د سړیتوب د لارې سرلاری

محمد اسمعیل یون

572

باچاخان په سیاست کې د انسانیت د لارې پلوی و. په دې مانا چې نه یې غوښتل د سیاسي موخو لپاره د چا وينې تویې کړي . ده د خپل قام ازادي او سوکالي غوښتله، خو دا خپلواکي او سوکالي د بل چا د خپلواکۍ او سوکالۍ د سلب په قېمت نه وه. هغه مهال چې باچاخان د خپل قام د ویښتابه لپاره مبارزې ته راودانګل د هغه وخت او چاپېریال سیاسي ځانګړنې د قهریه قوې او خشونت له عناصرو ډکې وې، خو ده د خشونت په مقابل کې له نرمښت څخه کار واخیست. که څه هم دا کار ده ته په خورا غټ قېمت تمام شو؛ نږدې دېرش کاله یې زندان وګاله او ګڼو مشقتونو سره مخ شو، خو دی له خپل عزمه په شا نه شو.
باچاخان په نړۍ کې هغه استثنايي سیاسي او ملي مشر دی، چې په ډېرو سختو او تنګو حالاتو کې یې خپلې داعیې ته کار وکړ او د هغې لپاره یې تر حده زیاته قرباني هم ورکړه. باچاخان یو استثنايي شخصیت په دې و، چې پر یوه وخت یې په څو جبهو کې مبارزه کوله؛ په ولس کې اقتصادي فقر موجود و، کملوستي او بېسوادي زیاته وه، هغه ډول مذهبي او ارتجاعي عناصر په قوت کې وو، چې له هر ډول پرمختګ او تجدد سره یې مخالفت کاوه، یرغلګر او اشغالګر ځواکونه موجود وو، چې هم یې خپله د پوځي او اقتصادي امکاناتو په زور د ازادۍ مبارزین ځپل او هم یې په کور دننه مذهبي او ارتجاعي عناصر پر شا ټپول، چې پر ازاديپالو شخصیتونو د تکفیر تورونه پورې کړي.
په دغسې تنګو او اغزنو شرایطو کې مبارزه کول د هر چا په وس پوره کار نه و.. یو شمېر اشخاص شته چې هغوی کله کله پر باچاخان نیوکه کوي ، چې د خپلو ارمانونو په بریا کې پاتې راغی او د (نېلسن ماندیلا) او (ګاندي) په شان د بریا وروستیو پوړیو ته ونه رسېد . دا ډول اشخاص باچاخان له ماندیلا او ګاندي سره پرتله کوي، خو د درېواړه شخصیتونو متفاوتو چاپېریالونو ته یې بیا پام نه وي. دوی له هغې ځمکې څخه چې تیارې اوبه لري او له هغې للمې ځمکې څخه چې د باران په طمع وي، د یو ډول حاصلاتو هیله لري. د باچاخان د مبارزې چاپېریال ډېر اغزن او ستونزمن و، ده پر یوه وخت د خلکو د ویښتابه لپاره رسنیزه مبارزه پیل کړه، د (پښتون) په نامه یې مجله شروع کړه، د ( انجمن اصلاح افاغنه) په نامه یې یو فرهنګي او اجتماعي سمونپالې تحریک جوړ کړ، د عصري علومو د زده کړې لپاره یې ښوونځي او روزنیز مرکزونه رامنځته کړل، د تنګنظرو او پردیپالو مذهبي عناصرو پر وړاندې یې خپل مقاومت ته دوام ورکړ، خپل قام ته یې د اقتصادي ښېرازۍ په موخه د کسب او کار لارښوونه وکړه، په ټینګ عزم او متانت سره یې د ازادۍ لپاره مبارزه وکړه او د خپل عمر یوه پر درېیمه برخه د زندان د تورو میلو تر شا تېره کړه. ګاندي او ماندیلا د خپل قام له مذهبي عناصرو سره په شخړه کې راګیر نه وو، د خلکو د سواد کچه یې ډېره ټیټه نه وه، د حکومتونو حدود او جغرافیه او نور رغنده توکي یې مشخص وو، ملي شعور پر مذهبي لیدلوري حاکم و، سیاسي مشران یوازې د خپلو خلکو د حقوقو او سیاسي ازادۍ د ارمان پر تحقق مصروف وو، د باچاخان په شان په څو جبهو کې بوخت نه وو، نو ځکه خو د فخر افغان په انډول د هغوی د مبارزې لاره یو څه اواره وه. باچاخان د یو داسې قام لپاره مبارزه کوله چې په هغه کې تر ټولو ستونزمن کار همدا مشرتوب او لیډرشیب دی، ځکه چې دلته هر څوک که استعداد یې لري او کنه، خو د دې مقام غوښتونکی دی او یا لږ تر لږه د بل مخالفت کوونکی خو ضرور دی. نو څوک چې غواړي د باچاخان د لوړ شخصیت بېلابېل اړخونه وارزوي او را وسپړي باید د ژوند او مبارزې ټول چاپېریال یې په هر اړخیز ډول وڅېړي .باچاحان په ختیزه نړۍ کې د سیاسي مبارزې یو نوی مکتب پرانیست، د دې مکتب اساس پر سوله ییزې مبارزې ولاړ و، که څه هم د باچاخان ځینې منتقدین په دې نظر دي چې د باچاخان د ( عدم تشدد) سیاست او د هغه دا ډول فکري فلسفه د پښتنو له جنګي مزاج او سایکولوژیک جوړښت سره اړخ نه لګوي او نه په شرقي نړۍ کې دې ډول سیاست کومه غوڅه نتیجه ورکړې ده یوازې هند کې یې چې تر یوه حده نتیجه ورکړه علت یې دا و، چې د ګاندي سیاسي مبارزې د هندي دین او مذهب ( عدم تشدد ) فلسفې سره اړخ لګاوه. د فخر افغان منتفدین په دې نظر دي چې سیاست د چل، فرېب، فرصتونو، خرپ او ترپ لوبه ده، له هرې ممکنې مشروع او نامشروع لارې باید ځان هدف ته ورسوې. د ماکیاولي د سیاسي فورمولونو له مخې دا ډول مسایل په سیاست کې شوني دي او مجوز هم لري، خو دا مجوز د انساني ارزښتونو او سړیتوب پر معیارونو برابر نه دی.
یوه بله مهمه خبره چې یادول یې ضروري دي هغه دا ده چې یو زیات شمېر پښتون ټبرپوهان فکر کوي چې د پښتنو په ټولنیز او سایکلوژیک جوړښت کې د (تشدد) برخه ډېره درنه ده، خو دوی د پښتنو د سایکلوژیک جوړښت دې اړخ ته پام نه کوي، چې جرګه او مرکه د پښتنو د کلتور یو بل مهم اړخ دی چې د جګړې د مخنیوي او ختم مخالف او متبادل اړخ ګڼل ګېږي، په پښتنو کې څومره لوړ مقام لري، پښتانه د جرګې، مرکې او ننواتو له لارې د خپل پلار او ورور قاتل بښي او له غچ څخه یې تېرېږي، له دې څخه دا څرګندېږي چې د پښتنو په فطرت کې د انسانپالنې سوله ییز عنصر په طبیعي ډول موجود دی، خو ګڼو حالاتو پښتانه دې ته اړ کړي چې کله کله له خپل دې فطري مسیره لږ لرې شي. د باچاخان په فطرت کې په طبیعي ډول د جرګې، مرکې او سولې دغه عنصر پروت و، د دې تر څنګ ده په سیاست کې د صداقت عنصر ته ډېر ارزښت ورکاوه، منافقت یې په فطرت کې نه و، فکر یې کاوه چې د ده نږدې دوستان به هم ورته نظر لري او ان له مخالفانو یې هم دا هیله نه لرله چې د انسانیت ټول بریدونه دې مات کړي او د منافقت په وسایلو دې ځان بري ته ورسوي. نو په داسې یو چاپېریال کې چې هلته منافقت، رزالت، درغلي، تشدد، بې لارېیتوب او نه سړیتوب د سیاسي موخو مهم وسایل وي ، هلته نو اسانه نه ده چې سړیتوب، انسانیت او صداقت دې د بریا پوړیو ته ورسېږي.
باچاخان د سړیتوب د لارې همداسې یو اتل دی، که ظاهراً په سیاسي مبارزه کې د بریا څرګندې پوړۍ ته ونه رسېد، خو دې کې بریالی شو چې خپل ولس ته د عدم تشدد د سړیتوب یو لویه فلسفه د خپل میراث په توګه پرېږدي، دا فلسفه نه یوازې د پښتنو د ژوند ، بلکې د هر انسان د ژوند د سوکالۍ د پرون فلسفه هم وه ، د نن هم ده او د سبا به هم وي.
د باچاخان د ژوند ، فکر ، مبارزې او انساني فلسفې په باب ګڼشمر لیکنې شوي او زیات شمېر اثار خپاره شوي او لا به خپرېږي څو چې انساني ټولنه ژوندۍ وي د باچاخان افکار به خپرېږي او ځلېږي، خو دا اثر (کارېزماتیک رهبر) چې اوس ستاسې په لاس کې دی او د ځوانو لیکوالو ښاغلو ( عبدالوهاب مومند او صفی الله ناصري) له خوا راټول او ترتیب شوی دی، د خورا زیات ارزښت وړ په دې چې په دې کې د ځوانو لیکوالو لیکنې راټولې شوي دي، بله ښېګنه او ځانګړنه یې دا ده جې زموږ د خویندو لیکوالو لیکنې هم په کې خوندي دي، دا ټول ځوان لیکوال او لیکوالانې د پښتون ولس د ځوان قشر فکري استازولي کوي، د دې لیکنو له فکري محتوا څخه دا ښکاري چې د باچاخان فکر زموږ د اوسني باشعوره نسل زړونو او فکرونو ته څومره غځونې کړې دي.د باچا د اتلولۍ او فکري پانګې د بریا یو ښکاره ثبوت همدا دی سره له دې چې هغه له فزیکي پلوه اوس زموږ په منځ کې نه شته خو فکر، انګېزه او احساس یې په موږ کې ژوندي دي .
زه د دې لیکنې په پای کې د دې کتاب ترتيبوونکو ښاغلو ( عبدالوهاب مومند او صفی الله ناصري ) او ګڼو لیکوالانو ته د لوی خدای(ج) له درباره د سوکاله ژوند او د باچاخان د ارمانونو د بریا هیله لرم، خپلې خبرې د بابا د دې خبرې په فکري منځپانګې پایته رسوم چې: پښتنو! که یو نه شئ نو ورک به شئ.
د بابا د دې ارمان د بریا په هیله

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.