د شري ناروغي، نښې، نښانې او درملنه یې

ساحل سخي

2,379

د شري ناروغي، نښې، نښانې او درملنه یې!

د اوړي او پسرلي په موسم کې په ماشومانو کې رامنځته کېدونکې ناروغۍ (شری) یوه وایروسي ناروغي ده، چې د خپرېدو په سبب یې په ګڼ شمېر ماشومانو اغېزمن کېږي، روغتیاییی کارپوهان وایي چې په دې وایروس هغه ماشومان اخته کېږي چې واکسین ورته نه وي شوي.

شری یوه هغه ناروغي ده چې د ټوخي او پرنجي له لارې نورو ته انتقالېږي او د لویانو پرځای ماشومان ډېر اغېزمنوي، دغه راز دا وایروس په جامو کې هم موندل کېږي چې په سبب بیا نورو ماشومانو ته هم انتقال مومي.

د شري نښې نښانې کومې دي؟

شری تر ډېره په ګرمو هیوادونو کې د پسرلي په موسم د کمزوري دفاعي سیستم لرونکي کسان اغېزمنوي، چې له تبې څخه پیلېږي او ورپسې نورې نښې لکه له سترګو اوبه بهېدل، د سترګو سوروالی، د پوزې خارښت، د سر درد، د ملا درد، ټوخی او د ستوني درد راڅرګندېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د شري په نښو، نښانو کې د مخ، غاړې، مټو او د بدن بهرنی پوستکی سوروالی پیدا کوي او کوچنۍ، کوچنۍ دانې پرې راخېژي او پرې د اخته کېدو وروسته د قبض ستونزې، د لوږې له منځه تلل، نا آرامي، ستړیا او د بې هوښۍ په څېر کیفیتونه عام دي.

هغه ماشومان چې په شري اخته وي، څه ډول خواړه ورکړو؟

داسې کسانو ته باید ډېرې اوبه ورکړل شي او روغتیایي څښاک با مشروبات دې استعمال کړي او د ژر ښه کېدو لپاره د تازه مېوو جوس ورکړئ. دغه راز وچې مېوې یا وچ اینځر دې وکارول شي خو توازن دې په نظر کې ونیول شي، دال دې استعمال کړي او کله چې تبه پرې شوه سبزیجات وکاروئ. خو له غوښې، شېدو، ګرمو مسالو، سور مرچک، لبنیاتو او د هګیو څخه ډډه وکړئ.

د شري درملنه به څه ډول کوو؟

د شري ناروغي چې له وایروس څخه پیدا کېږي، کوم ځانګړی او بشپړ علاج نه لري، د شري ناروغان په کورونو کې ښه کېږي، خو په ډېرو قضیو کې باید روغتون ته یوړل شي، نو ځکه خو روغتیایۍ کارپوهانو پر واکسینو ټینګار کړی دی.

روغتیایي کارپوهان وایي چې له شري څخه د ژغورلو لپاره واکسین کول اړین وي، نو ماشومانو ته دوه ځلې واکسین وګورئ، لومړی ځل په یو کلنۍ او دویمه ښوونځي ته له لېږلو دمخه ورته وهل کېږي.

د شري د شدت د کمولو کورنۍ طریقې:

د شري د شدت کمولو او د ژر ښه کېدلو لپاره د ځان پاکوالي ته پاملرنه اړینه وي، ماشومان بیا بیا ځلې ولامبوئ او پاکې جامې ور واغوندئ او ماشومان له دانو له زور کولو منعه کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.