د ترخو تجربو تریخ تکرار

محمد اسمعیل یون

579

کله چې د یو نظام تر ړنګونې وروسته بل نظام قایم شي ، پښې یې لا ټینګې شوې نه وي چې پر داسې تېروتنو پیل وکړي چې تېرې له خلکو هېرې کړي ، داسې افراط او تفریط واکمن کړي چې خلک پر زاړه کفنکش شکر وکاږي.د ط.ا.لبانو دویم ځل واکمني د یوویشتمې پېړۍ یوه پوځي او سیاسي معجزه ده ، داسې یوه معجزه چې تر دې اوسنیو واکمنو یې هغو پخوانیو واکمنو په بریا کې زیات رول درلود. که هغوی ، شر او فساد نه وای کړی، پر لوټ ، تالان ، پرديپالنې ، فحشا ، منکراتو، رشوت ، غصب او د خپل ولس پر وژنې او سپکاوي یې لاس نه وای پورې کړی. نو شونې نه وه چې ط.ا.ل.بان دې یو ځل بیا واک تر لاسه کړي.تر واک وړاندې چې به دې هر ط، مشر سره خبرې کولې ، همدا به یې ویل ، اوس ط.ا.لبانو دنیا ولیده ، په سیاست او جنګ کې پاخه شول ، تېرې تجربې بیا نه تکراروي ، یو ټولمنلی حکومت جوړوي ، د فکر او بیان ازادۍ ته ژمن دي او نړۍ سره د تعامل لاره نیسي . خو کله چې واک ته ورسېدل ، په لومړیو کې یې له نرمښت څخه کار واخیست ، خو د وخت په تېرېدو سره یې په رګونو کې یو ځل بیا د تېر افراط وینه جاري شوه ، سره له دې چې په کلیاتو کې تر یوه حده ښه روان دي ؛ د قدرت جزیرې یې ختمې کړې ، غله او زورواکي یې ورک کړل ، د وسلې د راټولونې بهیر یې تر زیاته حده بریمن دی، خو جزیات یې بیا دومره ترخه دي چې د مثبتو کلیاتو تصویر یې تر سیوري لاندې راوستی. له ملي بیرغ سره حساسیت ، له هغه سره د مینې په تور د خلکو توهینول ، ګواښل ، د رسنیزو او مدني ازادیو محدودول او رسنیو ته په نارسمي ډول د داسې شرطونو وړاندې کول چې عملي کول یې د رسنیو د تړلو په مانا دي .
هره ورځ پر ولس د یو نوي محدودیت او سانسور لګول ورو ورو نوی حکومت د خپل تېر حکومت د تجربو تکرار ته نږدې کوي .
اوس نو په دې خاطر چې درې رنګه ملي بیرغ ته یوه پلمه پیدا کړي ، د ملي تلوېزیون لوګو یې هم پسې بدله کړله ، دا سره له دې چې دومره غټ او ستر کار نه دی ، خو د دې بدلانه تر شا پرته مفکوره او انګېزه ملي هویت او ملي ارزښتونو ته له ګواښه پرته بله مانا نه لري . حقیقت خو دا دی چې ملي تلوېزیون نه پخوا ملي و او نه اوس ملي دی ؛ په تېرو شلو کلونو کې یو وخت په بشپړ ډول د نظار شورا تر انحصار لاندې و ، بیا یې وروسته دولتي بڼه خپله کړه او د غني د ټامي ګروپ تر ولکې لاندې راغی او اوس په بشپړ ډول د ط . ا . لبانو د تحریک نشراتي ارګان دی، یوازې نوم یې ملي پاتې دی . د ټولو هېوادوالو هیله دا وه چې ملي تلوېزیون باید په رښتینې مانا ملي شي او د ملت د هیلو انځور واوسي . ملي تلوېزیون له خپلو نیمګړتیاوو او مجبوریتونو سره سره بیا هم د هېواد درسنیو په منځ کې خپل وزن او اعتبار درلود او ګڼ شمېر لیدونکي یې درلودل ، د لوګو پښتو متن کې یې که څه هم ( ی) ناسمه کارولې وه ، خو د ملي بیرغ په درې رنګه رنګ جوړې شوې لوګو یې د خلکو د زړه مینه ماتولی شوه . کوم څه چې په دې تلوېزیون کې ډېر ملي وو هغه همدا لوګو وه چې له بده مرغه هغه هم نن د پخواني حکومت د بیرغ په پلمه د مذهب په نامه د سیاسي تعصب ښکاره شوه.نویو چارواکو ته باید وویل شي چې درې رنګه بیرغ د پخواني حکومت میراث نه و ، دا د ولس میراث و چې نږدې له سلو کلونو راهیسې له یوه نسله بل ته انتقالېږي . له پخواني حکومت څخه خو ګڼ شمېر مقامونه ، څوکۍ ، وزارتونه او بانکونه هم پاتې ، چې نوي چارواکي پرې د ناستې له امله د راحت احساس کوي او له همدې مقامونو حکمونه چلوي . د ملي تلوېزیون له لوګو څخه چې دا درې رنګونه لرې کړې ، نو بیا ملي په څه شي شو؟ دا خو داسې مانا لري ، لکه سړي څخه چې (سړیتوب )واخلې او یا هم له مسلمان څخه چې اسلام لرې کړې ، نو بیا پاتې په کې څه شول ؟ ایا دا اوسنی رنګ په تېرو سلو کلونو کې کله هم د ملي رنګ په توګه استعمال شوی؟ که اوسني ځینې چارواکي له ملي کلمې او ملي بیرغ سره دومره حساسیت لري ، نو بیا خو به ښه دا وای چې د ملي تلوېزیون پر ځای یې ( اسلامي تلوېزیون ) اصطلاح کارولې وای. چې هر څه د دوی په خوښه برابر شوي وای ، نو چې نوم یې ( ملي ) وي، رنګ او محتوا یې بیا بېله او ان متضاده وي ، دا خو نو له نومونو او اصطلاحاتو سره لوبې کول دي ، عیناً لکه د چا تخلص چې ( ننګ او یا غیرت ) وي ، خو خپله بیا ننګ او غیرت و نه لري یا یې هم تخلص دانش وي ، خو خپله بې دانشه وي.اوس خو هسې هم هر څه په یوه هنداره کې کتل کېږي ، نو د دې لپاره چې ( ملي ) کلمه یو څه د ارامۍ ساه واخلي ، ښه دا ده چې د ملي تلوېزیون نوم دې یا ( اسلامي تلوېزیون شي او یا دولتي ) په دې ډول به اسم له مسمی سره له مانیز پلوه رابطه پېدا کړي او د افراطي دینپالو جذبه به هم سړه شي.
که چېرې اوسني چارواکي د اوس په شان خپل لومړیتوبونه درک نه کړي او د کلیاتو پر ځای پر جزیاتو مصروف شي او یا ټول نظام د مذهبي پولیسو د یو وزارت تر انحصار لاندې راولي ، نو دویم ځلي ماته به یې تر هغې پخواني هغې څو ځله ، هم خپله دوی او هم ولس ته ډېره دردوونکې وي .
چارواکي باید دا تفکیک وکړای شي چې اوسمهال د دوی لومړیتوبونه دا دي چې له نړیوالو سره اړیکي ټینګ کړي او نړیوال مشروعیت خپل کړي ، په کور دننه کورنۍ مشروعیت ترلاسه کړي ، خلکو ته د کار زمینه برابره کړي ، امنیت لاپسې ټینګ کړي ، پر ایران او پاکستان له اتکا څخه ځان وژغوري ، پرمختیاييي پروژې پلې کړي ، خلکو ته خپل پورونه ورکړي ، د تجارت ، صنعت او کرنې پراخیتا ته لاره اواره کړي او کنه دا دي چې د تلوېزیونو لګوګانې بدلې کړي ، د درې رنګه بیرغ پر ځای سپین بیرغ وکاروي ، د رسنیو د پروګرامونه په بګرونډ کې د موسیقۍ زیکنال چک کړي او داسې نور کارونه؟
که حالات همداسې روان وي ، نو یو ځل بیا به تېرې ترخې تجربې تکرار شي او دا ټول نظام به یو ځل بیا د تېر په څېر د څو تنګنظرو اشخاصو د مضر افراط قرباني شي او بده یې لا دا ده چې د دې ټولو تېروتنو کفاره به یو ځل بیا د هغه مظلوم پښتون ولس پر اوږو بار وي چې په تېرو شلو کلونو کې هم د ط ، په نامه و ټکول شو ، د ط، په واکمنۍ کې هم د نشنلیست ، ملتپال او هویتپال په نامه ټکول کېږي او د دې نظام تر سقوط وروسته به یو ځل بیا د ملاصاحبانو د اشتباهاتو کفاره ورکوي ، خدای دې خیر کړي د وطن او د ملګرو …

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.