جلال اباد؛ ترافیکي پېښې د اتو کسانو ژوند اخیستی دی

664

جلال اباد؛ ترافیکي پېښې د اتو کسانو ژوند اخیستی دی.

په ننګرهار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اته کسه وژل شوي دي. ځايي سرچینې وایي چې دغه پېښه تېرماښام په جلال اباد ښار کې رامنځ ته شوې ده. پېښه د یوه پيکپ ډوله او کرولا ترمنځ د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده. په دې پېښه کې څلور مېرمنې، درې نارینه او یو ماشوم وژل شوي او همدا راز یو نارینه او یوه ښځينه ټپیان دي. د ننګرهار د ترافیکو مدیریت ددغه پېښې د تایید تر څنګ وایي چې د پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ده او په خبره یې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. په وروستیو کې په لویو ښارونو کې ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي چې تر ډېره د مرګ ژوبلې لامل هم کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.