امریکا او جمهوریت د اصلاحاتو جدي اراده نه لرله

487

د مالیې پخوانی وزیر: امریکا او جمهوریت د اصلاحاتو جدي اراده نه لرله.

د افغانستان د جمهوري دولت د مالیې وزارت وروستي وزیر چې اوس په واشنګټن کې ټکسي چلوي واشنګټن پوسټ ته ویلي چې په افغانستان کې د ډیموکراسي لپاره د امریکا مبارزه یوازې نوم و. د هغه په خبره، امریکا په افغانستان کې د ډیموکراسي د ترویج او اصلاحاتو لپاره جدي اراده نه لرله او په خبره یې همدا لامل و چې افغانستان یو ځل بیا د طا لبانو لاس ته ولوېد. خالد پاینده زیاته کړې، ښایي په لومړیو کې به د امریکا نیت داسې نه و خو په وروستیو کې نه امریکا او نه هم خپله دوی (جمهوریت) د اصلاحاتو لپاره جدي اراده لرله. پاینده څرګنده کړې چې دی ځان مقصر بولي او په وینا یې ده ته چې کله د وزارت وړاندیز وشو په سختۍ یې ومنل او د نه منلو دلیل هم دا و چې ده په سیسټم کې دننه ډېرې نادودې لیدلې وې. هغه زیاته کړې ده چې دی هم د ماتې یوه برخه دی او کله چې د افغانانو بدبختیو ته ګوري نو د مسوولیت احساس کوي او ځورېږي.

خالد پاینده چې یو وخت یې په ملیونو ډالر په امر ښکته پورته کېدل اوس په امریکا کې ټکسي چلوي او د همدې لارې د خپلې میرمنې او څلور ماشومانود ژوند اړتیاوې پوره کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.