د جونو زده کړې د ملت سره کرښه

محمد اسمعیل یون

604

د جونو زده کړه نه یوازې د دوی اسلامي ، شرعي او انساني حق دی ، بلکې دې مسلې اوس زموږ د ملت په ذهن کې یو عاطفي حالت خپل کړی دی. ملت له دې نظامه په هېڅ شي دومره خوابدی نه دی ، لکه د جونو پر تعلیم ، تعلم او تحصیل. کله چې د یو ملت عاطفه وځپل شي او هیلې یې ومروړل شي ، بیا نو د حاکم پروا نه ساتي او د هغه زوال ته شېبې شمېري .
د ښخو له تعلیم او تحصیل سره نه یوازې زموږ د ملت (۹۹،۹۹٪) سلنه خلک موافق دي، بلکې د نړۍ نږدې دوه ملیارده مسلمانان هم ورسره موافق دي ، اسلام خو پر ښځه او نر د علم زده کړه یو شان د فرضیت مقام ته پورته کړې ده. یوازې نږدې یو لک تنه داسې اشخاص دي چې اوس په واک دي او ویل کېږي چې هغوی یې مخالفت کوي . خو ګڼو افغانانو چې د تېرو پنځه لسو میاشتو په بهیر کې له اوسنیو چارواکو سره کتلي ، د هغوی اکثریت هم په همدې نظر دي چې تعلیم د ښځو شرعي او دیني حق دی او هېڅوک حق نه لري د دین په نامه د دوی دا مسلم حق سلب کړي. اوس ولس سره دا پوښتنه ده چې که چېرې په چارواکو کې داسې خلک وي چې د ښځینه وو له تعلیم سره موافق وي ، نو دوی ولې د دې تعلیم د مخالفینو پر وړاندې غږ نه پورته کوي ؟
په دې برخه کې څو علتونه دي، یو علت دا دی چې یو شمېر اوسني چارواکي هم د هغو پخوانیو په څېر د واک په مزه پوه شوي ، له مضر احتیاطه کار اخلي او په زغرده د حق ویلو جرات نه لري، بله ډله بیا دا ده چې د امیر اطاعت واجب ګڼي او د دې مسلې ، اشتباه ، ګناه او خطا مسولیت هغه ته راجع کوي، درېیمې ډلې بیا په مستقیم او نا مستقیم ډول د ښځو د تعلیم په برخه کې لومړي شیخ ته دا پیغام رسولی چې تعلیم نه یوازې د ښځو اسلامي او انساني حق دی، بلکې په مخالفت سره یې ملت خفه کېږي او په پای کې نظام ورسره ړنګېږي، دنیا مو په رسمیت نه پېژني او یو ځل بیا پر تېر او تر هغه هم پر بدتر برخلیک اخته کېږو. ویل کېږي چې لومړي شیخ ویلي چې ماته دا نظام مهم نه دی، زه غواړم د خدای پر ځمکه د ده په خپل تعبیر د الله نظام حاکم شي. فکر کېږي چې درېیمه سمونپاله ډله ورته ووایي خیر چې ته د دې نظام د بقا په کیسه کې نه یې دا نظام بل مشر ته پرېږده ، ته امامت ، خطابت او ریاضیت ته خپل ځان اوزګار کړه. دا چې دا خبرې به څه وخت د ټکر وروستي پړاو ته ورسېږي او یا به مشر شیخ له کوم ټکر پرته د سمونپالو چارواکو خبرو ته غاړه کېږي، اوس سړی نه شي ویلي او د زیاتو جزیاتو څرګندول هم تر وخته دمخه خبرې دي.
دا چې اوسني چارواکي به د تعقل ، تعدل او خپلمنځي تفاهم له لارې په څومره موده کې د ملت د اولادونو دا اساسي حق اعاده کړي ، تر اوسه ځرګنده نه ده ، خو سخت او جدي خپلمنځي بحثونه روان دي.خو کوم څیز چې په دې منځ کې واضح دی هغه دا دی چې په ټول هېواد کې ایله ( پنځه زره ) کسان دي چې د منځنیو پېړیو داسې لنډ فکر لري ، خو که دا ټول اوسني واکمن هم په دې ډله کې حساب کړو ، نو شمېر یې تر (یو لک )تنو پورې نه رسېږي چې دا شمېر بیا د دې ټول عظیم ملت (۰،۴٪) صفر اعشاریه څلور سلنه وګړي نه جوړوي، د نړۍ څه کم دوه ملیارده مسلمانان او اته ملیارده وګړي که په پام کې ونیسو بیا خو نو په دریاب کې د څاڅکي په اندازه هم نه دي . عقل دا نه مني چې یو دومره کوچني اقلیت دې د دومره لوی ملت ، اسلامي امت او عام بشریت په مقابل کې تر ډېره وخته تاب ولري. زما شپږم حس خو په زغرده دا احساس راکوي چې زموږ خویندې او لوڼې به بېرته له خپل تعلیمي او تحصیلي حقه برخمنې کېږي، هغه چا چې اوس دا حق ترې تروړلی ، د هغه په ستوني کې به د کب د شغې په شان پاتې کېږي، هېڅوک د دې حق د تېرولو او هضمولو توان نه لري ، یوازې دومره به شي چې په تاریخ کې به د خپل نوم د بدرنګۍ او د هغه دین ، ملت او قوم د بدنامۍ سبب شي چې دوی ورته منسوب ګڼل کېږي. خپل عمر به هم ډېر لنډ کړي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.