( ژوند ) هلته ورکړي( يعني شهيد شي).

د دي ورځو د فضيلت بله وجه دا ده  چي په دي ورځو کي يوه ډيره بهتره ورځ راځي چي هغي ته (  يوم النحر ) يعني د غټ اختر وايي ، د يوم النحر ورځ هم د کال له ټولو ورځو زياته بهتره ورځ ده.

( أعظم الأيام عند الله يوم النحر، ثم يوم القر)

دالله په نزد ډيري بهتره ورځي د ذوالحجي لسمه ورځ ده بيا د ذوالحجي يوولسمه ورځ ده.

(رواه أبو داود والنسائي)

د دي ورځو د فضيلت بله وجه داده چي په دي ورځو کې د عرفي ورځ راځي د عرفي د ورځي بي شماره فضائل دي، حديث کې راځي (صوم يوم عرفة يكفر سنتين ماضية و مستقبلة )

د عرفي د ورځي روژه د دوو کلو ګناهونه ختمه وي يو د تير شوي کال او يو د راتلونکي کال

پدي ورځو کې نور مهم او ډير غټ غټ نيک عملونه کيږي؛ نو په دي وجه غوره ورځي دي .

ابن حجر په فتح الباري کې ليکي:

( والذي يظهر أن السبب في امتياز عشر ذي الحجة لمكان اجتماع أمهات العبادة فيه، وهي الصلاة والصيام والصدقة والحج، ولا يتأتى ذلك في غيره)

د ذوالحجي ددي لسو اولنو ورځو د فضليت وجه دا کيدى شي چي په دي کې غټ مرکزي او اصولي عبادتونه راجمعه شوي؛ لکه لمونځ ، روژه، صدقه، حج او داسي نور چې دا ټول په يو ځای نورو ورځو کې نشي راتلى.

په قران او حديث کې د دي ورځو د فضائلو ذکر کيدلو غرض مونږ او تاسي ته د دي دعوت راکول دي چې په دي ورځو کې خاص نيک اعمال وکو، د فضيلت او مرتبو نه یي فائده واخلو، الله تعالی ته په اخلاص توبه وکو، د ګناهونو نه ځان وساتو، جهاد ، فرض لمونځ په جماعت سره ، د مسلمان سره نيکي ، د کونډو يتيمانانو سره احسان وکو چې څو د دي ورځو فضيلت او قدر رانه ضائع نشي او د دي عظيمو راغلو ورځو پوره پوره حق اداء کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.