دا وخت دا ښار دومره بدرنګه و چی ادیره پکی ښایسته ښکاریده. سپین ږیری چی هر وخت به یی په ادیره کی ژړل او د ځړوبی په شان سپینه ږیره به یی په اوښکو لنده وه، پوښتنه وکړه:
– ته له پخوا دلته اوسی؟
بوډا ځواب ورکړ:
– زه ټول عمر د دی ښار په یوه لیری غرنئ څنډه کی اوسم. ما همدلته کار کاوه. زموږ مشرانو به ټوکی کولی چی خلکو ته به کور، کالی او ډوډئ ورکوو!
او بیا یی له سپین ژیری څخه پوښتنه وکړه:
– ته دلته څه کوی؟
سپین زیری ځواب ورکړ:
– موږ کلی کی اوسیدو؛ خو جګړو تیښتی ته اړ ګړو. زامن می هملته پاته شول؛ خو زه، ښځه او دوه لورانی د خوارئ د پاره دلته راغلو او د ښار په هغه لیری څنډې کی، په یوه جونګړه غوندې خټین کورګي کې دیره شوو. زموږ مشران هم غلط وختل. دوی به موږ ته د یوی لویی ورورولئ خبری کولی؛ خو عملا ډیر واړه وو، په دی وطن یی کور په کور او کلی په کلی دښنه توب پیرزو کړ او په لسګونه زره خلک یی لولپه کړل!
– د لومړی ویر لا سم نه و سوړ شوی، چې دویم ټوپک واخست او د پاچا د وژلو جګړې ته لاړ. هغه وخت مو پوره وچه ډوډئ هم نه درلوده؛ ځکه خپله می دعا ورکړه او په خدای مې وسپاره؛ خو کال لا نه و پوره چې په ماین وخوت!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 Account for international payments: NO15 0530 2294 668 Vipps: #557320
Comments are closed.