په افغانستان کې پانګونه او متضاد نظرونه

محمد اسمعیل یون

229

اوس زموږ په ټولنه کې دا یو منفي کلتور عام شوی ، چې هر څوک هر ډول مثبت کار ته ور دانګي ، نو یو شمېر خلک به یې ضرور مخالفت کوي ، هر کار ته دشک، تردید او انتقاد په سترګه ورکتل د یو شمېر خلکو د کرکټر یوه برخه ګرځېدلې ده.
په دې ورځو کې د عزیزي بانک مشر ښاغلي (میرویس عزیزي) په افغانستان کې د اورګاډي د لیکې ، انرژۍ او نور بنسټیزو اقتصادي پروژو په برخه کې د ( لس ملیاردوډالرو) د پانګونې اعلان وکړ. دې اعلان د هغو هېوادوالو په زړونو کې هیلې په څپو کړې ، چې د هېواد له پرمختګ ، نوې جوړونې او بیارغونې سره د عبادت تر سرحده مینه لري . هغه څوک چې په هېواد کې اوسېدلي ، فقر ، جګړې، ویجاړۍ ، د سیاستوالو نادودې او نورې بدمرغۍ یې په خپلو سترګو لیدلي ، پر هغوی باندې په هېواد کې د ابادۍ او پرمختګ هر خبر داسې لګي ، لکه پر ټپونو یې چې د ملهم پټۍ ایښودل کېږي، خو هغوی چې په سیاسي ، ژبنیو او سیمه ییزو مرضونو او غرضونو ککړ دي ، هغوی باندې بیا د هېواد د ابادۍ خبر داسې لګي ، لکه د توپ ګولۍ.
یو شمېر بدرنګه سیاسي څېرې او د هغوی فیسبوک چلونکي بیا داسې دي چې له اوسني نظام سره یې د کینې کچه د افراط داسې حالت ته رسېدلې ده ، که هر افغان ، یا هم کوم کورني او بهرني حکمي او یا حقیقي شخص اوسمهال د افغان اولس د ښېرازۍ او یا هم د خپلې ګټې لپاره په هېواد کې پانګونې ته زړه ښه کړ ، نو پر دوی اور بل شي او د کنځلو باران پرې پیل کړي ؛ څوک قاضیان شي ، څوک ځارنوالان شي ، څوک ټاپې لاس کې ونیسي ، ذهني فضا دومره تاوجنه کړي چې هغه شخص پر خپل نېت پښېمانه کړي.
که میرویس عزیزي د (لس ملیارده) ډالرو د پانګونې خبر نه وای خپور کړی ، نو نه به د امرالله خان له خوا پرې بلوسه کېده ، نه به د نورو تنګنظرو له خوا له ډول ډول تورونو سره مخامخېده او نه به هم په ټولنیزو رسنیو کې دا مسله دومره ګرمېدله.
خدای حاضر دی کله چې له کوم ژبني ، قومي او سمتي تعصب پرته میرویس عزیزي په هرات کې زلزله ځپلو ته په سلګونو کورونه جوړ کړل ، نو د زړه له کومي مې ورته دعا وکړه ، ما ویل خدایه که زموږ په دعاوو کېږي ، پانګه کې یې نور هم برکت واچوې ، بیا یې چې دا بل غټ اعلان وکړ ، نور هم ډېر خوشاله شوم ، خو څرنګه چې (لس ملیارده ډالر )ډېرې پیسې دي او د افغانستان د اوسنۍ بودجې له مخې د ټول هېواد د نږدې (درې کلونو ) بودجه جوړوي ، نو یو څه شک راته پیدا شو ، چې د دومره پیسو پیدا کول خو هم اسانه کار نه دی، خو کله چې مې د دې برخې کارپوهانو سره مشوره وکړه ، هغوی وویل :((کله چې یو پانګوال چېرته پانګونه کوي ، د هغه تر نقدې پانګې څخه پر هغه د پانګونې باور ډېر مهم دی، داسې اشخاصو سره په لسګونو نور اشخاص او شرکتونه ملګري وي ، یو شرکت د پانګونې مجوز تر لاسه کوي ، کاري فرصتونه برابروي او نور شرکتونه یې تر شا ولاړ وي ، مالي ملاتړ یې کوي او ګټه کې ورسره ځان شریکوي ، د پانګونې او ګټې لپاره هم اوږده زمانه په پام کې نیسي)) .
اقتصاد پوهان وایي :(( څرنګه چې د افغانستان اوسنی حکومت د نړیوالو له خوا تر اقتصادي بندیزونو لاندې دی او لوی نړیوال شرکتونه نه شي کولای په مستقیم ډول په افغانستان کې پانګونه وکړي ، نو هغوی یو متعهد ، متمد او کارپوه کورني پانګوال ته اړتیا لري ، چې د افغاني یا کورني پارټنر په توګه د هغوی پانګونې ته لاره اواره کړي . دوی وايي اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره سپینه فضا موجوده ده ، د پانګونې خلا هم شته ، د دې خلا ډکول یو څه جرات غواړي ، ځکه حالات داسې دي چې له خطره خالي نه دي ، خو هر چا چې دا ریسک او خطر وزغمه ، راتلونکي مارکېټ کې د هغه ونډه او ګټه تر ټولو زیاته ده. نو میرویس عزیزي که دا ریسک وزغمي د دې اټکل شته چې اینده کې تر چا زیاته ګټه تر لاسه کړي)).
دا چې ښاغلی عزیزي به په اینده کې ګټه کوي که زیان ؟ پر دې یوازې خدای ج پوهېږي ، خو هېوادپالو افغانانو ته یې دا کار د قدر وړ دی چې د دومره غټې پانګونې جرات یې وکړ او اعلان یې وکړ. په هېواد کې تر عزیزي لوړ او ټيټ نور ډېر پانګوال هم شته ، خدای دې وکړي چې هغوی هم ورته اعلانونه وکړي ، دا څه د جنګ او ویجاړۍ اعلانونه نه دي چې هېوادوالو ته یې زیان ورسي او موږ یې په مقابل کې سملاسي تبلیغاتي جبهه خلاصه کړو. ښاغلی امرالله خان صالح دې هم دېته ورته اعلان وکړي ، ځکه د ده د معاونیت او حاکمیت پر مهال د ده ورځني عواید د عزیزي بانک تر عوایدو څو څله زیات وو، کاشکې یو ناپیېلی مسلکي هیت د امرالله خان صالح د ټول حاکمیت پر مهال په نامشروع ډول د هغه له خوا ټوله راټوله شوې پانګه وڅېړي او نتیجه یې د ملت مخې ته کېږدي. تورن اسمعیل خان چې پلویانو یې د ((هرات پیر)) باله او پانګه یې تر قارونه کمه نه وه ، هغه خو د هرات د زلزله ځپلو لپاره یوه بړستن هم مرسته و نه کړه، هغه (( د بلخ امپراتور)) خو لا بله بلا ده ، یو ټنګه یې هم تر اوسه پورې په دې تېرو دوه دریو کلونو کې پر مظلومو او مصیبتځپلو هېوادوالو و نه لوروله. اوس چې د عزیزي په شان یو ملي پانګوال په هېواد کې د پانګونې هیله څرګنده کړې ده دوی ورپسې خوله وازه کړې ده. دا خبره هم باید سپینه شي چې په هېواد کې هر حکومت سره فکري اختلاف د هر افغان حق دی، خو په هېواد کې له پانګونې، نوې جوړونې او بیا رغاونې سره مخالفت د هېچا حق نه دی، حکومتونه ځي او راځي ، واکمن بدلېږي، تښتي او ورکېږي ، خو هېواد او ملت مو پر ځای دی.که څوک افغان ، مسلمان او انسان وي د هېواد لوړې ګټې باید په پام کې ونیسي ، د هېواد پر ابادۍ باید خفه نه شي . میرویس عزیزي د عزیزي بنسټ له لارې هم بېوسه هېوادوالو ته وخت پر وخت تر خپله وسه ښه خدمات وړاندې کړي دي ، د هرات زلزله ځپلو ته د کورونو جوړول یې د خدمت بله بېلګه ده، څو موده وړاندې یې د سرطان د ناروغیو د درملنې لپاره د ځانګړي روغتون د جوړونې ژمنه هم وکړه ، خدای ج دې وکړي چې د هغه روغتون د جوړېدو کارونه هم ژر پیل کړي او په هغه کې د کنسر د ناروغانو د علاج تر څنګ د دغسې رواني ناروغانو د درملنې لپاره هم یو ځانګړي واټ جوړ کړي ، چې د هېواد د ابادۍ د هر خبر په اورېدو سره پرې تبه راځي ، نو ډېره به ښه شي. ښاغلي عزیزي ته بابد یادونه وشي : اوس چې دې د دې لس ملیارده ډالرو پانګونې ژمنه کړې ، پوهېږو چې دا کار ډېر وخت ته اړتیا لري ، خیر دی له لسو ملیونو ډالرو یې پیل کړه ، خو پیل یې کړه ، چې په شا نه شې ، حاسدان به سوځېږي ، خو هېوادپال به خوشالېږي .مظلوم هېوادوال درسره دي ډاډه اوسه! هنر غیرت وایي:

موږ یاران د بدې ورځې به در دانګو
په دوستانو دې ډاډه اوسه خیبر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.